CRI Online

د چين بهرنۍ سوداګری د پرمختګ پسرلۍ ته انتظار کوي

cri     (GMT+08:00) 2013-01-31 14:26:37

(( زه څو ځله يي وو ته راغللی يم او کله کله يې د شين ګوانګ شرکت د خاوند په کورنی مېلمستيا کې هم ګډون کړی دی. دوی مېلمه پاله خلک دي، موږ له خپلمنځي تګ راتګ او سوداګريزو چارو کې خوشحالي احساسوو. ))

ښاغلی ژان وندراسيک د چک يو سوداګر دی. هغه هر کال څلور يا پنځه ځله د جه جيانګ ولايت په يي وو کې سوداګريز مالونه اخلي او بيا بيا يې د همکار يعنې د شين ګوانګ شرکت د مشر په کورنۍ مېلمستيا کې ګډون کړی. شين ګوانګ په يي وو کې د زيوراتو توليدولو لومړی لوی شرکت دی چې زياتره توليدات يې بهرنيو هېوادونو ته پلورل شي. د تېرو ٣٠ کلونو راهيسې، يي وو د وېښتانو د سيخکيو، ګلانو، باڼسي لرګينو ا تڼيو په شمول د کوچنيو توکيو پر خرڅلاو اتکا په نړۍ کې د کوچنيو توکيو د پلورلو لومړی لوی بازار ګرځېدلی دی. اوس د يي وو د کوچنيو توکيو په ستر بازار کې نژدې ٢ لکه او ١٠ زره دوکانونه شته او ١٧ لکه سوداګريز توکي پکې پلورل کيږي. که څوک د يوې غرفې په وړاندې يوه دقيقه تم شي، له ټولو غرفو څخه د ليدلو لپاره به څلور مياشتې په کار وي.

په ٢٠١٢ کال د يي وو د سوداګرانو ورځې ښې نه وې. له بهرنيو هېوادونو څخه د توکيو اخيستلو سپارښتنې کمې وې،د يي وو د بهرنيو تجارانو څو لکه تصدۍ د ژوند له سخت فشار سره مخامخې وو. د يي وو ښار د تجارتو ټولنې مرستيال جو شاو ګوانګ وويل، د دوی غښتلی احساس دا دی چې اوسمهال اروپايي او امريکايي سوداګران د پخوا په شان دومره شتمن نه دي.

(( د يي وو په بازار کې سوداګريز شيان د ورځني ژوندانه د اړتيا وړ شان دي، کيفيت يې ښه او بيې يې ټيټې دي.که د دغه ډول شيانو بازارونه دومره ساړه او سست وي، نو ګويا د ګردې کرې اقتصاد به په فلج کې کوي. خو په څرګند ډول په ٢٠١٢ کال کې د اروپايي او امريکايي مشتريانو د شيانو د اخيستلو قدرت ټيټ شوی دی. ))

يي وو د نړيوال اقتصادي بحران تر سيورې لاندې د چين يوه بېلګه ده. د ٢٠١٢ کال په لومړيو ١١ مياشتو کې له اروپا، امريکا، روسيې او نورو هېوادونو سره د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت کم شوی دی. په دې هکله د چين د سوداګرۍ وزير چن ده مينګ وويل، چې سخته بهرنی فضا د چين پر بهرنۍ سوداګرۍ باندې لومړی لوی فشار دی.

څرنګه د تجارتي پرمختګ له ژمي څخه تير شي؟ د چين د نړيوالې سوداګرۍ ټولنې په اړه د چيني، امريکايي او اروپايي چارو څيړنيز مرکز مشر هه وې ون وويل،

(( موږ بايد په فعاله توګه په ځايي بازارونو کې ګډون وکړو او د خرڅلاو ځايي شبکې جوړې کړو. ))

د شين ګوانګ شرکت عمومي منيجر يو جيانګ بو د توليداتو د کيفيت لوړوالي ته پام اړولی دی، هغه غواړي چې د يي وو شرکت هغه ډول پخوانۍ لاره بدله کړي چې د بيو د ټيټولو تر څنګ د توليداتو له کيفيت پکې سترګې پټيږي. د امريکا سوداګر ميکل هايير د ښاغلي يو د پريکړې ستاينه کوي.

(( پخوا سوداګران د يي وو د توليداتو بيو د ټيټوالي له امله دلته راغلی، خو اوسمهال زيات امريکايي سوداګران د بيو د مقايسې تر څنګ پر ښه کيفيت هم ټينګار کوي. زما په اند د شين ګوانګ شرکت په شان فابريکې د يي وو حتی د ټول چين د انکشافي لوري استازيتوب کوي. ))

د يي وو سوداګران د ستونزو په وړاندې په فعاله توګه د بدلون له لارې پرمختګ موندلی، له دې څخه ښکاريږي چې د چين د بهرنيو تجارانو شرکتونو په اقتصادي بحران کې خپل حياتي ځواک ساتلی دی.د يي وو ښار د تجارانو ټولنې مرستيال جو شاو ګوانګ وويل، ژمی به تير شي، د چين بهرنۍ سوداګري به د پرمختګ له پسرلي سره د غيږې روغبړ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای