CRI Online

ګوانګ جو ښار د ښو زمينو د برابرولو له امله ګڼ شمېر پانګونې راجلب کړې دي

cri     (GMT+08:00) 2014-04-03 20:18:51

درنو اورېدونکو! زه ياسمين مو په سلامونو او نيکو هيلو هر کلی کوم، تاسو د چين نړيوالې راډيو څخه د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام اورئ . په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په ګوانګ جو ښار کې د مهمو پروژو لپاره د پانګو د را جلبونکې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړم.

د نوي ګوانګ جو او او نويو تجارتي فرصتونو په نوم د ٢٠١٤ کال د مهمو پروژو لپاره د پانګو د راجلبولو غونډه د مارچ په ٢٨مه نېټه په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شوه. په دې غونډه کې د پټليو د ترافيکي سيستم، روغتونونو، د انرژۍ د تاسيساتو او د تخنيکي نوښت په شمول اته شپيته ښې پروژې ګډونکوونکو ته وروپېژندل شوې چې عمومي پانګونه يې نږدې دوو سوو اتيا مليارډو يوانو ته رسيږي.

د ګوانګ جو ښاروال چن جيان هوا پخپله د ښاري ستراتيژيکۍ، د اصلاحاتو د امتيازي تګلارې او حکومتي چارو په دريو برخو کې د ګوانګ جو ښار معرفي کړ. د وان دا ګروپ مشر وانګ جيان لين له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د تړون په اړه روحيات په ګوانګ جو ښار کې د وان دا ګروپ د پانګې اچولو سبب دی. هغه وويل،

((په ګوانګ جو ښار کې مو په شپږو پروژو کې پانګې واچولې چې عمومي ارزښت يې پنځوس مليارډو يوانو ته نږدې دی. ځکه په دې ښار کې حکومت او اړوندې خواوې د لاسليک شويو تړونونو سره سم کار کوي، او احساسات يې ښه دي ))

د ښاغلي وانګ جيان لين په قول د سږ کال په جون مياشتې کې به په ګوانګ جو ښار کې د سکۍ وهلو د يو لوی لوبغالي د جوړولو لپاره شاو خوا درې مليارډه يوانه ولګوي. بر سيره پر دې په نړۍ کې د ماشومانو لپاره د لوبو لوی ډګر او د فلمونو په اړه د علمي او هنري سرګرمۍ په شمول دوې پروژې هم روانې دي. په همدې ورځ وانګ جيان لين له ګوانګ جو ښار سره د يو پولي ډګر د جوړونې پروژې د پيل تړون لاسليک کړ.

نه يوازې داخلې لويې ملکي تصدۍ بلکې بهرنۍ تصدۍ هم په ګوانګ جو ښار کې له پانګونې سره علاقې لري. په ګوانګ جو ښار کې د اېل جي فرعي تصدۍ عمومي منيجر څوي ځای يي وويل چې د دې تصدۍ يوه پروژه په ٢٠٠٧ کال کې پيل شوې وه، د ګوانګ جو ښار د حکومت له خوا د برابر شويو ښو خدمتونو له امله اوسمهال دغه پروژه په سالمه توګه روانه ده. هغه وويل

(( دغې پروژې د پيل د لومړي ګام راهيسې له ځايي حکومت څخه ډېرې سرچينې او ملاتړ تر لاسه کړی. کله چې موږ له ستونزو سره مخامخ شو،نو حکومت زموږ لپاره ځانګړي خدمتونه برابروي. ))

نوموړي وويل چې د اېل جي په سوداګريز مارک ډيسپلې تختې تل په جنوبي کوريا کې توليديږي، خو د سږ کال له جولای مياشتې وروسته به ځينې برخې د ګوانګ جو اډې ته انتقال شي، د لومړي ځل لپاره اېل جي تصدۍ په يو بهرني هېواد کې خپلې ډيسپلې تختې توليدوي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې په تېرو دريو دورو غونډو کې د شپږ سوو څلويښتو پروژو تړونونه لاسليک شوي چې له دې جملې څخه يې درې اتيا اعشاريه يو سلنه پروژې د عملي کېدو په حال کې دي. بر سيره پر دې ګوانګ جو ښار په نورو هېوادونو کې د پانګونو د را جلبولو غونډې هم تر سره کړې دي، د جان نيسبرګ، استنبول، مسکو، زوريچ او ونکووير په شمول په زياتو ښارونو کې د دوه اړخيزو تصديو د خاوندانو نهه کميسونونه او د سوداګريزو چارو په اړه يې د تبادلې دفترونه جوړ کړي دي.

د يادې غونډې په اړه د ٢٠١٤ کال د ګوانګ جو ښار د بهرنۍ سوداګرۍ سپين کتاب هم په هانګ کانګ ښار کې خپور شو. د ګوانګ جو ښار د حکومتي سکرټر مرستيال شاو جن يون د ياد کتاب د خپرېدو په مراسمو کې وويل چې ګانګ جو به په هر اړخيزه توګه د اصلاحاتو بېلا بېل تدبيرونه پلي کړي او هرکلی کوي چې د هانګ کانګ، ماکاو او بهرنيو هېوادونو پانګه اچوونکي د ګوانګ جو ښار په ابادۍ کې فعال ګډون وکړي ترڅو د اصلاحاتو، ورخلاصون او پرمختګ له نوي پړاو له برياليتوبونو څخه برخمن شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای