CRI Online

زه د چين په اړه باور لرم !

cri     (GMT+08:00) 2012-11-29 17:04:10
د تېرو لسو کلونو راپدېخوا يوه کلمه بيا بيا يادېده يعنی (( باور)) دی. په تېرو لسو کلونو کې چيني اقتصاد په وار وار له زياتو ننګونو سره مخامخ شوی و، خو بيا بيا د بحران له سيوري څخه ځان ليری شو، باور په دغه بهير کې کليدي رول لوبولی دی. اوسمهال په نړۍ کې د دوهمې لويې اقتصادې ډلې په توګه د چين اقتصاد په پر له پسې توګه د سالم پرمختګ په حال کې دی، نه يوازې د هېواد مشران بلکې عام وګړي د چين پر راتلونکی ټينګ باور لري. ((لومړی اواز))

د چين په جونګ ګوان څون کې چې د معالوماتي تکنالوژۍ ډېرې تصدۍ ميشته دي، يو کوچنی شرکت هم شته چې نوم يی دی ديان جينګ چوانګ شين. دغه شرکت د چن پنګ فې او د ده ملګرو له خوا جوړ شوی او د3D تکنالوژۍ د څېړنې او کارونې په برخه کې شهرت موندلی دی.د عمومي منيجر په حيث درېش کلن چن پنګ فې هره ورځ ډېر مصروف دی، خو ٢٠٠٤ کال کې بوختيا يې کمه وه.

په ٢٠٠٤ کال کې چن پنګ فې د چين د علومو او تکنالوژۍ له پوهنتون څخه فارغ شو او غوښتل يې دده د زياترو همټولګيو په شان د خپلې زده کړې د ادامې لپاره امريکا ته لاړ شی ، ځکه د ده په اند يوازی امريکا دده د ارمان د پوره کېدو ځای وای چې په پاي کې د امريکا په کليفونيا پوهنتون کې شامل شو. د زده کړې په عين وخت کې يې فکر کولو چې له فراغت وروسته به په امريکا کې پاتی شی يا خپل وطن ته راستون شی . د امريکا او چين د وخت اقتصادي حالت د مقايسې وروسته يې په امريکا کې د کار کولو پريکړه وکړه. په امريکا کې چن پنګ فې د خپل وطن پرمختګ ته پاملرنه وکړه او په کارونو کې يې پيدا کړ چې د چين د ورخلاصون ګامونو د چټکوالي سره سم، لا زياتو لويو امريکايي او اروپايي تصديو چيني بازار ته پام اړولی ، ځينو تصديو په چين کې پانګونې زياتې کړې او ځينو يې په بېجينګ او شانګهای کې خپل څيړنيز مرکز جوړ کړی دی. د بهرنيو سوداګرانو په سترګو کې د چيني بازار د پټ پرمختګ په هکله، د امريکا د سيټي بانک مرستيال ويليام روز وويل، (درېيم اواز)

(( پيدا مې کړی چې په ټول چين کې، نه يوازې په ختيځو پرمختلليو سيمو کې بلکې د لويديځ په بېلا بېلو ځايونو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي او کيږي، په تيره بيا صنعتي پرمختيا چټکه ده، او د عامو وګړيو منځنی اقتصادي کچه هم د ښکاره لوړوالی په حال کې ده، نو موږ د چين د پرمختيا اهميت ښه پيژندلی يو ))

کله چې بهرني تصدۍ او سوداګران د چين له راتلونکی څخه خوشبين وو، وطن ته دستنېدو فکر راغی، په تيره بيا يو بحران د ده د ستنېدلو ګامونو د چټکتيا سبب وګرځېد.

د ٢٠٠٧ کال په دوهمه نيمايي کې يو پولي بحران له امريکا څخه ګردې کرې ته خپور شو، زياتې لويې تصدۍ ديوالي شوې او ځينو يي خپل کارکوونکي کم کړل. دغه بحران هم د چن پنګ فې هغه ارمان مات کړی چې خپل شرکت جوړ کړي. هغه وويل (شپږم اواز)

((هغه وخت په امريکا کې سوداګريزه فضا ډېره ترينګلۍ وه، نه يوازې پانګه اچوونکو بلکې مراجعينو يوه خبره دا وه چې ټولو کسانو پيسې نه درلودلې، نو د خپل شرکت د جوړولو شونتيا بيخې نه وه .))

واقعيا هغه وخت پولي بحران هم پر چين اثر وکړ چې په نتيجه کې د اقتصاد پرمختګ يې ورو شو. خو له بحران سره د مبارزې او د سالم او چټيک پرمختګ لپاره چيني حکومت د څلور سوه مليارډه يوانه پانګونې په ګډون د اقتصادي هڅونې يو لړ پلانونه پلي کړل. چيني مشرانو د هېواد په دننه او بهر کې څو ځله ويلي چې د پولي بحران پرضد د چيني حکومت او خلک پوره باور لري. صدراعظم ون جيا باو بيا بيا د باور پر ارزښت ټينګار وکړ. (اووم اواز)

((د دغه بحران له پيل وروسته ما څو ځله وويلی چې باور د سره زرو او پيسو په پرتله لا مهم دی. زما په اند تر يوې اندازې پورې پولي بحران د باور او اعتماد د کمبود بحران دی. په دغه کليدي موده کې د باور لوړول تر ټولو مهم دي. يوازې مشتري باور ولري، دوی به په زړه وره پيسې ولګوي. يوازې د تصديو خاوندان باور ولري، دوی به په زړه وره پانګه واچوي. يوازی د هېواد مشران باور ولري، دوی به له بحران سره د مقابلې لپاره تر وسې پورې هلې ځلې وکړي. ))

د چيني مشرانو دغسي څرګندونې د خلکو زړه ارامه او د نړيوال اقتصاد ځوړتيا ته رڼا ورکړې ده، او وطن ته د رستنېدو په اړه د چن پنګ فې هوډ يې ټينګ کړی دی. په ٢٠٠٨ کال کې، چن پنګ فې خپل وطن ته راستون شو. هغه وويل (اتم اواز)

(( د پولي بحران اغيزې ډېرې سختې دي، هره ساحه د اقتصاد د عمومي کنترول له اغيزو سره مخامخه ده. خو د چين په دننه کې فرصتونه د پخوا په پرتله لا زيات او ښه دي، په تيره بيا زموږ په شان د الکترونيکي لوازمو توليدولو چارې د چين د راتلونکی پرمختګ له تمايل سره سمون لري. ))

که څم هم اوسمهال د چن پنګ فې تصدی کوچنۍ ده چې يوازی لس کارکوونکي لري، خوهغه تخنيکونه يې خپل کړي چې پخپله يي اختراع کړي دي. د تصدۍ پر راتلونکي چن پنګ فې پوره باور لري، دغه ډول باور پر چيني اقتصاد باندي د ده د اعتماد پر بنا جوړ شوی دی. د چين د دولتي شورا د پرمختګ څيړنيز مرکز په اړه د اقتصاد څانګې مشر يوو بين هم د چيني اقتصاد د راتلونکی په اړه پوره باور لري. د ده په اند که څه هم د چيني اقتصاد پرمختګ کيفيت ته د زيات پام اړولو له امله دومره چټک نه وي، خو پر نړيوال اقتصاد باندې اغيزې به يې کمې نه شي. (لسم اواز) هغه وويل،

(( د تېرو لسو کلونو راهيسې له دې امله چې نړيوال پولي بحران او د امريکا او اروپا د پورونو بحران رامنځته شوی، چيني اقتصاد بهرنی چاپيريال بدل شوی دی، نو دا اسان کار نه دی چې په دغسي حال کې زموږ د اقتصادي پرمختيا کلنی انډول لا هم ٩٠ سلنه ساتل شوی دی. په راتلونکی کې به ياد شوی انډول لا هم وساتل شي؟ ځواب يې نه! د چين په اوسنی اکشافي مرحله کې تر يوې اندزې د اقتصادي پرمختيا وروالی او ټيټوالی عادی او د منلو وړ دی. که په راتلونکو لسو کلونو کې د اقتصادي پرمختګ انډول ٧ يا ٨ سلنه وساتل شي، په نړۍ باندی به د چيني اقتصاد اغيزې لا نورهم غټې وي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای