CRI Online

بهرنيو رسنيو د چيني اقتصاد په اړه د نيم کال رپوټ ته پاملرنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2013-07-18 21:08:43

د چيني اقتصاد په اړه د نيم کلنۍ رپوټ د جولای په شپاړسمه نېټه خپور شو. د چين د شمېرنې دولتي ادارې له خوا د تازه خپور شوې شمېرنې له مخې، د سږ کال په دوهمه څلورمه کې د چين اقتصاد پرمختيايي انډول په سلو کې اووه اعشاريه پنځو ته ټيټ شوی او د روان کال په لومړنې نيمايي کې دغه انډول په سلو کې اووه اعشاريه شپږو ته رسيدلی و. څو عمده امريکايي او اروپايي خبري رسنيو يادې شمېرنې هم خپارې کړې او په فعاله توګه يې د چيني اقتصاد د پرمختګ په هکله تبصرې وکړې.

د روتورز اژانس د جولای په پنځلسمه نېټه دې ته اشاره وکړه چې دا د بازار له اټکل سره سمون لري چې پر توليد او پانګونې باندې د بهرنيو اړتياوو د کموالي د اغيزې له امله د سږ کال په دوهمه څلورمه کې د چين اقتصاد پرمختيايي انډول له لومړۍ څلورمې څخه صفر اعشاريه دوه سلنه کم شوی دی.

د روتورز اژنس وويل، د چين صدراعظم لي که چيانګ اقتصادي اصلاحاتو ته په درنه سترګه ګوري او د ده په اند حکومت اړتيا نلري چې د اقتصادي زياتوالي د ورو والي په وړاندې په بېړنۍ توګه هڅوونکي تدبيرون ونيسي. دغه راز اقتصادپوهان په دی نظر دي چې چيني حکومت به د اقتصاد د هڅولو لپاره ګړندی تدبيرونه و نه نيسي او اوسني پاليسي به بدله نه کړي، ځکه حکومت دايمي اقتصادي اصلاحات مومي او غواړي چې د لګښتونو د هڅولو په وسيله اقتصاد ته پرمختګونه ورکړي، نه د صادراتو او پانګونو له لارې.

د روتورز د خبر له مخې، ځکه خپره شوې اقتصادي شمېرنه له اټکل سره سمون لري، نو د چين د اقتصادي پرمختګ د ورو کېدو په اړه د خلکو اندېښنه سپکه شوې ده.

د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ويبپاڼې د خبر له مخې، د چين د اقتصادي پرمختګ ورو کېدل تر يوې اندازې د چيني حکومت يوه ټاکلې لاره ده چې حکومت د ابادۍ د پخوانيو لارو چارو د بدلولو په هڅه کې دی او د لا ګټور او دواملرونکی پرمختګ موندلو ته مخه کوي. په دې وروستيو مياشتو کې د چيني مشرانو له خبرو څخه څرګنديږي چې د راتلونکو دايمي ګټو لپاره د اقتصادي پرمختګ د سرعت ټيټوالی د منلو وړ دی. په دغه خبر کې د اقتصادپوه پاول ګلنوارډ هغه خبره ياد شوي چې تر اوسه نه دی اورېدل شوې چې چيني حکومت د اقتصادي پرمختګ د چټکولو لپاره نور ګامونه پورته کوي، نو د دوي په اند دا د منلو وړ ده چې د اقتصادي پرمختګ انډول اوه سلنه شاو خوا دی، چيني حکومت د اقتصادي پرمختګ او د پولي چارو د ثبات ترمنځ برابرې اړيکې پېژندلي.

د امريکا د والي سټريټ ورځپاڼې په خپله ويبپاڼه کې يو خبر خپور کړ. پکې ويل شوي چې سږ کال د نړيوال اقتصاد لپاره د چيني اقتصاد د خدمت انډول ديارلس سلنه دی چې د ٢٠٠٦ کال په پرتله ډېر لوړ شوی دی. که څه هم د اقتصادي پرمختګ سرعت ټيټ شوی دی، خو چيني اقتصاد د ګردې کرې لپاره اوس هم ډېر اغيزمن دی.

ياد خبر په ځانګړۍ توګه دې ته اشاره کړې چې اوس د چين د اقتصادي پرمختګ ورووالي پر امريکا باندې نه ده اغيزه نه ده کړې، ځکه چين ته د ځينو امريکايي توليداتو صادرات ، د بېلګې په توګه الوتکې او الکترونيکي توليدات، لا هم د ودې په حال کې دي.

د دې مسئلې په هکله چې اوسمهال بايد په چين کې پانګونې واچولو شي که نه، د بي بي سي ويبپاڼې د يوې نړيوالې پانګه اچوونکې تصدۍ د مسئول ټام سټيونسن په وينا خبر ورکړ، چې پانګه اچوونکي بايد د چين د اقتصادي پرمختګ د ورووالي له امله دغه هېواد ته په سپکه سترګه و نه ګوري، اوسمهال کټ مټ په چين کې د پاګونو اچول ډېر ښه فرصت دی.

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې د جاپان او جنوبي کوريا د تجربو سره سم، نوی څرګندوونکی اقتصاد د ودې په هغه مرحله کې دی چې د پرمختګ خوځنده ځواک يې له پانګونې څخه مصرف ته بدل شوی دی، د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د زياتوالي انډول يې هرومره ټيټيږي.

د ښاغلي سټيونسن په نظر د پام وړ دی چې د چين د اقتصادي جوړښت له بدلېدو وروسته به د پانګونې وړ نوې ساحې رامنځته شي. د بېلګې په توګه د ښاري کيدو د چټکوالي سره سره، ګڼ شمېر وګړي به ښارونو ته ننوزي، دغه راز د روغتيا او طبي چارو تصدۍ او د اوبو او بريښنا برابروونکي تصدۍ به ترې ګټې واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای