CRI Online

په تېرو دريو کلونو کې له بهرنيو هېوادونو سره د چين مرستې

cri     (GMT+08:00) 2014-07-17 18:03:19

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جولای مياشتې په لسمه نېټه له نورو هېوادونو سره د چين د مرستو په هکله سپين کتاب خپور کړ. په دې کتاب کې ياد شوي چې له ٢٠١٠ کال څخه تر ٢٠١٢ کال پورې چين له يو سلو يووېشتو هېوادونو سره د نهه اتيا مليارډو دری سوو څلويښتو مليونو يوانو مرستې برابرې کړې دي، اسيا او افريقا د مرستو عمده هدفونه وو.

يادې مرستندويه پيسې د وړيا مرستو، بې له ګټې پورونو او د ټيټې ګټې د پورونو په دريو ډولونو نورو هېوادونو ته ورکړې شوې دي.د چين د نړيوالې سوداګرۍ سازمان د څيړنيزې ټولنې مرستيال وان چنګ ان وويل چې دغه مرستندويه پيسې د بېوزليتوب د کموالي او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره په عمده توګه بېوزليو پرمختيايي هېوادونو ته برابريږي. هغه وويل

(( چين په ١٩٥٠ کال کې له ګاونډيو هېوادونوسره په مرستو پيل کړی و، تر ٢٠١٤ کال پورې څلور شپيته کاله تېر شوي دي. له اتيا سلنې څخه زياتې مرستندويه پانګې د اسيا او افريقا هېوادونو ته په تيره بيا ډېر وروسته پاتي او ټيټ عايدات لرونکو هېوادونو ته لګول شوي دي.))

په دې سپين کتاب کې ياد شوي چې چين له ٢٠١٠ کال څخه تر ٢٠١٢ کال پورې د دېرشو اسيايي هېوادونو او يو پنځوسو افريقايي هېوادونو په شمول له يو سلو يوويشتو هېوادونو سره مرستې وکړې. بر سيره پر دې، چين د افريقايي ټولنې په ګډون له سيمه ييزو سازمانونو سره مرستې هم کړې دي. د مرستو لارې په عمده توګه دا دي لکه مرستندويه پروژې، عام مالونه، تخنيکي همکارۍ، د انساني سرچينو د کارولو همکارۍ، د مرستندويه طبي ډلو ليږدونه، د بشري دوستۍ بېړنۍ مرستې، د مرستو اخيستونکو هېوادونو پر غاړه د پورونو کموالی او داسې نورې. د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوال پرمختګ او همکارۍ د څيړنيز مرکز مشرې وانګ شو وويل

(( پخوا زموږ زياتره مرستندويه پروژې سمبول لرونکي ودانۍ وې، خو اوس موږ د خلکو د ژوند اړيتاوو ته پاملرنه کوو، د بېلګې په توګه کرهڼې، روغتيا او د چاپيريال ساتنه، د بېوزليتوب د له منځه وړلو او ښوونې په برخو کې لګښتونه هم زياتيږي. پخوا مونږ زياتره له نورو هېوادونوسره مالونه برابر کړل او بشپړې پروژې مو تر سره کړې، خو اوس موږ د مرستو په بهير کې د دغو هېوادونو د پرمختګ د توان لوړولو ته پاملرنه کوو، دغه راز مرستندويه لارې لا زياتې شوې دي. ))

په دې سپين کتاب کې په ځانګړۍ توګه ياد شوي چې چين له نورو هېوادونو سره د مرستو په بهير کې پر دې ټينګار کوي چې دغسې مرستې اضافي سياسي شرط نه لري، د مرسته اخيستونکو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونشي او په پوره توګه د دغو هېوادونو د پرمختګ لارو او شکلونو ته درناوی وشي. متقابل درناوی، مساوات، پر اعتبار او ژمنو ټينګار او ګډې ګټې له نورو هېوادونو سره د چين د مرستو بنسټيز اصول دي. مېرمنې وانګ شو وويل چې له نورو هېوادونو سره د چين د مرستو له زياتوالي څخه ښکاري چې چين په ښه توګه د نړيوالې ټولنې مسئوليت پلی کوي. هغه وويل

(( د لومړي لوی پرمختيايي هېواد په توګه، چين بايد په نړيواله ټولنه کې خپل مسئوليت پلی کړي، ځکه زموږ په ستونزمنې موده کې موږ د زياتو پرمختيايي هېوادونو په شمول له نورو هېوادونو څخه مرستې تر لاسه کړې وې، نو موږ بايد لا زياتې مرستې برابرې کړو، تر څو له نورو پرمختيايي هېوادونو سره ګډې ګټې او پرمختګ ومومو. ))

د ياد وړ خبر دا دی چې چين د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ د فورم، د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د مشرانو د غونډې په شمول د سيمه ييزې همکارۍ د ميکانيزمونو له لارې زيات ځله مرستندويه تدبيرونه خپاره کړي دي. د ښاغلي وانګ شو په اند په نړيوالو چارو کې د چين د برخه والي د پياوړتيا سره چين به د خپل توان په اندازه مرستندويه کارونه، د تجربو تبادلې او همکاري لا پياوړې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای