CRI Online

د شانګ جن تاو د خپلو چارو د خلاصولو کيسه

cri     (GMT+08:00) 2013-08-01 18:54:02

دوولس کاله مخکې ، اتلس کلن شانګ جون تاو د کانکور په ازموينه کې بريالی شو او له خپل ټاټوبي څخه د اورګاډي په وسيله د شلو ساعتو منزل وروسته د هانګ جو ښار يو پوهنتون ته ورسيد او په هغه وخت کې په کڅوړه کې يوازې دوه څلويښت يوانه پيسې وې چې تقريبا له شپږو امريکايي ډالرو سره برابر دی. په هغه وخت کې د ده تر ټولو لويه هيله دا وه چې د مزدورۍ له لارې د زده کړې د بشپړولو پيسې تر لاسه کړي. خو د اټکل وړ خبره دا ده چې دوولس کاله وروسته دېرش کلن شانګ جن تاو د لس مليونو يوانو په ارزښت د يوې تصدۍ خاوند ګرځيدلی دی.

په چين کې زيات شمېر ځوانان د خپلو چارو د خلاصولو خوب لري او د دوي هلې ځلې هم د شتمن او ځواکمن هېواد د ابادولو په چارو کې حياتي ځواک دی.

د ځوانانو لپاره د چارو خلاصولو ستونزې څه دي؟ ښاغلی شانګ جن تاو وويل، د ځوانانو په وړانی ستونزې ډېرې دي، په تيره بيا د يو بېوزلی زده کوونکي لپاره. خو زما د برياليتوب کيسې دغه ټکی ښه تائيدکړی دی چې که ته د سختيو په مقابل کې سر نه ټيټ نه کړي او خپلو کوششونو او زده کړو ته دوام ورکړي ، فرصتونه به حتما راشی.

کله چې شانګ جن تاو په نولس سوه درې اتيايم کال کې د هو بې ولايت په يو ګوښه کلي کې زيږېدلی، پلار يې د کولمې په سرطان اخته شو. په هغه وخت کې د ده کور ډير غريب و . يوه ورځ شان جن تاو د يوه جاکټ د اخيستلو لپاره له مور څخه د شلو يوانو غوښتنه وکړه، مور يې پرې يوه څپيړه ووهله او و ئی ويل چې ته نوی جاکټ غواړې يا لوست؟

په پوهنتون کې شانګ جن تاو څو ځله د بېوزليتوب له امله د شرم او نا ارامۍ احساس يی وکړ. هغه د کمپيوټر په لومړی درس کې حتی د کمپيوټر د پرانيستلو تڼۍ هم پېدا نه کړه ځکه چې له دې مخکې يې کمپيوټر نه و ليدلی.

هغه وويل چې په پيل کې مې د ځان د سپکاوي او پر ځان د باور نه درلودلو احساس درلود. خو هم دغه احساس د ځان هڅولو لپاره خوځنده ځواک وګرځيد. شانګ جن تاو په پوهنتون کې د ژوند او زده کړې لګښت د ګټلو لپاره کتابونه او قلفونه پلورلي، د دفتر د مرستيال او د پنځه شپږ ماشومانو لپاره د کورني ښوونکي دندې يې ترسره کړې وې .

خو د کړاوونو او ستونزو په وړاندی د ترفيع او پرمختيا د موندلو لپاره د شانګ جن تاو ټينګه اراده نه وه لېرې شوې. وروسته له هغه چې د مزدورۍ په وسيله تر لاسه شوي پيسې د ده د ژوند بنسټيزې اړتياوې پوره شوې، شانګ جن تاو د لويو چارو خلاصولو ته پام واړاوه.

د شانګ جن تاو پوهنتون د هانګ جون ښار په شيا شا کې يوه نوي جوړه شوې سيمه ده او پکې زيات پوهنتونونه او عام استوګنځونه پراته دي. هغه له څو ملګرو سره د بحث وروسته د شيا شا د ځانګړي څښاک او خوراک د معرفي کولو يوې ويبپاڼې د جوړولو پرېکړه وکړه چې په پايله کې يې د اتو سوو او اتياوو يوانو په وسيله يوه ساده ويبپاڼه جوړه کړه او همدغه ويبپاڼه په چين کې د علاقدارۍ په کچه د لويو ويبپاڼو يو بريالي مثال ګرځېدلی دی.

هغه وويل چې (( خو دغه بهير ډېر ستونزمن و. )) يوې تصدۍ ناڅاپه د ده له شرکت څخه خپله پانګه وويستله چې له امله يې شرکت د پيسو له کمښت سره مخامخ و، دغه راز د ده څو تنه همکاران هم له شرکت څخه ووتل او په پاي کې په شرکت کې يوازی د جن شانګ تاو په شمول دری تنه پاتې شول. هغه وويل،(( په هغه وخت کې د پيسو ګټل زموږ لومړی مهم کار نه وو او مهم کار مو دا و چې بايد د ځايي وګړو د خدمت لپاره خپلو چارو ته دوام ورکړي. ))

د شانګ جن تاو د ده د ملګرود کوششونو له برکته په ٢٠٠٦ کال کې د برياليتوب رڼا وځليده.هغه وويل، ښه مې په ياد دی چې د لومړي اعلان له خپرولو څخه مو پنځوس زره يوانه ګټه واخيستله. په ٢٠٠٧ کال کې د دوي د ويبپاڼې عايدات څه باندې يو مليون يوانو ته ورسيدل. تر اوسه دغه شمېر لسګونو مليونو يوانو ته رسيدلی دی.

ولی په سخته سيالۍ کې ددوي ويبپاڼه بريالۍ شوه؟ شانګ جن تاو وويل، د انټرنېټ کاروونکو لپاره د وړيا خدمت برابرول زموږ اصلي موخه ده، کاروونکو ترې رښتينې ګټې اخيستې دي، نو د دوي هرکلی مو ګټلی دی.

شانګ جن تاو وويل څوک چې د خپلو چارو د خلاصولو لپاره کوشش کوي، بايد تر هر څه لومړی خپل ټولنيز مسئوليت پر غاړه واخلي، بيا به ګټه ومومي..


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای