CRI Online

د چين او افريقا د ودې صندوق

cri     (GMT+08:00) 2013-04-04 20:45:15
د چين نړيوالې راډيو درنو اورېدونکو. په ٢٠٠٦ کال کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم په بېجينګ سرمشريزه غونډه کې چين له افريقا سره د همکارۍ ٨ تدبيرونه خپاره شوي وو. د چين او افريقا د ودې صندوق له دغو تدبيرونو څخه يو دی او موخه يې په افريقايي هېوادونو کې د چيني تصديو د پانګونو هڅول دي. د صندوق له جوړېدو وروسته يو شمېر لويې پروژې په افريقا کې جوړې شوې د چين او افريقا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو اړيکو جوړښت بشپړ او ځايي ټولنې او د اقتصاد پرمختګونه ګړندي شوي دي.

د چين او افريقا د ودې صندوق په ٢٠٠٧ کا ل کې پيل شو او په افريقا کې د چين د سهامي پانګونې يوازنی ځانګړی صندوق دی. دغه صندوق د چين د انکشافي بانک له خوا جوړ او موخه يې د ٥ مليارډه امريکايي ډالره پيسو راغونډول دي. تر ٢٠١٢ کال پورې د صندوق پيمانه ٣ مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلې ده.

په جنوبي افرېقا کې د دې صندوق دفتر مسئول لو جنګ يي د سي ار ای خبريال ته وويل، ياد صندوق د يو مليارډ او ٧ سوو مليونو امکاريي ډالرو بنسټيزې پانګې له لارې له ٢٠ مليارډو امريکايي ډالرو نه زياتې پانګې رجلب کړې دي.

(( د بنسټيزې سهامي پانګې اغونډونه په افريقا کې د پروژو د لومړې مرحلې ستونزمنه برخه ده. صندوق د دغې پانګې د اچولو په وسيله د پروژو د لومړی مرحلې خطرونه ټيټوي، تر څو په افريقا کې د چيني تصويو پانګونه وهڅول شي. ))

د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ټينګېدو سره سره په ٢٠٠٩ کال کې د چين او افريقا د ودې صندوق په دغه هېواد کې خپل دفتر جوړ کړ. تر اوسه صندوق د جنوبي افريقا د ٧ لويو پروژو په پانګه اچولو او ابادولو کې برخه لرلې ده. د بېلګې په توګه صندوق له های شين ګروپ سره په کپ تاون کې د برقي لوازمو اډې جوړونې ته دېرش مليونه امريکايي ډالره پانګه واچوله، او د چين د موټرونو توليدولو له لومړی تصدۍ سره يې د يو سلو مليونه امريکايي ډالرو پانګې د اچولو له لارې په افريقا کې د نوموړۍ تصدۍ فرعي څانګه جوړه کړه.

په جنوبي افريقا کې د چين د موټر توليدولو تصدۍ د فرعي څانګې عمومي منيجر ليو شيا وويل، تصدی په بهرنيو هېوادونو د کاروبارو د پراخيدو په بهير کې د صندوق له سرچينو او بازاري شبکې څخه ګټې اخيستې شی .

(( صندوق په جنوبي افريقا او نورو افريقايي هېوادونو کې زياتو پروژو کې پانګې اچولې، د دغو پروژو ترمنځ د متقابل ملاتړ له امتيازي تګلارې څخه مو ګټې تر لاسه کړې دي، د بېلګې په توګه که پروژې موټرونو ته اړتيا ولري، زموږ د تصدۍ موټرونه به د دوی لومړی انتخاب وي. ))

د ځايي همکاريزو ملګرو لټول د زياتو هغو چيني تصديو په وړاندې يوه ستونزه ده چې غواړي افريقايي بازارونو ته ننوځي. لو جنګ يي وويل چې صندوق د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ په ټينګولو کې د پل رول لوبوي.

(( ځايي همکاريزې ملګرې زموږ په پروژو کې برخه لري. صندوق په افريقا کې ٤ فرعي څانګې جوړې کړې دي. موږ د دغو څانګو او زموږ له خوا د راغونډ شويو بازاري معلوماتو له لارې چيني تصديو ته افريقايي همکاران معرفي کوو. ))

ښاغلي لو زياته کړه چې

(( د چين او افريقايي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د نابرابرۍ جوړښت بدلون د صندوق د جوړېدو لومړۍ موخه ده. زموږ د توکيو توليدولو ځينی صنايع د پروژو له لارې افريقا ته انتقال شوې څو چې افريقايي خلک له کاري دندو او مسلکي روزنو څخه ګټې واخيستل شی.))

ښاغلي لو جنګ يي وويل، د چين او افريقا د ودې صندوق به په عمده توګه د افريقا د کرهڼې، د توکيو توليدولو صنعت او بنسټيزو تاسيساتو په برخو کې پانګه واچوي. د اټکل له مخې، که د صندوق اوسنې پروژې په پوره توګه وکارول شي، ښايي له ٦ لکو څخه تر ٧ لکو پورې افريقايانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای