CRI Online

په پاکستان کې چينا موبېل

cri     (GMT+08:00) 2012-11-08 16:25:58
چينا موبېل چې په چين کې د ګرځنده مخابراتو لومړۍ لويه چلوونکۍ تصدی ده، په ٢٠٠٧ کال کې په پاکستان کې د يوې ځايي مخابراتي تصدۍ له اخيستلو وروسته د سي ام پاک شرکت جوړ کړ او د زونګ په نامه ځايي سوداګريز مارک يې ثبت کړ. اوسمهال زونګ دغه مارک په پاکستان کې هر چا ته اشنا نوم شو، له دې امله چې چينا موبېل په پاکستان کې دوامدارې پانګې اچولې او د ټولنيز او اقتصادي انکشاف لپاره يې خدمتونه کړي دي، د ٢٠١١ کال په اکتوبر کې د پاکستان ولسمشر زرداري د سي ام پاک شرکت ته د ولسمشرۍ جايزه ورکړه.

د پاکستان د پلازمينې اسلام اباد په سوداګريزه سيمه کې د چينا موبېل يوه مغازه شته چې هره ورځ ماسپښين له څلور پنځو بجو وروسته د مشتريانو ګڼه کوڼه زياته ده. يو مشتری چې شازعيب عباسي نوميږي او اوس په اسلام اباد پوهنتون کې زده کوي، وويل چې هغه غواړي دلته د خپلې کورني د غړو لپاره د موبېلفون کارډ واخلي، ځکه چې دده د کورنۍ ټول غړي د زونګ له موبېلفون کارډ څخه استفاده کوي. هغه وويل

(( زه د زونګ دايمي کاروونکی يم، ځکه چې زونګ د مخابراتو او انټرنيت ډېر ښه خدمتونه کوي، او ارزان خدمتونه برابروي ، د مثال په توګه د کورنيو ترمنځ د ټلفوني خبرو اترو بيه او په شپه کې مخابراتي بيه ټيټه ده. ))

په پاکستان کې د چينا موبېل کاروبار د چټک پراخېدو په حال کې دي. د سږ کال په جنورۍ کې د چينا موبېل درېيم ځانګړی پلورنځی پرانيستل شو. که څه هم اوسمهال د بازار سيالی سخته ده، خو د نوموړی دکان خاوند فهد صعيف په دی نظر دی چې چينا موبېل په نړۍ کې د موبېل مخابراتو لومړی لوی چلوونکی شرکت دی او د موبېلفون خدمتونه به يې په پاکستان کې لا پراخ شي.

هغه وويل، (( له چينا موبېل سره د همکارۍ له لارې، پيدا شوی چې دوی ډېره لوړه مسلکی سويه لري، موږ له دې څخه ګټې اخيستی شوو چې له خرڅلاو څخه تر لاسه شوې ګټه د نورو تصديو په پرتله ډېره ده. نو زما په اند له دوی سره همکاری يو ډېر ښه انتخاب دی.))


په پاکستان کې د چينا موبېل مسؤل فان يون جون وويل، د تېر کال راهيسې د چينا موبېل د استعمالوونکو شمېر په چټکۍ سره زيات شوی او په بازار کې مقام يې له پنځم څخه څلورم ته لوړ شوی دی. هغه وويل،

(( په پاکستان کې چينا موبېل اوولس مليونه او دری لکه استعمالوونکي، اوه ويشت چيني کارکوونکي او دری زره پاکستاني کارکوونکي لري. د پاکستان ټولو لويو ښارونو او عمده وو علاقداريو ته زموږ مخابراتي شبکه غځېدلې ده . ))

له دې امله چې چينا موبېل په پاکستان کې دوامدارې پانګې اچولې او د ټولنيز او اقتصادي انکشاف لپاره يې لازم خدمتونه ترسره کړي دي، د ٢٠١١ کال د اکتوبر په ٦مه نېټه د پاکستان ولسمشر زرداري د چينا موبېل په اړه د سي ام پاک شرکت ته د ولسمشرۍ جايزه ورکړه. د سي ام پاک شرکت مسؤل فان يون جون وويل، د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ ټولنې چې مقر يې په کراچي کې دی، په ابتکاري توګه ولسمشر ته زموږ تصدی کانديده کړه، ځکه چې په دغه هېواد کې زموږ د تصدۍ ګړندې پرمختيا د ډېرې ستاينې وړ ده.

(( موږ په پاکستان کې د پانګه اچولو لومړۍ لويه چيني تصدی ده. په وروستيو کلونو کې د پاکستان د مخابراتو بنسټيز تاسيسات په چټکۍ بشپړ شوي دي، د دوی په اند زموږ خدمتونه ډيری ستر دي. زموږ تصدی يوازنۍ بهرنۍ تصده ده چې د ولسمشر جايزه واخيستله او نورې جايزه اخيستونکي شرکتونه ټول پاکستاني شرکتونه دي ،نو موږ په دې ډېر خوښ يو . ))





اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای