CRI Online

نوي افکار د چين د بايسکل صنعت ته بدلون ورکوي

cri     (GMT+08:00) 2013-08-01 20:15:40

(( بايسکل د موټر په نسبت ډېر مروج دی. )) د شانګ های ښار اوسېدونکي ګو شي جون خبريال ته وويل چې (( پخوا مې په بېوزلې ژوند کې دغه خوب درلود چې يوه ورځ په موټر کې سپور شم او اوسمهال زيات ماشومان د موټر سره عادي شوي دي، خو په باسيکل سره ډېره لېولتيا لري. ))

د چاپېريال د ساتلو لپاره په چين کې دغه افکار مروج شوي،چې بايسکل د چينايانو د سپورت او دترنسپورت لپاره يوه مهمه اله ده. تېرو څو کالونو راهيسې .شانګهای، هانګ جو او په ځينو نورو ښارونو کې د بايسکلونو د کرايې مرکزونه جوړ شوي دي.

د چين په کليوالو سيمو کې چې ټرافيکي سيسټم يې بشپړ نه دی، بايسکل په تيره بيا موټرسايکل د خلکو د تګ راتګ لپاره ډېرې ښې زمينې برابروي. د يادي په نوم د موټرسايکلونو د توليدوونکي تصدۍ د مشر مرستيال شن يو وويل، د (lithium battery) ليسيوم بتري په ګډون د نويو تخنيکونو د کارولو له امله موټرسايکلونه ډېر چټک او هم ډېر سپک دي چې دا په کليوالو سيمو او د ښارونو په خراب ټرافيکي سيستم کې ښه غوره والی لري.

د معلوماتو له مخې د يو عادي موټرسايکل بيه له دوو زرو يوانو څخه تر دريو زرو يوانو پورې ده ،چې عمريې شاو خوا پنځه کاله وي.

په چين کې د ټرانسپورټ په برخه کې موټرسايکل تر ډېرې اندازې د بايسکل ځای نيولی دی، د بايسکل رول ګام په ګام له ټرانسپوتي وسيلې څخه د لوبو سامان ته بدل شوی دی. دغه راز د خلکو د دغو اړتياوو بدلون د چين د بايسکلونو توليدونکي صنعت ته اصلاحات رسولي دي.

د چين د بايسکلونو توليدونکي اندازه او صادراتي اندازه په نړۍ کې لومړی ځای نيسي چې نړۍ ته له شپيته سلنې څخه زيات بايسکلونه له چين څخه وارديږي. د چين د بايسکلونو ټولنې د شمېر له مخې، په ٢٠١٢ کال کې چين نورو هېوادونو ته اوه پنځوس مليونه يو سلو يو پنځوس زره بايسکلونه صادر کړي دي چې د ٢٠١١ کال په پرتله دوه اعشاريه شپږ سلنه زيات شوي دي. په ٢٠١٢ کال کې صادراتي ارزښت يې درې مليارډه يو سلو اتيا زره مليونه امريکايي ډالرو ته ورسيد چې د ٢٠١١ کال په پرتله نهه اعشاريه څلور سلنه زيات شوی.

د دې ترڅنګ سپورټي بايسکل په چين کې ګام په ګام مروج کيږي، نو د بايسکلونو عمده پېرودونکي له منځني او ټيټ معاش اخيستوونکو څخه لوړ معاش اخيستوونکو ته بدل شوي دي.

عايش بايسکلونه ډېر قيمتي دي حتی د عادي موټرونو په نسبت ګران هم دي. د بايسکلونو د يوې توليدوونکي تصدۍ مرستيال مشر وانګ چون چينګ وويل، د مسلکي بايسکلونو سيالۍ چې معمولا په اروپا او امريکا کې ترسره کيږي، په چين کې هم خلکو هرکلی تر لاسه کړی دی.او په چين کې د سپورټ سيالۍ لپاره د ځانګړو بايسکلونو داخيستلو جريان رامنځته شوی دی.

ښاغلي وانګ چون جين وويل چې په چين کې د سيالۍ لپاره د لومړۍ کچې بايسکل بيه له لس زرو يوانو څخه اوښتې ده چې عموما له دريو زرو يوانو څخه تر څلورو زرو يوانو پورې ده، د يو لوړ پوړی بايسکل بيه څو لکه يوانه حتی بيه يې مليونو ته هم رسيږي

د تېرو څو کالونو راهيسې منځنيو او ارزانو بايسکلونو ته د چينايانو لېوالتيا کمه شوې ده، خو د نړيوالو مارکود باسيکلونو وارداتي اندازه ډېره زياته شوې ده. ښاغلي وانګ چون چينګ وويل چې په دې برخه کې د لا زياتو چيني مارکو جوړونه د چين د بايسکلونو صنعت د پرمختګ کلي ده.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای