CRI Online

د چين، اسيا او اروپا ترمنځ په نندراتون کې پاکستاني سوداګران

cri     (GMT+08:00) 2013-10-02 15:25:59

  

د چين، اسيا او اروپا ترمنځ د درېيمې دورې نندارتون د سپتمبر له دوهمې نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې د چين د شينجيانګ په اروموچي ښار کې جوړيږي. په چين کې د پاکستاني سفارت تجارتي مستشار رياز احمد شېخ چې د دوشنبې په ورځ يې د ياد نندارتون په پرانيستونکو مراسمو او د چين ، اسيا او اروپا ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په فورم کې ګډون درلود، د سي ار ای راډيو له خبريال سره مرکه وکړه.

د پاکتسان په ګډون د نهه څلوېښتو هېوادونو او سيمو يو سلو درې دېرش بهرنيو شرکتونو او سوداګرانو په نوموړي نندارتون کې ګډون کړی. ښاغلي رياز احمد شېخ وويل، د پاکستان لس تصديو او شل سوداګرانو په دغه نندارتون کې ګډون کړی چې توليدات يې په عمده تګه غالۍ او هنري او صنعتي شيان دي. ښاغلي رياز وويل،

(( په لاس جوړ شوي پاکستاني غالۍ په چين کې ښه پلورل کيږي. نژدې لس کاله مخکې په چين کې د پاکستاني غالو معامله ښه نه وه، خو اوسمهال د چين د شينګ های ولايت د شي نينګ ښار په نندارتون کې او د شينجيانګ په روانی نندارتون کې د پاکستاني غالو د معاملې ارزښت له يو سلو پنځوس زرو امريکايي ډالرو خه تر دوه سوه زرو امريکايي ډالرو پورې دی. د پاکستان په لاس جوړ شوي غالۍ ډېرې مشهورې دي، خو په چين کې د خرڅلاو د زياتوالي پټ قوت لري. ))

د چيني اقتصاد پرمختګ سره سره د چيني مشتريانو د مصرف توان هم په پر له پسې توګه لوړيږي، پاکستاني سوداګرانو ترې لوی تجارتي فرصتونه پيدا کړي دي. که څه هم د سږني نندارتون پيمانه د تېرو دورو په پرتله لويه ده، خو غرفې يې کافي نه دي چې د پاکستاني سوداګرانو اړتياوې پوره نه شی کولای. پاکستاني سوداګران هيله لري چې چين د غاليو او هنري شيانو يو ځانګړی نندارتون جوړ کړي. رياز وويل،

(( د دوي (پاکستاني سوداګرانو ) توليدات دلته ډېر د هرکلي وړ دی، او په چين کې فرصتونه ډېر دي. دغه نندارتون به د پاکستاني سوداګرانو لپاره يو ډېر ښه فرصت دی. ))

د چين شينجيانګ چې له پاکستان سره ګډه سرحدي پوله لري، د جغرافيايي غوره والي له امله د چين او پاکستان ترمنځ په اقتاصدي اړيکو کې مهم رول لوبولی دی. د سږ کال په مې او جولای مياشتو کې د چيني او پاکستاني صدراعظمانو ترمنځ د متقابلو سفرونو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي لارې د ابادۍ پلان وړاندې شوی دی. دغه لاره به د پاکستان له ګوادر بندر څخه د شينجيانګ تر کشغار پورې وي. پر شينجيانګ ، پاکستان او ګاونډيو هېوادونو د يادې لارې د اغيزې په اړه ښاغلي رياز وويل،

(( شينجيانګ له اتو هېوادونو سره ګډې سرحدي پولې لري، خو اوس د دې سيمې اقتصادي پرمختګ د نورو ښارونو په نسبت ورو دی. د يادې اقتصادي لارې ابادی به ځايي وګړي له بېوزلي څخه وڅکوي او ځايي استخدام او پرمختګ ته به سمسورتيا ورکړي. دغه لاره به نه يوازې د پاکستان بلکې د چين لپاره نورو هېوادونو ته د ورتګ يوه داروازه خلاصه کړي. د دې لارې له ابادۍ وروسته به له ګوادر بندر څخه شينجيانګ ته يوازې څليروېشت ساعته ولري. د دغې اقتصادي لارې تجارتي ارزښت نه يوازې پر شنيجيانګ او پاکستان بلکې ټولې منځې اسيا باندې اغيزمن شي. ))

په راتلونکي کې به د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي لاره د دواړو هېوادونو حتی د دې سيمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د نژدېوالي يوه مهمه لاره وګرځي. خو اوس د چين، اسيا او اروپا ترمنځ نندارتون د چين، پاکستان او نورو هېوادونو د تصديو لپاره د خپلو توليداتو د نندارې يو ښه فرصت دی. ښاغلي رياز دې نندارتون ته لوړه ارزونه وکړه، هغه وويل،

(( د نندارتون برخه وال سوداګران مې وکتلي، دوي پوره باور لري او د ګډون په اړه ډېر خوښ دي. نوي ګډونکوونکي او يا هغه چې په پخوانيو دورو کې يې ګډون کړی و، په دې نظر دي چې دغه نندارتون يو مهم ډګر دی او باور لري چې په روانی نندارتون کې به ښه معامله تر لاسه کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای