CRI Online

د وريښمو لارې پر بنسټ اقتصادي سيمې

cri     (GMT+08:00) 2014-02-17 18:43:17

دوه زره سل کاله پخوا د چين د هان د امپراطورۍ دورې سفير جانګ جيان د لويديځ په لور بهرنيو هېوادونو ته دوه ځله سفرونه وکړل او د وريښمو لار يې جوړه کړه، له دې وروسته دغه لاره د چين او لويديځو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ عمده لاره وګرځېده،ډېرو زياتو هېوادونو د دې لارې په وسيله چين وپېژنده. وريښمو لارې د اقتصاد او کلتور په برخو پر نړيوال تګ راتګ لويې اغيزې کړې وې او ورپسې دغه لاره خاموشه پاتې شوه، خو اوس دغه لار د خلکو په سترګو کې بيا راغلې. د دوه زره ديارلسم کال په سپتمبر مياشت کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د قزاقکستان، ترکمنستان، قرغېزستان او ازبکستان په لور سفرونه وکړل، او د قزاقکستان په نظربايف پوهنتون کې يې وينا وکړه چې په دې وينا کې يې د لومړي ځل لپاره د وريښمو لارې پر بنسټ د اروپا او اسيا د اقتصادي سيمې د ابادۍ په اړه خپل فکر راڅرګند کړ.

(( د اروپايي او اسيايي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د لا نږدېوالي او د همکارۍ د لا ژوروالي په موخه، موږ نوې همکاريزه لاره کارولی شو يعنې مونږ کولی شو ،چې يو ځای د وريښمو لارې پر بنسټ اقتصادي سيمه اباده کړو. دغه چارې به د لارې پر غاړه د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي. ))

د ياد فکر سره سم به د چين او د منځنې اسيا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ يوه اقتصادي همکاريزه سيمه بشپړه شي چې ساحه به يې د وريښمو له لرغونې لارې سره سمون ولري. د يادې سيمې د ابادۍ په اړه د چين د عصري نړيوالو اړيکو اکاډمۍ د اروپا او اسيا د څيړنيز دفتر کارپوه وانګ لي جيو وويل،

(( په راتلونکي کې به په دې اقتصادي سيمه کې د هېوادونو ترمنځ د تګلارو همغږي، ترافيکي تړاو، د سوداګرۍ زمينې، د مروجو پيسو تبادلې او د خلکو متقابل تفاهم پياوړی شي. ))

اوسمهال چين، د منځنې اسيا بېلا بېل هېوادونه او روسيه د همکارۍ د پياوړتيا او اقتصادي پرمختګ په شمول دراندې دندې پر غاړه لري، د سيمه ييزې همکارۍ د پياوړتيا سره سم به د وريښمو لاره بيا سمسوره شي. دغه لار د لرغونی شکل په شان نه ده، هغه به له عصري سړکونو، اوسپنيزو لارو، هوايي کرښو او د نفتو او طبيعي ګازو د پايپ لينونو څخه جوړه شي او له چين څخه به د ختيځې اسيا، منځنې اسيا، جنوبي اسيا، لويديځې اسيا، او ختيځې او منځنې اروپا له لارې به لويديځې اروپا ته هم ورسيږي.

د تېر کال په سپتمبر مياشت کې په بېشکېک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې د چين په شمول د غړيو هېوادونو او د افغانستان او پاکستان په شمول د پنځو کتوونکو هېوادونو استازيو د وريښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې د ابادۍ په هکله د نظريو يووالی تر لاسه کړ. د چينګ هوا پوهنتون پروفيسروو دا هوی وويل،

(( زما په اند د شانګهای د همکارۍ سازمان روحيه د وريښمو د لرغونې لارې له کلتوري روحيې سره يو شان ده: متقابل اعتماد، ګډې ګټې، مساوات، همغږي، تمدن ته درناوی او د ګډ پرمختګ د موندنې لپاره کوشش کول دي . ))

بر سيره پر دې، د اروپا او اسيا اقتصادي فورم د چين او د منځنې اسيا د هېوادونو ترمنځ د څو اړخيز تګ راتګ او همکارۍ يو بل ډګر هم دی. دغه فورم په دوه زره پنځم کال کې جوړ شوی او موخه يې د اروپايي او سياسي هېوادونو ترمنځ د متقابل تفاهم پياوړتيا او د همکارۍ زياتوالی دی. تېر کال د اروپا او اسيا د پنځمې دورې اقتصادي فورم د چين په شي ان ښار کې تر سره شو او د وريښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې په هکله د شي ان اعلاميه خپره شوه د ترکمنستان د ماري ښار، د ارمنستان د جموري ښار، د ازبکستان د سمرقند ښار، د هند د نوي ډيلي ښار او د پورتګال د ليسبون ښار په شمول د وريښمو لارې پر غاړه د پرتو ښارونو استازو وړانديز وکړ چې د دايمي دوستۍ او د ګډې سمسورتيا پر اصل دې د اقتصاد، سوداګرۍ، سيلانۍ، تکنالوژۍ، د چاپيريال د ساتنې، ښوونې او کلتور په برخو کې همکاري وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای