CRI Online

په پاکستان کې د چين د خليج ګروپ د دفتر له عمومي منيجر سره ځانکړۍ مرکه

cri     (GMT+08:00) 2012-10-29 21:47:47

د ګودر بندر

د چين د نړيوالې راډيو ګرانو اورېدونکو! په ٢٠٠٤ کال کې دری تنه چيني انجنيران د پاکستان په يوه پروژه کې د بريد له امله ووژل شول. دا په نورو هېوادونو کې د چيني کارکوونکو پرضد لومړی بريد و. وژل شوي انجنيران د چين د خليج ګروپ په يوې ډلې پورې مربوط وو چې د بريد د پېښېدو په وخت کې دغې ډلې د پاکستان د ګودر بندر د جوړولو دنده پر غاړه ودرلوده. خو چيني کارکوونکو نه يوازې دا چې له بريده يې ويره نه درلوده، بلکې د پروژې د ښه تر سره کولو په اړه د دوی ټينګ هوډ وهڅول شو. ددوی د زياتې هڅې له برکت د ګودر بندر له يوې علاقه دارۍ څخه په يو مهم بندر بدل شو او د چين او پاکستان ترمنځ دوستي نوره هم ټينګه شوه .

د چين د خليج ګروپ په ١٩٨٧ کال کې پاکستان ته ننوتلی و، په هغه وخت کې ګودر يوه کوچنۍ علاقه داری وه . په ٢٠٠١ کال کې چين له پاکستان سره د ګودر بندر د ابادولو تړون لاسليک کړ چې دغه پروژه د چين په بهرنيو مرستندويه پروژو کې لومړۍ لويه پروژه بلل کېده او عمومي پانګونه يې يو سل اته نوي مليونو امريکايي ډالرو ته ورسيد. په پاکستان کې د نوموړی ګروپ د دفتر عمومي منيجر وانګ شياو پينګ وويل،

(( دغه پروژه په ٢٠٠٢ کال کې پيل او د ٢٠٠٥ کال د جنورۍ په مياشت کې بشپړه شوه او په کار کې ولويده. پاکستانيان په دې اړه حيران شول چې چينايانو يوازې په څه نا څه دريو کلونو کې په ليرې او ګوښه ګودر کې دومره معاصر بندر جوړ کړ .د دې پروژې په جوړولو سره نه يوازې په پاکستان کې بلکې په نړيوالو ټېکدارانو کې زموږ مقام او انځور لوړ شوی او تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ د ټينګولو لپاره ددې پروژې د بشپړېدو اهميت ډېری ژور دی. ))

په ٢٠٠٤ کال کې چې ياده پروژه لا هم د جوړېدو په حال کې وه، د چينايانو پر ضد ترهګريز بريد شروع شو او له امله يې دری چيني انجنيران ووژل شول. خو چيني کارکوونکي د بريد په وړاندې څټ و نه ګرځيد. په ٢٠٠٥ کال کې دغه پروژه په ښه توګه بشپړه شوه. ښاغلي وانګ وويل،

(( دا د چين په تاريخ کې په بهرينو هېوادونو کې د چينايانو پرضد لومړی ترهګريز بريد و چې ګردې کرې د دې پېښې په اړه حيرانتيا څرګنده کړه. خو په دغسي حال کې زموږ کارکوونکي لا هم له پروژې څخه و نه وتل . ټولو کارکوونکو د پروژې د منيجر تر مشرۍ لاندې د جوړولو بهير چټک او د امنيت ساتنې کارونه يې پياوړي کړل. د پروژې له بشپړېدو وروسته موږ د پاکستاني حکومت لوړه ستاينه او د زړه له کومې مننه تر لاسه کړه.))

په ٢٠٠٦ کال کې د چين د خليج پروژو ليميتيد تصدی جوړه شوه. دغې تصدۍ په بهرنيو هېوادونو کې خپلې ادارې پياوړې کړې او په نړيوالو بازارونو کې يې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په ٢٠٠٩ کال په پاکستان کې د دې تصدۍ پر غاړه د کراچي د ژورو اوبو بندر د ابادولو پروژې په باب د قرارداد ارزښت دری سوه اتيا مليونو امريکايي ډالره وو.

د پاکستان په بازار کې د ننوتلو د زياتو کلونو تجربو ته د بيا کتنې په وخت کې، ښاغلي وانګ چاو پينګ وويل، په بهرنيو هېوادونو کې د خپل کاروبار د پراخوالي په برخه کې د تړونونو جدي تطبيق د چيني تصديو لپاره تر ټولو د پام وړ مسئله ده.

(( هغه کارکوونکي چې په پاکستان کې يې زيات کاله کار کړی دی، دا ګډ احساس لری چې پاکستان يو داسی هېواد دی چې تړون چې لاسليک شی ، بايد په جدي توګه تړون عملي شي. په دې وروستيو کلونو کې د تړونونو د اجرا کولو په اړه زموږ توان لوړ شوی دی، دغه راز زموږ کټې هم لوړې شوې دي.چيني تصدۍ بايد په بهرنيو هېوادونو کې په ځانګړۍ توګه يادې مسئلې ته پام ورکړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای