CRI Online

په پاکستان کې د هوا جونګ د بريښنا تصدۍ له عمومي استازي سره ځانګړۍ مرکه

cri     (GMT+08:00) 2012-10-29 21:51:58

په پاکستان کې د هوا جونګ د بريښنا تصدۍ استازی ګنګ جيا لينګ 

د چين د نړيوالې راډيو ګرانو دوستانه! په پاکستان کې د بريښنا کمبود د ملي اقتصاد پر انکشاف باندې سترې منفي اغيزې کوي، خو د تېرو لسګونو کلونو راهيسې په دغه هېواد کې د چيني تصديو له خوا زيات برېښناکوټونه او د فرعي ترانسفورماتور دستګاوې جوړې شوي دي چې د ځايي بريښنايي فشار په سپکولو کې مهم رول لوبولی دی.

د هوا جونګ د بريښنا تصدۍ د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې له پاکستان سره د بريښنا توليدولو په چارو کې همکاری او مرسته پيل کړې ده. په پاکستان کې د دې تصدۍ استازي ګنګ جيا لينګ وويل، د تصدۍ له خوا جوړې شوې پروژې زياتې او کيفيت او د تر سره کولو ميزان يې تر ټولو ښه دی، نو د پاکستاني پروژو د ټيکه دارانو لخوا وستايل شوې .د برياليو تجربو د يادولو په ترڅ کې، ګنګ جيا لينګ وويل،

د پاکستان مذهبي عقيدې او کلتوری عنعناتو ته درناوی په پاکستان کې د دوی د برياليتوب سبب دی.

((لومړی، موږ د دوی ملي کلتور ، ودانيزو شرکتونو، ځايي دودونو او زموږ همکارانو ته ډير درناوی کوو. دوهم موږ د پاکستاني پروژو ټيکه دارانو ته هم درناوي کوو او په ډېره مسؤلانه رويه پروژې بشپړوو څو چې ټيکه داران زموږ له کارونو څخه هيڅ نيمګړتيا نه پېدا کړي او د پروژو د کيفيت په اړه پوره ډاډه کړي. ))

ښاغلي ګنګ وويل، په بهرنيو هېوادونو کې د نورو چيني تصديو په شان، د هوا جونګ د بريښنا تصدۍ نمايندګۍ پر داسی ستراتيژۍ ټينګار کوي يعني د ځايي اقتصاد، کلتور او سياست سره سم خپل انکشافي تګلاره جوړوو. موږ نه يوازې د پاکستاني کارکوونکو لپاره د خپل استعداد د ښودلو صحنه برابروو، بلکې په ژوند کې د دوی غوښتنې پوره کوو.

(( اوسمهال څه باندې شل پاکستاني کارکوونکي زموږ په نمايندګۍ کې کار کوي او د دوی معاش د چيني کارکوونکو په پرتله څلور چنده زيات دی. زموږ د پروژو تطبيق په عمده توګه د پاکستاني کارکوونکو پر غاړه دی، موږ نه يوازې دوی ته امتيازي معاش ورکوو، بلکې د دوی لپاره يوه ښه صحنه برابروو. زموږ په نمايندګۍ کې زياتو پاکستاني کارکوونکو د نورو لا لوړ لوړيو تصديو د کار بلنې ردې کړې دي، له دې څخه ښکاريږي چې زموږ تصدی جذابيت لري. موږ دوي ته او دوي هم موږ ته درناوی کوی موږ چې د پاکستاني کارکوونکو احترام کوو او د دغه ډول احترام او درناوي له لارې دوی ته د استعداد او توان د ښودلو ښه فرصت او صحنه ورکوو، د دوی په دې خوښ دي چې له موږ سره يو ځاي کار کوي. موږ د هر کارکوونکي د زېږېدنې په ورځ د خوښيو يوه غونډه جوړوو نو ځکه دوی په کارونو کې ارامی او خوښي احساسوي. ))

ښاغلي ګنګ وويل، اته کله کيږي چې په پاکستان کې يې کار کړی دی، خو د ځايي بريښنايي کمبود مسئله په بنسټيز ډول نه ده حل شوې. د هوا جونګ د بريښنا تصدی چې د چين د دولتي بريښنايي شبکې ګروپ يوه فرعي برخه ده، د خپلې عصري تکنالوژۍ په وسيله وکولی شی چې له بريښنا څخه د ښې استفادې په برخه کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

((واقعاً په پاکستان کې د اوبو سرچينې غنی دي، خو د اوبو په وسيله د بريښنا توليدولو سويه لوړه نه ده چې علت يې د پانګې کمبود دی. که د اوبو په وسيله زيات برېښناکوټونه اباد شي، موږ به د بريښنا د ليږدولو دنده پر غاړه واخلي. موږ به په نړۍ کې د ډيرې پرمختللۍتکنالوژۍ په وسيله د پاکستان د شمال لويديځ له غرنۍ سيمې څخه منځنيو او جنوبي لويو ښارونو ته بريښنا ليږدولی شو ځکه چې موږ د تکنالوژۍ او پانګې په برخه کې غوره والی لرو. موږ د پروژو د تر سره کولو تر څنګ غواړو چې د چين د دولتي بريښنايي شبکې وتلې اداري تجربې او تخنيکونه پاکستان ته ورسوو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای