CRI Online

مشهوره سوداګريزه نښه لانګشا

cri     (GMT+08:00) 2013-11-13 22:05:50

 

د لانګشا په نوم د جرابو اوبدلو فابريکه

د لانګشا په تصدۍ کې د جرابو موزيم

لانګشا په چين کې د جرابو يوه مشهوره سوداګريزه نښه ده او د دغو جرابو اوبدلوشرکت يوه شخصي تصدۍ ده . د پروګرام په دې کړۍ کې به ددې تجارتي نښې په هکله مالومات تاسو ته وړاندی کړو. ( اواز)په ١٩٩٦ کال کې د لانګشا په نوم د جرابو لومړي اعلان د چين په مرکزي تلويزيون کې ښکاره شو چې دغه کړنه د ګڼ شمير هېوادوالو د حيرانتيا سبب ګرځېدلی دی ځکه چې په مرکزي تلويزيون کې د اعلان خپرونه ډيره قيمته ده . وګړو بې له اختياره دا پوښتنه کوله چې د ارزانو جرابو اعلان لازم دي که نه ؟ ځواب يې ژر رامنځته شو چې له دې وروسته لانګشا هرچا ته اشنا نوم شو . څلور کاله وروسته د شانګشا په نوم

د جرابو اوبدلو شرکت په چين کې ډير شهرت موندلی او اوبدل شوي جرابې ډېر پلورل شوې دي.د شرکت خاوند اون ژون جين وويل

( اواز٢) لانګشا زموږ ډېره کاميابه نښه ده چې دا د اتلسو کلونو پايله ده . ښه سوداګريزه نښه ډيره مهمه او نه بدلېدونکې ده او له نورو شرکتونو سره د سيالۍ پانګه هم ده .

د اعلان خپرونه په لنډه موده کې د يوې سوداګريزې نښې د تبليغ لپاره ستر رول لوبولی شی، خو د اوږدې مودې لپاره ددې نښې د شهرت ساتلو لپاره بايد د يادې نښې لرونکو توکو ښه کيفيت وساتل شی. ښاغلي اون د يادې نښې د جوړولو په هکله داسی وويل

( اواز٣) د مالونو د کيفيت ښه والی تر ټولو مهم دی. خو د ښو مالونو توليد په غوره ماشين پورې اړه لری. موږ په لومړي وخت کې له ايتاليا څخه ښه جنس ماشينونه وارد کړي او نور مجهز تجهيزات مو له جاپان ، امريکا او جرمني څخه اخيستي دي.

نو ويل کېږي چې زموږ لخوا د اوبدل شويو جرابو کيفيت ښه دی .

لانګشا په چين کې د نورو نښو په نسبت د مشهورې او نمونوي نښې وياړ ګټلی دی.د يادولو وړ خبره دا ده چې د جرابو کيفيت ښه والی د نويو ډولو جرابو د څيړنې او اختراع سره نژدې اړېکې لری. ياد شرکت هر کال په دې هکله د جرابو د پلورلو ارزښت په سلو کې درې برخه لګوي او د هېواد د مشهورو پوهنتونونو او څيړنيزو انستيتوټونو سره دايمي همکاری کوي . د لانګشا د مسوجاتو محدود شرکت د ادارې څانګې مشر ښاغلي چن شياو لونګ وويل

( اواز٤) د لانګشا د تکنالوژۍ اکاډمی د جه جيانګ د ساينس پوهنتون په همکارۍجوړه او د لانګشا مسوجاتو څيړنيز مرکز د دونګ هوا پوهنتون په همکارۍ تاسيس شوه .

دننه په هېواد کې د ښه بازار ساتلو په عين وخت کې په نورو هېوادونو کې د بازارونو لټون د لانګشا لخوا طرح شوې پرمختيايي تګلاره ده.د ياد شرکت د بهرنۍ سوداګرۍ څانګې مشرې لي يون اينګ چې تازه د روسيې په نندارتون کې له ګډون څخه راغلې ، وويل چې روسيه به په راتلونکي کې ښه بازار وي او د پلورل شويو ورېښمينو جرابو شپېته برخه پر روسيې باندی خرڅيږي. د لانګشان شرکت موسس ښاغلي اون وويل

( اواز٦) زموږ لخوا توليدې شوې جرابې عمومأ په فرانسه ، ايتاليا ، هسپانيا او روسيه په تيره بيا روسيه کې ښه بازار لری، د لسګونو کلونو د کوششونو له کبله اوس هر کال روسيې ته د پنځلسو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت جرابې صاروي چې نښه يې لانګشا ده.

اوس ياد شرکت د جرابې اوبدلو لس زره ماشينونه لری چې په دې توګه دغه شرکت په نړۍ کې د جرابې د اوبدلو لومړي لويه تصدی ګرځېدلې ده او په عين وخت کې جامې او نورو مسوجات هم توليدوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای