CRI Online

د چين د غلو دانو مسئلې ته پاملرنه

cri     (GMT+08:00) 2014-03-24 16:14:28


تر ٢٠٢٠ کال پورې به د چين نفوس يو مليارډ او څلور سوه لس مليونو تنو ته ورسيږي، د دومره زياتو کسانو لپاره د غلو دانو تامين تل د چين په وړاندې له عمده مسئلو څخه شمېرل کيږي. په ٢٠١٤ کال کې د مرکزي حکومت د اول نمبر په سند کې دغه موخه وټاکل شوه، چې له اتيا سلنو څخه زيات خوراکي توکي دې د چين له خوا پخپله برابرې شي.

سږ کال په چين کې د غلودانو توليدي اندازه شپږ سوو مليونو ټنو ته رسېدلې چې نوی رکارډ يې جوړ کړی دی ، دغه راز د نوي چين د جوړيدو څخه راپدې خوا په مسلسلو لسو کلونو کې د غلودانو د توليدي اندازې زياتوالی رامنځته شوی. خو د دې تر څنګ له نورو هېوادونو څخه چين ته د وارداتي غلو دانو اندازه هم زياته شوې ده.

د چين د غلو دانو د توليدي اندازې زياتوالی او امنيت به يې په پر له پسې توګه وساتل شي او که نه؟ دغه مسئله نه يوازې د چينايانو لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره د توجو وړ ده.

د چين د ان هوی ولايت د هوای بې ښار په يوه کلي کې لاو چياو چې يو بزګر دی په څه باندې پر دوه هکتاره ځمکه کرکيله لري چې مساحت يې د دې کلي د نورو کورنو په پرتله کم نه دی. خو له کرکيلي څخه تر لاسه شوې پيسې يوازې د لاو چياو د کور د ژوند بنسټيزې اړتياوې پوره کولی شي، خو د خپلو ماشومانو د ښوونيزو لګښونو له امله د لاو چاو پر غاړه پورونه لا هم زيات وو. هغه وويل

(() په دې وروستيو کالونو کې د غلو دانو بيې لوړې شوې دي، اوس زما ماشومان له پوهنتونو څخه فارغ شوي دي، نو سږ کال مې خپل پورونه پوره کړي دي. زه په تېر ژوند کې تل د پورونو په پوره کولو بوخت وم. که په يو کور کې يو زده کوونکی موجود وي، له کرکيلۍ څخه تر لاسه شوې پيسې به ورته کافي نه وي. د يوه ماشوم د د زده کړې کلنی لګښت له لس زرو يوانو څخه هم زيات دی. ))

د لاو چاو په سترګو کې د کرکيلۍ عايدات د پخواني حالت په پرتله ښه شوي دي، ځکه هېواد بزګرانو ته کرهڼيزې مرستې ورکوي، او هر کال د غلو دانو بيې لوړيږي، خو سربيې يې هم ډېرې لوړې شوې دي او نو د بزګرانو ګټې نه دې زياتې شوې. اوس په کليو کې کرکيله د زياتو بزګرانو لپاره د عايداتو عمده سرچينه نه ده، زياتره پيسې له کار کولو څخه لاسته راوړي.

(( د کرکيلۍ تر څنګ د يوه کور دوه درې غړي په نورو ځايونو کې کار کوي، دغه راز د دې کور کلني عوايد هم ښه دي. زما ماشوم په يوه کال کې له خپل کار څخه شاو خوا نوي زره يوانه پيسې تر لاسه کوي. ))

د لاو چياو په کلي کې د لاو ما کور څه باندې دوه هکتاره کرهڼيزه ځمکه لري، خو زياتره عايدات يې له مزدورۍ څخه راځي. تېر کال د لاو ما زوي واده وکړ او په ښار کې يې کور واخيست او پيسې يې د مزدورۍ له لارې پخپله زيرمه کړې وې. له وروستيو دوو کالونو راهيسې د مزدورۍ بيه ډېره لوړه شوې ده، د ودانيز کارګر ورځنی معاش کم نه دی.

د کرهڼيزو چارو عايدات د کاري معاش په نسبت کم دي، او د بازاري او ښاري کېدو په بهير کې ځيني بزګران له کليو څخه ښارونو ته ځي. په راتلونکي کې به څوک د کرکيلۍ دندې پر غاړه واخلي؟ د هې لونګ جيانګ ولايت د سوي هوا ښاروال وويل

(( راتلونکي کرهڼيزې چارې به د هغو بزګرانو په لاس کې وي چې اړوند علمي پوهه او مسلکي تکنالوژي ولري، د کرهڼيزو توليداتو د توليد او خرڅلاو سترې تصدۍ به رامنځته شي، د لږو بزګرانو له خوا توليد شوي کرهڼيز توليدات به د ډېرو وګړو اړتياوې پوره کړي. ))

د چين د کرهڼې وزير هان چانګ بين وويل چې

(( زموږ باور د تګلارې، تکنالوژۍ او اساسي تاسيساتو پر بنسټ ټينګيږي. لومړی، مرکزي حکومت د غلودانو توليد او امنيت ته په درنه سترګه ګوري او د تګلارو يو سيستم يې جوړ کړی دی. دوهم، په کرهڼيزو چارو کې د تکنالوژۍ خدمتي انډول پنځه پنځوس سلنو ته رسيدلی دی، دغه شمېر به نور هم لوړ شي. درېيم، زموږ کرهڼيز اساسي تاسيسات بشپړ شوي دي، د کرهڼيزو چارو د اټوماتيک کنترول انډول نهه پنځوس سلنې ته رسيدلی دی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای