CRI Online

د پاکستان او چين ترمنځ د سوداګرۍ د درېيمې دورې فورم

cri     (GMT+08:00) 2014-03-28 17:16:13

د چين نړيوالې راډيو درنو اورېدونکو، سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ. د پاکستان او چين ترمنځ د سوداګرۍ د درېيمې دورې فورم پر ځايي وخت د مارچ له يووېشتمې نېټې څخه تر څليرويشتمې نېټې پورې په اسلام اباد کې د پاکستان او چين ترمنځ د دوستۍ په مرکز تر سره شو. د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو، تصديو او څيړنيزو څانګو په شمول دوه سوه دېرشو ډلو په دې فورم کې ګډون درلود.

د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو، تصديو او څيړنيزو څانګو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا او د سوداګرۍ، علمي څيړنو او تخنيکي همکاريو په برخو کې د چيني او پاکستاني تصديو ترمنځ د معلوماتو د تبادلې لپاره د زمينې برابرول د ياد فورم عمده موخه ده. په اسلام اباد کې د پاکستان د جنوب دواملرونکي پرمختګ د کميټې په اړه د معلوماتو پوهنځي مشر سيد جونيد زايدي هيله څرګنده کړه چې د پاکستان اقتصاد به د چين د اقتصادي پرمختګ د ځواکمن تمايل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې دوستۍ څخه هم ګټې واخلي. هغه وويل،

(( پاکستان او چين تقريباً په يو زمان کې د پرمختګ ګامونه پيل کړي وو، خو چينايان په کوښښ او شعور کار کوي، په ټولې نړۍ کې د چينايانو په شان د کوشش بېلګې ډېرې لږې ليدل کيږي. د پاکستان او چين ترمنځ دوستي نه يوازې د حکومتونو ترمنځ د اړيکو څخه ښکاري، هر وخت د پاکستان هر ځای کې د چينايانو په اړه د پاکستاني خلکو تود هرکلی او درناوی هم احساسولی شي. ځکه په تاريخ کې چې پاکستان له ستونزو سره مخامخ وي، چينايان له پاکستانيانو سره مرستې کوي، نو هيله لرو چې له چين سره به تجارتي همکاري لا پياوړې کړو او لا زياتې تصدۍ به يې په پاکستان کې پانګې واچوي. موږ دې ته په تمه يو چې د پاکستان او چين ترمنځ د سوداګرۍ فورم د پل رول ولوبوي، په راتلونکي کال کې به نورې زياتې تصدۍ او پوهنتونونه پکې ګډون وکړي. ))

ځکه د ياد فورم تېرې دوې دورې په بريالۍ توګه تر سره شوې، په سږني فورم کې د ګډونکوونکو پاکستاني پانګه اچوونکو سازمانونو شمېر زيات وه. زياتو سازمانونو د دوهم ځل لپاره پکې ګډون کړی و. د يوې پاکستاني فابريکې مسئول محمد رفيق وويل،

(( زما په اند د پاکستان او چين ترمنځ تجارتي همکاري ډېر مهم ارزښت لري، په تيره بيا د دې سيمې د پرمختګ لپاره ګټوره ده. پاکستان او چين ګاونډي هېوادونه دي، او په اقتصادي برخه کې يې د يو بل څخه ملاتړ ډېر لازم دی. د همکارۍ له لارې نه يوازې د دواړو هېوادونو معاملې زياتولی شي، بلکې خلک هم ترې ګټې اخيستلی شي. ))

په سږني فورم کې د چين يو سلو دېرشو پوهنتونونو، تصديو او څيړنيزو څانګو ګډون کړی و چې له دې جملې څخه يې ځينې برخې د لومړۍ ځل لپاره پاکستان ته لاړ دي، دوی په پاکستان کې د پانګونې او همکارۍ علاقې لري، خو پاکستاني حالت نه پېژني. په دې هکله د چين او پاکستان ترمنځ د پانګونې د تصدۍ عمومي منيجر څاو ون جيانګ وويل چې د چين تصدۍ او سوداګر چې غواړي په پاکستان کې په پروژو پيل وکړي، بايد دريو مسئلو ته پاملرنه وکړي. هغه وويل

(( په پاکستان کې د پانګونې تګلارې او قوانين بشپړ دي، نو چيني تصدۍ بايد په جدي توګه د پاکستان د پانګونې تګلاره او د ماليې پاليسي وڅيړي، تر څو لا زياتې ګټې تر لاسه کړي. دوهم، په پاکستان کې انرژۍ کمه ده، نو د پروژو له پيل مخکې بايد د انرژۍ مسئلې ته هم پاملرنه وکړي. پاکستاني حکومت د تېرو کالونو راهيسې تر خپلې وسې پورې د انرژۍ مسئلې د حل لپاره هڅې کړې دي. درېيم، امنيت مسئله. د پاکستان اوسني حالات ښه شوي دي، خو د امنيت مسئله يې لا هم ډېره مهمه ده. ))

انځورونه:

د فورم په تالار کې


1 2 3 4
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای