CRI Online

چين د نړيوالو کډوالو په اړه د ٢٠١٤ کال رپوټ خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2014-01-29 21:40:03

د دوه زره څوارلسم کال د چين د نړيوالو کډوالو رپوټ د جنورۍ په ٢٢مه نېټه خپور شو. په ياد رپوټ کې دې ته اشاره شوې چې په نړۍ کې د چيني کډوالو شمېر يو مليارډو تنو ته نږدې شوی او په نړۍ کې يې څلورم مقام نيولی دی. په دې رپوټ کې په ځانګړې توګه هغه ښکارنده ياده شوې چې په بهرنيو هېوادونو کې د چيني کډوالو نفوس ډېر زيات دی، خو په چين کې د بهرنيو کډوالو شمېر ډېر کم دی. دغه ډول حالاتو ته د کډوالو کسر ويل کيږي. بر سيره پر دې، دوه زره او اته سوه مليارډه يوانه شخصي سرمايه د چيني کډوالو له خوا بهر ته انتقال شوې ده.

د ياد رپوټ د جوړونې مسئول پروفيسر وانګ هوی ياو د رپوټ د خپرېدو په مراسمو کې وويل،

(( زموږ د کډوالو کسر ښايي په نړۍ کې تر ټولو سخت وي. په دوه زره ديارلسم کال کې بهر ته د چيني کډوالو شمېر په چين کې د نړيوالو کډوالو د شمېر په نسبت اته مليونه څلور سوه نوي زره تنه زيات و.))

له ياد شمېر څخه ښکاري چې زموږ ګڼ شمېر استعداد لرونکي کسان له هېواد څخه بهر ته د تېښتې په حال کې دي، خو د دې په مقابل کې زموږ نيمګړتياوې له بهرنيو هېوادونو څخه نه شي پوره کېدای . د ښاغلي وانګ هوی ياو په اند د دې حالت لامل دا دی چې هېوادوال په بهرکې د لا ښه پرمختګ د موندلو هيلې لري او چين پر بهرنيانو د کډوالۍ محدود يت له منځه نه دی وړئ. که څه هم چين د استعداد لرونکو بهرنيانو د راجلبولو په اړه خپل پلان پلی کړی، خو شمېر يې زيات نه دی. ښاغلي وانګ هوی ياو وويل،

(( زما په اند ځيني کسان د فرصتونو د لاسته راوړلو او يا هم ، د خپلو ماشومانو د ښوونې او ښه چاپيريال موندلو په موخه بهر ته تللي دي. خو چين بهرنيو مهاجرينو ته دا اسانتياوې نه دي پرانستلي، نو ځکه د کډوالۍ کسر رامځته شوی دی، دغې مسئلې ته بايد زموږ پام راواوړي. ))

پر چين د کډوالو کسر د سختوالي اغيزې زياتيږي، د استعداد لرونکو کسانو او تخنيکونو ورکه لومړی راځي. د دوی د وتنې سره سره تخنيکونه او ګڼ شمېر شتمنۍ هم له چين څخه بهر ته رسول کيږي.

د تېرو څو کالونو راهيسې د پانګونې له لارې بهر ته د چيني کډوالو شمېر په چټکۍ سره زيات شوی دی. په دوه زره يوولسم کال کې هغو چينايانو چې شخصې شتمنۍ له شپږ مليونو يوانو څخه اوښتې وې، په عمده توګه يې د درې دېرش زرو مليارډو يوانو په ارزښت ثروت درلود، خو په دې کې دوه زره اته سوه مليارډه يوانه پيسې بهر ته انتقال شوې دي . ښاغلي وانګ هوی ياو وړانديز وکړ چې موږ بايد د تګلارو د بشپړولو له لارې بهرني استعداد لرونکي کسان او پانګې راجلب کړو. هغه وويل

(( د چين د ورخلاصون سويه به لوړه شي، موږ بايد د ورخلاصون له لارې خپلې تګلارې بشپړې کړو او د پانګو د راجلب کولو لپاره به زوړ نظام او چاپيريال بشپړ کړو. ))

د امريکا په اړه د چين د ټولنيزو علومو د اکاډمۍ د څيړنيز مرکز کارپوه ليو وې دونګ وړانديز وکړ چې حکومت بايد د کورنيو استعداد لرونکو کسانو د پاتې کېدو لپاره تدبيرونه ونيسي. هغه وويل

(( له يوې خوا که څه هم چين د ژوند د چاپيريال د ښه والي، د قوانينو د بشپړتيا او د شخصي شتمنيو د ساتلو په برخو کې زيات کوښښونه کړي دي، خو په يوه لنډه موده کې به د امريکا سويې ته و نه رسيږو ، نو موږ د استعداد لرونکو کسانو د پاتې کېدو په برخه کې ډېرې ستونزې لرو. له بلې خوا، د پرمختګ له امله چين په بېلا بېلو برخو کې د وګړو لپاره فرصتونه برابروي، په ځينو برخو کې زموږ فرصتونه د امريکا په پرتله زيات دي. له هغو چينايانو سره مې تماس نيولی دی چې دوی په امريکا کې ډېره ښه ښوونه ترلاسه کوي، خو په امريکا کې مناسب کار او معاش نه شي تر لاسه کولای، نو دوی فکر کوي چې بېرته چين ته راستانه شي، حکومت بايد د کورنيو د ټولنيزې فضا او طبيعي چاپېريال د ښه والي لپاره او په پر له پسې توګه دې زيات فرصتونه برابر کړي، دغه راز وګړي به د کډوالۍ په اړه خپله پريکړه بيا په پام کې ونيسي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای