CRI Online

چين به د غلو دانو د امنيت تامينولو لپاره يو سيستم بشپړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-01-23 14:39:42

د جنورۍ په ١٩مه نېټه د چين د مرکزي حکومت لومړی نمبر سند په رسمي توګه خپور شو چې سرليک يې دی (( د کليوالو اصلاحاتو د ژوروالي او د کرهڼې د عصري کېدو د چټکوالي په اړه د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې او د دولتي شورا څو غوښتنې )). په دې سند کې يې په دوه زره څوارلسم کال کې د غلو دانو د امنيت تامينولو سيستم، د کليوالي ځمکو د اصلاحاتو نظام او د کليو د پولي نظام د نوښت په شمول په اتو برخو کې کارونه ترتيب کړي. د چين د مرکزي حکومت په لومړی نمبر سند کې د کرهڼې، کليو او د بزګرانو مسئلو ته د ډېرې پاملرنې څخه داسې ښکاري چې په چين کې د کرهڼې بسنټيز مقام نه ماتيدونکی دی.

په دوه زره ديارلسم کال کې د چين د غلو دانو توليدي اندازه د لومړی ځل لپاره له شپږ سوو مليونو ټنو څخه اوښتې وه، دغه راز د غلودانو توليدي اندازه په مسلسلو لسو کالونو کې زياته شوې ده. په عين وخت کې د تېرو څو کالونو راهيسې د چين د غلو دانو وارداتو شمېر هم زيات شوی دی. د غلو دانو د امنيت په اړه د چين د غلو دانو د دولتي ادارې مشر ژن جنګ شياو وويل،

((چين يو مليارډ او درې سوه مليونه تنه نفوس لري، زموږ ټول حبوبات په بنسټيزه توګه پخلپه توليديږي، دا د نړيوالو غلو دانو د امنيت لپاره خدمت هم دی. موږ به د مرکزي حکومت له خوا د ټاکلې ستراتيژۍ تر لارښوونې لاندې په پر له پسې توګه د کورنيو غلو دانو د امنيت تامينولو دنده تر سره کړو او د يو لوی هېواد په توګه به د نړيوالو غلو دانو د امنيت لپاره خپل مسئوليت ادا کړو. ))

د تېرو سندونو په پرتله د ٢٠١٤ کال د مرکزي حکومت لومړی نمبر سند نه يوازې د غلو دانو شمېر ته پاملرنه کوي، بلکې د کرهڼيزو توليداتو کيفيت او د خوراکونو د امنيت څارنې او ادارې ته هم په درنه سترګه ګوري. په سند کې پر دې ټينګار شوی چې د تامين تر څنګ بايد د کرهڼې دواملرونکي پرمختګ ته هم پاملرنه وشي. د کرهڼې وزارت د کليوال اقتصاد د څيړنيز مرکز مسئول سونګ هونګ يوان وويل،

((د غلو دانو امنيت نه يوازې د شمېر امنيت دی بلکې د کيفيت تضمين هم دی. موږ د عرضې پر تامين ټينګار کوو، خو دغه ډول تامين بايد د سرچينو د سپما او د چاپيريال د دوستۍ پر بنسټ تر سره شي. نو دا زموږ لپاره ډېره لوړه غوښتنه ده. ))

د صنعت او ښاري کېدو بهير د چټکوالي له امله زيات کليوال ځوانان ښارونو ته راغلي دي، دغه راز اوس دغه مسئله ترينګلې شوې ده چې په کليو کې يوازې زاړه او کمزوري کسان په کرهڼيز کار کې ګډون لري. په دې هکله د مرکزي حکومت په لومړی نمبر سند کې هم اشاره شوې چې د کرهڼيزو چارو په اړوند د نوی ډول سيستم ابادي بايد چټکه شي. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د کليوال پرمختګ د څيړنيز مرکز کارپوه لي ګو شيانګ په دې اړه وويل چې د کرهڼيزو چارو په اړه نوی ډول سيستم به په ښه توګه هغه مسئله حل کړي ، کوم چې د کر کيلې چارې د يو شخص په غاړه وي. هغه وويل،

(( اوسنی حالات دا دی چې اوسمهال ګڼ شمېر بزګران په ښارونو کې کار کوي، په راتلونکي کې به ځيني بزګران په ښاري اوسېدونکو بدل شي او په کرهڼيز توليد کې به ګډون و نه لري، او ځيني بزګران به د کر کيلې په اتکا ژوند و نه کړي. دغه راز په راتلونکي کې د کرهڼې د پرمختګ لپاره لاره کومه ده؟ نوی ډول کرهڼيز سيستم بايد د يادو حالاتو سره سم د بزګرانو ګټو ته د زيانونو د نه رسولو پر بنسټ عصري کرهڼې ته پرمختګ ورکړي. ))

بر سيره پر دې، د مرکزي حکومت په لومړی نمبر سند کې له کليوال نفوس څخه ښاري اوسېدونکو ته د انتقال د بهير چټکوالی هم ياد شوی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای