CRI Online

چين په نړۍ کې د سوداګرۍ لومړی لوی هېواد وګرځېد

cri     (GMT+08:00) 2014-02-27 21:53:07

پر ځايي وخت د فېبرورۍ په اومه نېټه د امريکا د سوداګرۍ وزارت د ٢٠١٣ کال په اړه د امريکا د سوداګرۍ په اړوند يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د امريکا د مالونو د معاملو عمومي ارزښت درې زره نهه سوه او لس مليارډه امريکايي ډالره و. په ٢٠١٣ کال کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت په لومړي ځل له څلورو زرو مليارډو امريکايي ډالرو څخه هم اوښتی و، دغه راز چين په نړۍ کې د سوداګرۍ لومړی لوی هېواد وګرځېد. دغې شمېرې د نړيوالو خبري رسنيو ډېره پاملرنه راجلب کړې ده: له يوې خوا د ځينو کسانو په اند چين د نړۍ د ډېرو ځواکمنو هېوادونو په ډله کې شامل شوی دی، له بلې خوا ځيني کسان په دې نظر دي چې ياده شمېره مبالغه ده. خو د تر لاسه شوي برياليتوب په وړاندې د چيني تصديو خاوندان خوشبين نه دي. د يوې هغې تصدې خاوند چې د بهرنيو تجارتي مارکو لپاره د کور لومړني توکي توليدي، وويل

(( په ٢٠١٣ کال کې مې هيڅ ګټې تر لاسه نه کړې. په راتلونکي کې به د بهرنيو تجارتي مارکو لپاره دکور لومړنيو توکو د توليدولو څخه هم ګټې ګام په ګام کمې شي، ځکه زموږ ټول کوښښونه د نورو تصديو لپاره خدمتونه ترسره کول دي. اوسمهال د تصدې د ګټې انډول له پنځه سلنې څخه ټيټ دی. د ٢٠١٣ کال د جون مياشتې راهيسې ليدل کيږي،چې زياتې کوچنۍ تصدۍ له ډېرو ستونزو سره مخامخې دي، د ځينو کوچنيو تصديو توليدي اندازه نيمه برخې ته ر ا کمه شوې ده. ))

له يادو خبرو څخه د چين د سوداګرۍ اوسنی حالت ښکاري ، چې که څه هم د چين د وارداتواو صادراتو عمومي ارزښت زياتيږي، خو ځينو تصديو ترې هيڅ ګټه نه ده تر لاسه کړې. نو ويل کيږي چې چين د سوداګرۍ يو لوی هېواد دی، خو د سوداګرۍ يو ځواکمن هېواد نه دی.

که څه هم سوداګريزه پيمانه يې لويه ده، خو د سوداګرۍ کيفيت يې له پرمختلليو هېوادونو څخه ليرې دی. د چين د سوداګرۍ وزير ګاو هو چنګ وويل،

(( اوس چين په دې انتقالي حال کې دی، په عنعنوي برخو کې زموږ پورته والی کمزوری شوی دی،او په نويو برخو کې د سيالۍ ځواک نه دی ټينګ شوی . زموږ د هېواد تجارتي شکل مناسب نه دی او د توليداتو کيفيت او اضافي ارزښت يې هم نه دی لوړ . ))

د چين د نړيوال اقتصادي مرکز څېړوونکې جانګ مو نان وويل

(( د سوداګرۍ ځواکمن هېواد همدغسي هېواد وي ، چې د سواګرۍ اندازه يې لويه وي او کيفيت يې لوړ وي، او د تجارتي سيالۍ د ځواک، په نړيوالو بازارونو کې د نيول شوي انډول او د تجارتي زياتوالي په برخو کې لومړی ځای ونيسي، يعنې د ده سوداګرۍ بايد په رښتينۍ توګه دغه هېواد ته د ارزښت لوړوالی ورسوي. د اوسني تمايل سره سم د نړۍ لوی تجارتي هېوادونه په سوداګريزو چارو کې د خدمتي معاملو برخې ته په لا درنه سترګه ګوري، په پرمختللو هېوادونو کې خدمتي صنعت په سوداګرۍ کې ډېره لويه برخه نيسي.))

نوموړې دې ته اشاره وکړه چې چين يوازې د يو ځواکمن تجارتي هېواد په لور لومړی ګام پورته کړی دی چې پيمانې يې په نړۍ کې لومړی مقام نېولې دی . خو د دې ترڅنګ د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ترمنځ کشالې په پر له پسې توګه رامنځته شوې دي. کارپوهان په دې نظر دي چې په راتلونکو څو کالونو کې به د چين د اقتصادي شکل د بشپړوالي په بهير کې د لوړې تکنالوژۍ په برخه کې له پرمختللو هېوادونو سره سيالي وکړي، نو چين به له لا زياتو تجارتي کشالو سره مخامخ شي.

نو چيني تصدۍ بايد په بهرکې د پانګو د اچولو، دلوړې تکنالوژۍ د نيولو او په نړيوالې سيالۍ کې د ګډون کولو په وسيله خپل ځان لوړ کړي.

له زياتو نښو څخه ښکاري ، که څه هم د چين د سوداګرۍ عمومي ارزښت په نړۍ کې لومړی مقام نيسي، خو د چين په وړاندې د يو ځواکمن تجارتي هېواد ته د ورتګ لاره لا هم ليرې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای