CRI Online

په چين کې د موبايل انټرنيت پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2013-08-15 20:32:51

د چين د انټرنيت غونډه د اګست په ديارلسمه نېټې پرانيستل شوه او دغه غونډه به تر دريو ورځو پورې دوام ولري. د چين د صنعتي او معلوماتي چارو وزارت مرستيال شانګ بينګ د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د موبايل انټرنيت د پرمختګ له امله نوې لارې چارې او سوداګريزې لارې رامنځته شوې دي او د خلکو ژوند په ژوره توګه اغيزمن شوی دی.

موبايل انټرنيت يعنی وګړي د خوځېدو وړ سامانونو له لارې، د بېلګې په توګه موبايلفون، د ټابلټ په بڼه شخصي کمپيوتر(tablet pc)، انټرنيت کاروي. هغه ډول موبايلفونونه چې له انټرنيټ سره نښلولی شی ، سمارټفون ( smartphone) بلل کيږي. په چين کې انټرنيت د تېرو شلو کالونو د چټکې ابادۍ په موده کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د چين په انټرنيتي صنعت کې د پرمختګ نوی تمايل ليدل شوی دی. د چين د صنعتي او معلوماتي چارو وزارت مرستيال شانګ بينګ وويل،

(( لومړی، د عامو وګړو لخوا د موبايل انټرنيت کارول مروج شول. د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې دوه سوه څوارلس مليونه سمارټفونونه پلورل شوي دي چې دغه شمېر د دوه زره دوولسم کال د همدې مودې په نسبت نژدې يو چند او شل سلنه زيات شوی دی. د انټرنيتي شبکې د استعمالوونکو شمېر پنځه سوه پنځوس مليونو تنو ته رسيدلی دی چې پکې د موباېلفون له لارې د انټرنيټ کاروونکو انډول په سلو کې اتيا سلنې ته نژدې شوی دی. دوهم، د انټرنيتي پوستکاليو ډولونه لا زيات شوي دي چې د تنګ ټکور د پوستکاليو استعمالوونکو شمېر له څلور سوه مليونو تنو څخه هم زيات دی او د ساعت تيرۍ د پوستکاليو اندازه نوره هم زياتيږي. درېيم، په چين کې د معلوماتي لګښتونو او انټرنيتي سوداګرو پيمانه د پراخېدو په حال کې ده. د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د انټرنيت له لارې د معاملو عمومي ارزښت له څلور سوه اته نوي مليونو يوانو څخه اوښتی دی چې د دوه زره دوولسم کال په نسبت پنځه څلويښت اعشاريه درې سلنه زيات شوی دی. ))

د هېواد د انټرنيتي معلوماتو دفتر مرستيال پنګ بو دې ته اشاريه وکړه چې چين د موبايل انټرنيت مودې ته ننوتلی دی، د درې جي شبکې مروج کېدل، د بې سيمه انټرنيتي شبکې پرمختګ او د موبايلفونونو د پوستکالو بشپړوالی. اوسمهال موبايل انټرنيت پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو د ژوند او توليد پر لارو چارو باندې ژورې اغيزې کړې دي. هغه وويل،

(( لا زيات وګړي د توکو اخيستلو، د ډوډۍ خوړلو، سفر کولو او کار کولو په وخت کې د موبايلفون له لارې ګټور معلومات پيدا کوي، ځايونه لټوي، له نورو کسانو سره تجربې او احساست شريکوي او همکاري کوي. د موبايل انټرنيت د پرمختګ له امله د خلکو ژوند رنګه رنګ شوی دی، ګڼ شمېر سوداګريز فرصتونه رامنځته شوي دي او نوې صعتي لارې چارې جوړې شوې دي. موبايل انټرنيت په چين کې د انټرنيتي صنعت حتی ټول اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره يو ځواکمن تخنيکي قوت ګرځېدلی دی. ))

ښاغلي پنګ بو دا هم وويل چې موبايل انټرنيت د چين ټولنيزو اصلاحاتو ته پرمختګ ورکوي. د کليوالو انټرنيت کاروونکو زياتوالی د چين د اقتصادي او ټلونيزې ابادۍ لپاره ډېر مهم ارزښت لري.

((ځکه د ښاري کېدو بهير چټک شوی او د سمارټفون استعمال مروج شوي دی، د کليو او لويديځو سيمو اوسېدونکو د انټرنيت د کارولو لارې ډېرې اسانتياوې موندلې دي، د سږ کال د جون مياشتې تر پايه پورې په چين کې د انټرنيت د کليوالو کاروونکو شمېر يو سلو پنځه شپيته مليونو تنو ته رسيدلی دی چې د انټرنيت استعمالوونکو په عمومي شمېر کې نژدې اته وېشت سلنه برخه جوړوي. د موبايل انټرنيت وده د کليوالو انټرنيت کاروونکو د زياتېدو عمده سبب دی، دا د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د معلوماتي بهير د چټکوالي لپاره ډېر ګټور دی.))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای