CRI Online

په تبت کې د شخصي شرکتونو وده او پرمختيا(دوهمه برخه(

cri     (GMT+08:00) 2013-08-29 21:01:38
د تېرې پنجشنبې په خپرونه کې مې د يو تبتي ځوان څه ژن جا شي او د ده د موسيقي شرکت په هکله تاسو ته مالومات وړاندې کړل، په ننني کړۍ کې به يوه تبتي ښځه دروپېژنم.

په دې وروستو کلونو کې ډېرو زياتو چينايانو شخصي موټرونه اخيستي دي، نو د موټروان د روزلو چارو هم ګړندې پرمختيا موندلې ده چې په تبت کې د يو څای نومي د موټروان روزنيز ښوونځی له دوي څخه يو دی.

د دې ښوونځي جوړوونکې جو ما په داسې يوه دوه رګه کورنۍ کې چې پلار يې د تبت او مور يې د چين په لومړي لوي هان قوم پورې اړه لری زېږېدلې ده، نو د دواړو قومونو د ښېګڼو يعنی د زحمتونو او سادګۍ خاونده ده . که څه هم د کوچنيتوب په موده کې يې د پنځو تنو غړو په شمول کورنی شتمنه نه وه ، خو ډيره ارامه ښکاريده . له بده بخته کله چې جو ما د ديارس کلنۍ په وخت کې مور يې مړه شوه او د دوو کوچنيو وروڼو ښوونيز فيس او د پلار طبي لګښت د هغې د اوږو بار وګرځېده . جوما ډول ډول کارونو ته وزګاره شوه، دوه ځله يې طلاق واخيست، او يوه لور يې هم له دنيا څخه لاړه . خو ددغو ستونزو په وړاندې جوما لا هم په هسکه غاړه پرمخ ځي .

جو ما د ياد ښووځي پرته يو روغتون هم جوړ کړ. ځکه لور يې د پښتورګي ناروغۍ له امله مړه شوه، نو هغې د خپلو چارو له کاميابۍ وروسته يو روغتون جوړ کړ او هيله لري چې له ناروغانو سره مرسته وکړي.

رښتيا ده چې د يو شرکت خاوند بايد نه يوازې اقتصادي ګټې ومومي، بلکې د ټولنې او نورو کسانو لپاره دې هم ښه خدمت وکړي . د جوما روغتون هم د ګڼ شمير ناروغانو د درملنې لپاره تر خپلې وسې پورې کوشش کوي .

(( موسيقي)) په روغتون کې يوډاکتر خبريال ته وويل چې د روغتون مشره جو ما د بېوزلو ناروغانو د درملنې لګښتونه کموي او ددې په وينا د ناروغانو درملنه او له مرګ څخه ددوي بچ کول د روغتون او طبي کارکوونکو لپاره يوه مقدسه دنده ده .

جو ما خبريال ته وويل،

(( زه په يو بېوزلی کور کې زيږېدلې يم، د ماشومتوب په وخت کې مې هيله درلوده چې يوه ډاګتره وګرځم ځکه چې ډاکتر کولی شی چې ناروغان له مرګ څخه وژغوري له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته مې لا هم هيله لرله چې د لا زياتو ناروغانو درملنه وکړم . ))

د اصلاح او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې جوما پر وخت فرصت ونيوه او د خپلو چارو د پرمختګ په لاره کې يې لاس ته راوړنې راوړم .

د جو ما روغتون د جوړېدو په سر کې يو ټپي شوی غير قراردادي کليوال کارګر روغتون ته وليږل شو او هيڅ پيسې يې نه درلودې، خو روغتون د خپلې ټولنيزې دندې د بشپړولو لپاره نه يوازې ور ته وړيا درملنه وکړه، بلکې ورته يې يوه اندازه پيسې د بسپنې په توګه هم ورکړې.

د ياد کليوال کارګر په شان د ناچونيما وسلوالۍ يو بوډا د جو ما روغتون څخه هم مرسته اخيستې، خبريال ته يې وويل،

(( زه د اوږدې مودې لپاره په ډول ډول ناروغيو اخته وم او زياتو روغتونو ته تللی يم، خو جوړ نه شوم او زياتې پيسې مې ولګولې. د جو ما په روغتون کې د ډاکترانو مهارت ډېر ښه دی او لګښت يې هم د منلو وړ دی. جو ما نه يوازې زموږ طبي لګښتونه کم کړي، بلکې له موږ سره يې مالي مرستې هم کړي دي. نه پوهيږم چې څرنګه له هغې څخه مننه وکړم. ))

جو ما د ښه لوړ سيرت او ښه طبي سلوک له امله د تبت په طبي ساحه کې شهرت موندلی دی، د نورو زياتو لويو روغتونونو ډاکتران او نرس د جو ما په روغتون کې کار کوي او زيات فارغ شوي محصلين هم غواړي چې د هغې په روغتون کې کار وکړي. اوسمهال د جو ما روغتون يو سلو شپږ څلويښت طبي کارکوونکي لري.

له دې امله چې مرکزي حکومت تبت ته زياتې امتيازي تګلارې ورکړې او ځايي حکومت د مالياتو د کمولو او د اړوندو تشريفاتو د ساده کولو په شمول د شخصي شرکتونو د پرمختګ لپاره ښې زمينې برابرې کړې دي، باور دی چې په دې نوې روښانه پيړۍ کې به تبت ښه اباد او سمسور شي او د تبتي وګړو ژوند به نور هم ښه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای