CRI Online

د چين د اوبو او برېښنا د بهرنيو پروژو تصدی

cri     (GMT+08:00) 2013-01-31 14:39:17

له دې امله چې د جنوب ختيزې اسيا هېوادونو د اوبو سرچينې شتمنې دي او د چين د اوبو او برېښنا د بهرنيو پروژو تصدی د اوبو او برېښنا پروژو د طرح، جوړونې، ادارې، تکنالوژۍ او خدمت په برخو کې غوره والی لري، نو د تېرې پېړۍ په پنځوسمه شپيتمه لسيزه کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاری پيل شوې وې. په ١٩٩١ کال کې د چين او د جنوب ختيزې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د خبرو اترو اړيکو له ټينګېدو وروسته د ماليزيا،تايلند او لاوس په شمول د جنوب ختيزې اسيا په هېوادونو کې د نوموړې تصدۍ پروژې سمسورې مرحلې ته ننوتلې دي. د تصدۍ د عمومي منيجر مرستيال ليو تونګ تاو وويل، تصدی غوره تکنالوژی لري او د پروژو ټولنيزو ګټو ته هم په درنه سترګه ګوري.

(( د پروژو په پيل کې ځايي کارکوونکي ډېر کم وو، خو د شاو خوا سيمې ټول کارکوونکي يې استخدام کړل، ځايي اوسېدونکو ترې ګټې واخيستلې. د پروژو له تر سره کېدو وروسته شاو خوا سړکونه جوړ شوي او د اوبو لګونې پروژو له امله کرهڼيز حاصلات زيات شوي دي، ځايي اقتصاد ترې هم ګټې اخيستې دي. د ځايي اوسېدونکو لپاره مو نوي کلي او ښوونځي جوړ کړي دي. ځينې پروژې له جوړېدو وروسته دومره زياتې ښکلې شوې چې ځايي ننداريزې سيمې ګرځېدلې دي. ))

د تېرو زياتو کلونو راهيسې د چين د اوبو او برېښنا د بهرنيو پروژو تصدۍ د جنوب ختيزې اسيا په هېوادونو کې د اوبو په وسيله برېښنايي اډو، اوبه لګونې او سړکونو په ګډون له ٣٠ نه زياتې پروژې اجاره کړي او په لاوس، تايلند، فليپين، ماليزيا، اندونيزيا او مېانمر کې يې فرعي څانګې هم جوړې کړې دي. په دې هکله ښاغلي ليو تونګ تاو وويل، البته د پروژو ابادول ډېر مهم دي، خو زما په اند لا مهمه ده چې په رښتينې توګه ځايي دودونه معلوموي او د پروژو اړوند خدمتونه تر سره کوي.

(( په سر کې دغه هېوادونه مو په ښه توګه نه پېژندل، که څه هم ځايي وګړي له چينايانو سره دوستانه راشه درشې لري، خو په ورځنيو کارونو کې په کلتور او نورو ساحو کې ځينی توپيرونه او لانجې پېښې شوي. چينايان زحمتکښ دي، خو د تګ راتګ د ځنډېدلو له امله کله کله تنديږي. خو ګام په ګام معلوم شوي چې ځکه ځايي طبيعي سرچينې شتمنې او نفوس يې کم دی، پر ځايي اوسېدونکو باندې د ژوند فشار سپک دی، نو دوی په کارونو کې بېړنې احساس نه کوي، خو دوی دوستانه دي، دغه راز ګام په ګام له ځايي چارواکيو، انجنيرانو او اوسيدونکو سره ښې اړيکې مو ټينګې کړې دي. ))

ځکه چې د چين د اوبو او برېښنا د بهرنيو پروژو تصدی د تکنالوژۍ او ادارې په برخه کې غوره والی لري او ځايي ټولنې ته پر درناوي هم ټينګار کوي، نو تصدۍ د چين او د جنوب ختيزې اسيا هېوادونو د حکومتونو لوړ اعتماد تر لاسه کړی دی. په ٢٠١١ کال کې د چين او فليپين ترمنځ د ترينګلی شويو اړيکو سره سره، تصدۍ د فليپين په انګټ کې د اوبو برابرولو پروژه پر غاړه واخيستله او د تخنيکي نوښت له لارې يې له ټاکلي وخت نه مخکې پروژه تر سره کړه، له امله يې د دغه هېواد په پلازمينه مانيلا کې د اوبو کمبود مسئله تر ډېره حل شوه. د فليپين ولسمشر د دې پروژې د بشړېدو په مراسمو کې هم حاضر و.

د تصدۍ د عمومي منيجر مرستيال ليو تونګ تاو وويل، د چين او جنوب ختيزې اسيا د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګوالي پياوړتيا په دغو هېوادونو کې د تصدۍ کاروبارو د چټک پرمختګ سبب دی. تصدی به د پخوا په شان تر خپلې وسې پورې هره پروژه په ښه توګه تر سره کړي، تر څو دغې پروژې د دوه اړخيزې همکارۍ سرمشقونه وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای