CRI Online

د چين او جنوبي اسيا په نندارتون کې ګډونکونکۍ خبري رسنۍ له چين سره د همکارۍ د پياوړتيا په تمه دي

cri     (GMT+08:00) 2014-06-12 21:35:32

د چين او جنوبي اسيا نندارتون د جون مياشتې په لسمه نېټه د چين په کون مينګ ښار کې پای ته ورسيد. د نيپال، هند، تايلنډ او پاکستان په شمول د شپږ څلوېښتو هېوادونو او سيمو د برخوالو سوداګرو بر سيره، پنځه پنځوس تنه بهرني خبريالان هم د راپورتاژ لپاره په کون مينګ ښار کې راغونډ شوي او له مسلکي لحاظه د جنوبي اسيا د هېوادونو او چين ترمنځ د تجارتي همکارۍ د راتلونکي په اړه بحثونه کړي او هيله يې څرګنده کړې چې له چين سره د سوداګريزې راشې درشې له لارې د سيمه ييز اقتصاد پرمختيا وموندل شی .

د بهوتان د کوينسل ورځپاڼې خبريالې کرما يانګزوم چې د لومړی ځل لپاره چين ته راغله ، هيله څرګنده کړه چې د خپل سفر په وسيله به خپل هېواد ته نور زيات سوداګريز معلومات او فرصتونه ورسول شي.

(( کون مينګ ښار له بهوتان سره په تيره بيا زما له ټاټوبي سره د هوا او جغرافيا په برخو کې ډېر ورته دی، نو په راتلونکي کې به د کون مينګ لا زيات سوداګران په بهوتان کې پانګې واچوي. که څه هم اوس په کون مينګ ښار کې بهوتانيان زيات نه دي، خو باور لرم چې زموږ راپورونه به د کون مينګ په اړه د بهوتانيانو د پيژندنې د ژورتيا سبب وګرځي. نو زما په اند د دغه ځل راپورتاژ له امله به لا زيات معلوماتي، کلتوري او تجارتي تګ راتګ ورسول شي.))

د بنګله ديش د ان تي وي تلويزيون د خبرخپرونې سر مسئول ظهيرالعلم وويل،

(( لومړی، دغه نندارتون د جنوبي اسيا او جنوب ختيځې اسيا د زياتو هېوادونو خبري پلاويو ته بلنه ورکړې، د هر پلاوي غړي له پنځو څخه تر لسو تنو پورې دي. نو دا زموږ لپاره د تګ راتګ او زده کړې فرصت هم دی. دوهم، د جنوبي اسيا هېوادونه ډېر زيات نفوس لري او له دې جملې څخه ګڼ شمېر وګړي د بېوزليتوب په حال کې ژوند کوي. چين وکولی شی چې د همدغشان نړيوال تګ راتګ له لارې د جنوبي اسيا اقتصادي پرمختګ چټک کړي او د بېوزليتوب د له منځه وړلو په برخه کې له زياتو هېوادونو سره مرسته وکړي.))

زيات خبريالان په دې نظر دي چې د ورېښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې ابادي به د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په پياوړتيا کې مهم رول ولوبوي. سږ کال د چين په دوو ملي مجلسونو کې د نوموړې اقتصادي سيمې ابادولو پلان د حکومتي کارونو په راپور کې ليکل شوی دی. زياتو خبريالانو د دې سيمې د جوړېدو له امله رسېدونکو ګټو ته پاملرنه کوي. د نيپال د سپوتلايت اينګليسي ويکلي ورځپاڼې خبريال کيشاب پوديل وويل

(( چين د نيپال دوهم لوی تجارتي ملګری دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو کلنی ارزښت درې سوه مليونه امريکايي ډالره دي. ))

د وريښمو لرغونۍ لارې د اسيايي هېوادونو ترمنځ د تجارتي او کلتوري تګ راتګ لپاره مثبت خدمتونه کړي وو، اوس په نوې تاريخي موده کې د جنوبي اسيا بېلا بېل هېوادونه ددې قديمي لارې د نوې حياتي قوت د ځلولو هيله لري . د نيپال او چين ترمنځ د خبري رسنيو د فورم مشر کيشور شريستا هيله لري چې د دغې لرغونې لارې پر غاړه نوې اوسپنيزې لارې جوړې شي، تر څو د نيپال او چين ترمنځ پيوستون لا ټينګ شي.

(( د يادولو ده چې اوسمهال کونګ مينګ له ويتنام، بنګلاديش، نيپال او هند سره د تړلو اوسپنيزې لارې د جوړولو پلان جوړوي، دا به د ټولې سيمې لپاره ډېره ګټوره وي. چين د بيړيو په وسيله هند او نورو هېوادونو ته مالونه صادروي، دغه لاره اوږده ده او ډېر وخت لګېږي. که ياده اوسپنيزه لاره وکارول شی، نو د چين د تبت له ژيکازې څخه د نيپال تر مرکز کتمندو پورې يوازی څلور سوه کيلومتره فاصله لری، بيا له کتمندو څخه هند او نورو ځايونو ته ورتګ اسان کار دی. چين به په راتلونکی کې د اقتصاد او ستراتيژۍ په برخو کې په يو ډېر ځواکمن هېواد بدل شي، که چين ځواکمن او غښتلی شي،زموږ امنيت به تامين شي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای