CRI Online

په تېرو لسو کلونو کې د چين اقتصادي پرمختګونو ته بيا کتنه

cri     (GMT+08:00) 2012-11-08 17:00:35
د چين د کمونيست ګوند اتلسم ملي کانګرس د چينايانو په توقع کې پرانيستل شو، په عين وخت کې دغه کانګرس ته د نړيوالې ټولنې پاملرنې او اړوندې تبصرې په څرګند ډول زياتيږي، ځکه چې دا د چين د راتلونکی د څارنې لپاره د نورو هېوادونو مهم فرصت دی. نړيواله ټولنه ځکه دغه کانګرس ته په درنه سترګه ګوري، علت يې دا دی چې تاريخ د راتلونکی هنداره ده، د چين د کمونيست ګوند له خوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو له امله د چين واکمن ګوند په اړه د نړيوالو باور او تمه لا ټينګ شوی دی . نړيوالو ليدلي چې د چين د کمونيست ګوند د جوړېدو د نويو کلونو راهيسې د دغه کوند په مشرۍ چينايانو د ملي احيا په لار کې سترې لاسته راوړنې موندلې دي، د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو شپيتو کلونو راهيسې د چين د کمونيست ګوند په مشرۍ چينايانو د سمسور او ځواکمن هېواد د ابادولو په برخه کې تاريخي اهميت لرونکی ګامونه اوچت کړي دي . د اصلاح او ورخلاصون تګلارې د تطبيق ډيرشو کلونو راهيسې چين د اقتصاد، سياست، کلتور او ټولنې په اصلاحاتو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او له نړۍ سره اړيکې يې په ژوره توګه ټينګې کړې دي. د نړيوالو عامو افکارو په اند ټولې نړۍ د چين فوق العاده لس کلونه شاهدي کړېده ، د چين د کمونيست ګوند اتلسم ملي کانګرس به ددغو لسو کلونو راغونډونه وي

د بهرنيو څيړوونکو په نظر د چين د کمونيست ګوند له خوا تر لاسه شوی ستر برياليتوبونه د نوموړي کانګرس د پرانيستلو زمينه ده ، دغه کانګرس د پورتني او لانديني تر منځ د اړيکو د يو ځايښت او د نوې تاريخي لارې د پرانستنې په مهمه تاريخي موقع کې جوړه شوې ده چې. که څه هم د چين په وړاندې ننګونې زياتې دي، خو راتلونکی يې ځلانده ښکاري.

د امريکا پانګه اچوونکي کواين د سينهوا اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ وويل، له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠١٢ کال پورې لس کلونه د چين د پرمختګ، غښتليتوب او بدلون کليدي موده ده او په دغه موده کې تر لاسه شوي برياليتوبونه به په تاريخ کې پاتی شي.

د فرانسې د جيوپليتيکس پروفيسر پيکر وويل، په تېرو لسو کلونو کې د چين په زياتو سيمو کې ګړندي پرمختګونه موندل شوي او د هېواد د ښاري کيدو بهير څرګند شوی او چيني تصديو په بهرنيو هېوادونو کې په پانګونې پيل کړی ، چين د نړيوالو استهلاکي موادو له توليدوونکي هېواد څخه د ګردې کرې د طرح او نوښت په مرکز بدل شوی دی.

د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به د ځينو ارقامو په وړلوسره شېمرنې په تېرو لسو کلونو په اقتصادي برخه کې د چين تر لاسه شويو برياليتوبونو ته بيا کتنه وکړو.

١- پنځوس زره مليارډه يوانه پيسې

د لومړنې شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يعنی GDP له يو مليارډ يوانو څخه اوښتی دی، خو لس کاله مخکې کلنی ارزښت يې له دغه درې مياشتنی ارزښت سره برابر و. . د چين GDP په ٢٠٠٦ کال کې له شل زره مليارډو يوانو څخه، په ٢٠٠٨ کال له دېرش زره مليارډو يوانو څخه او په ٢٠١٠ کال له څلور زره مليارډو يوانو څخه زيات و، او د اټکل سره سم سږ کال به له پنځوس زره مليارډو يوانو څخه اوښتی وي.

٢-په سلو کې لس اعشاريه اوه

له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠١١ کال پورې د چين د اقتصادي پرمختګ انډول لس اعشاريه اوه سلنه و، په عين وخت د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انډول يوازی دری اعشاريه نهه سلنه ښکاريده. په تيره بيا په شپږو کلونو کې د چين د اقتصادي پرمختګ انډول له لس سلنې څخه زياتېده، حتی په ٢٠٠٩ کال کې د نړيوال پولي بحران د سختو زيانونو په وړاندې، د چين د اقتصادي پرمختګ انډول نهه اعشاريه دوه سلنه ساتل شو.

٣-لس زره مليارډه يوانه

د چټک اقتصادي پرمختګ سره سره، د چين مالي عايدات په ٢٠٠٣ کال کې له دوه زرو مليارډو يوانو نه زيات او ورپسې نوی ريکارډونه يې په پر له پسې توګه ټينګ شوي دي. په ٢٠٠٥ کال کې زموږ د هېواد مالي عايدات له دری زره مليارډه يوانو نه زيات وو، په ٢٠١١ کال دغه شمېر لس زره مليارډو يوانو ته رسيدلی دی.

٤- دری زره شپږ سوه مليارډه امريکايي ډالره

د نړيوالې سوداګرۍ په سازمان کې د شاملېدو وروسته زموږ په هېواد کې د ورخلاصون ګامونه په څرګند ډول چټک شوي دي. د لسو کلونو راهيسې د چين د صادراتي او وارداتي سوداګرۍ ارزښت له شپږو سوو او شلو مليارډو امريکايي ډالرو څخه دريو زرو او شپږو سوو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې په نړۍ کې مقام يې له شپږم څخه دوهم ته پورته شوی دی، د صادارتو او وارداتو پيمانې په جلا جلا توګه نژدې پنځه چنده او څلور اعشاريه اوه چنده زياتې شوې چې زموږ هېواد په نړۍ کې لومړی لوی واردوونکی هېواد ګرځيدلی دی. زموږ لخوا راجلب شوی بهرني مستقيمه پانګونه په پرمختيايي هېوادونو کې لومړی ځای او په بهرنيو هېوادونو کې د چين مستقيمه پانګونه په نړۍ کې پنځم مقام نيسي.

٥- شپاړس سلنه

په ٢٠٠٢ کال په چين کې د پرچون استهلاکي توکيو عمومي ارزښت څلور زره اته سوه مليارډه يوانه وو او په ٢٠١١ کال کې دغه رقم اتلس زره او څلور سوه مليارډو يوانو ته رسېدلی چې د لسو کلونو راهيسې د پرچون استهلاکي توکيو د ارزښت کلنی زياتوالی ١٦ سلنه دی. له ٢٠٠٢ کال راپدې خوا د اړوندو تګلارو په رڼا کې د چين کورني بازارونه د ګړندي پرمختګ په حال کی دي چې د مصارفو پيمانه په پر له پسې توګه پراخيږي او د مصارفو چاپېريال ښه کېږی. د يوې شمېرنې له مخې، په ٢٠١١ کال کې د چين پر اقتصادي پرمختګ د مصارفو خدمتونو په سلو کې يو پنځوس اعشاريه شپږ سلنه ونيوله چې د ٢٠٠٢ کال په پرتله اوه اعشاريه اوه سلنه لوړ شويدي.

٦- يو پنځوس اعشاريه دوه

تېر کال په چين کې د ښاري کېدو ميزان د لومړی ځل لپاره له پنځوس سلنې څخه اوښتی دی چې په دی مانا د ښاري اوسيدونکو شمير د لومړي ځل لپاره له کليوالو وګړيو څخه زيات و.

٧- يوويشت سلنه

له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠١٢ کال پورې د کليو، کرهڼې او بزګرو په برخو کې د مالي عايداتو عمومي لګښت له شپږو زرو مليارډو يوانو څخه اوښتی دی چې د زياتوالي کلنی انډول يې يوويشت سلنه دی. چين يو لوی کرهڼيز هېواد دی ، نو د کليو، کرهڼې او بزګرو چارې ډېرې مهمې دي. په ٢٠٠٢ کال کې د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملي کانګريس له جوړېدو راپدېخوا چين په دغو چارو کې راپېدا شويو ستونزو ته لومړيتوب ورکړی دی. لومړی، د کرهڼيزو چارو په هکله د مرستو ډولونه زيات شوي دي. په ٢٠١٢ کال کې مرستندويه پيسې يې دوه سوه مليارډو يوانو ته رسيدلې دي. دوهم، اړوندې تګلارې بشپړې او د کرهڼيزو بنسټيزو تاسيساتو ابادی پياوړې شوې ده چې په ٢٠١٢ کال کې په دې برخه کې اچول شوي پيسې نژدې څلور سوه مليارډو يوانو ته رسيدلې دي.

٨- دوه اعشاريه اته سلنه

چين په نړۍ کې تر ټولو زيات نفوس لرونکی هېواد دی، نو چين د نفوس له ستر فشار سره مخامخ دی، په تيره بيا په ځينو کليو کې بېوزلي وګړي زيات دي. له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠١٠ کال پورې دچين په کليو کې د بېوزليو اوسېدونکو انډول له نهه اعشاريه دوه سلنې څخه دوه اعشاريه اته سلنې ته ټيټ شوی دی.

لس کاله په تاريخ کې يوازی د سترګو رپ دی ، خو د چين د عصري کيدو د بهير لپاره لوی ارزښت لري، ځکه چې موږ زياتې مهمې تجربې راغونډې کړې دي.موږ به د پرمختګ په لاره کې لا ټينګ ګامونه پورته کړو.





اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای