CRI Online

په بېجينګ کې د موټرونو نړيوال نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2014-05-01 19:20:18

د ٢٠١٤ کال د بېجينګ د موټرونو نړيوال نندارتون د اپريل له ٢٠مې نېټې څخه تر ٢٩مې نېټې پورې تر سره شو. په سږني نندارتون کې څوارلسو هېوادونو او سيمو او څه باندې د موټرونو د توليدولو دوه زرو کورنيو او بهرنيو شرکتونو ګډون درلود، او يو سلو اتلس موټرونه د لومړي ځل لپاره نړۍ ته ښکاره شول. د زياتو نړيوالو تصديو مسئولينو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې په چيني بازار کې د موټرونو د خرڅلاو د راتلونکي په اړه خوشبينه رويه څرګنده کړه. درنو اورېدونکو پام وکړئ د چين اقتصاد او سوداګرۍ په نننۍ خپرونه کې دغه نندارتون ته.

په دې نندارتون کې وليدل شول چې د المان، فرانسې، امريکا، جاپان او جنوبي کوريا په شول د موټرونو ټولې مشهورې او لويې نړيوالې تصدۍ پکې ډېرې فعالې وې. د بېلګې په توګه BMW تصدۍ د i3 په نوم نوی موټر چې خوځنده قوت يې بريښنا ده،

او د i8 په نوم نوی موټر چې خوځنده قوت يې بريښنا او ګاز دی، نندارچيانو ته ښکاره کړل. د انفينيټي تصدۍ په دې نندارتون کې د Q30 اوQ50 په شمول دوه ډوله لوکس موټرونه هم نندارچيانو ته وروپېژندل.په چين کې د نوموړي تصدۍ مسئول دای لې په دې نندارتون کې خبريال ته وويل

(( دغه څو ورځې زموږ د تصدۍ لپاره ډېرې مهمې دي، ځکه Q50 په رسمي توګه بازار ته وړاندې کيږي، باور لرم چې دغه لوکس سپورټي موټر به په بازار کې خپل مقام ونيسي. زما په اند په چين کې د لوکسو موټرونو په اخيستونکو سره د ځوانانو شمېر د چټک زياتوالي په حال کې دی، دوی به له دې موټر سره ډېره لېوالتيا پيدا کړي. ))

د لينکولن او قوروس په شمول ځينې هغه نړيوالې مارکې چې له دې مخکې چيني بازار ته نه وې ننوتلي، غواړي د سږني نندارتون له لارې په چيني بازار کې خپل ګامونه چټک کړي.

په چين کې د لينکولن تصدۍ مسئول روبټ پارک خبريال ته د چيني بازار مهم ارزښت بيان کړ. هغه وويل

(( په چين کې موټري صنعت د چټک پرمختګ په حال کې دی، په تيره بيا په چين کې د لوکسو موټرونو بازار سمسور دی. مونږ چيني بازار ته په درنه سترګه ګورو او زما په اند په چين کې زموږ بازاري اندازه به د امريکا په شمول د نورو هېوادونو څخه واوړي. ښايي په راتلونکې کال کې په چين کې زمونږ د موټرونو د خرڅلاو انډول د امريکايي بازار په پرتله زيات شي. زموږ موخه ډېره ساده ده هغه دا چې د مشتريانو اړتياوې پوره کوو. ))

د قوروس تصدۍ د توليداتو د ادارې او پاليسۍ مسئول بای که نان وويل

(( چين يو ډېر لوی بازار دی، تېر کال د موټرونو د خرڅلاو اندازه شپاړسو مليونو ته رسيدلې وه. د چيني بازار د ځانګړيتوب سره سم مو د قوروس درې په نوم موټر هم وړاندې کړي . ))

د دې تر شا چې د بېجينګ د موټرونو د نړيوال نندارتون پيمانه او کچه لوړيږي او په چيني بازار کې د نړيوالو تصديو ګامونه چټکيږي، په چين کې موټرونو ته د مشتريانو لويې اړيتاوې پاتې کيږي. د چين د موټري صنعت د ټولنې مشر شو جيان يي وويل چې

(( په ٢٠١٣ کال کې په چين کې دوه وېشت مليونه موټرونه پلورل شوي چې په تېرو مسلسلو پنځو کالونو کې يې په نړيوالو بازارونو کې لومړی مقام نيولی. چين لا هم په نړۍ کې تر ټولو لوی او خلاص بازار لري.))

د چين د موټري صنعت د ټولنې د اټکل له مخې سږ کال به په چين کې د موټرونو د توليد او خرڅلاو د زياتوالي انډول له اته سلنې څخه تر لس سلنې پورې وساتل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای