CRI Online

د چين د ګان سو ولايت تجارتي پلاوي له ايران څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-08-21 19:31:29


په دې وروستيو ورځو کې د چين د ګان سو ولايت يو اقتصادي او تجارتي پلاوي ايران ته سفر وکړ او په تهران او قم ولايتونو کې يې فعاليتونه تر سره کړل. دا د رئيس شي جين پينګ له خوا د ورېښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې په اړه د افکارو له جوړېدو راهيسې د چين هغه لومړنی ولايتي سوداګريز پلاوی دی چې ايران ته يې سفر کړی دی.(( لومړی اواز))

د ګان سو ولايت د مسئول مرستيال او يانګ جيان د ٢٠١٤ کال د ايران او د چين د ګان سو ترمنځ د پانګونې، تجارت او د سوداګريزو شيانو د ورپېژندنې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې هيله څرګنده کړه چې د دې پلاوي د سفر له لارې به د دواړو خواوو ترمنځ په همکاريو کې نوي برياليتوبونه تر لاسه شي. هغه وويل:

(( د چينايانو او ايرانيانو ترمنځ دوستانه تګ راتګ لرغونی تاريخ لري. د دواړو خواوو ترمنځ متقابلې زده کړې، تفاهم او تګ راتګ نه يوازې يې خپلمنځي دوستي ټينګې کړې بلکې اقتصاد او کلتور ته يې هم پرمختګ او سمسورتيا رسولې ده. نو زما هيله ده چې د دغه ځل فعاليت له لارې زموږ همکارۍ نوې مرحلې ته وننوزي. ))

له ايران سره د تجارتي تبادلې په برخه کې ګان سو ولايت تل د ورېښمو لارې پر غاړه د نورو ولايتونو نه مخکې دی. ګان سو په چين کې هغه لومړی ولايت دی چې په ايران کې د ولايت په کچه يې د سوداګريزو چارو نماينده ګي جوړه کړې، او په ايران کې نژدې دېرش سلنه چيني تصدۍ له ګان سو ولايت څخه ورغلي دي. په ٢٠١٣ کال کې د ګان سو ولايت او ايران ترمنځ د وارداتي او صادراتي سوداګرۍ عمومي ارزښت له سل مليونو امريکايي ډالرو څخه اوښتی و چې د ٢٠١٢ کال په پرتله يو چنډ څلور څلويښت سلنه زيات شوی و. د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې دغه شمېر له شل مليونو امريکايي ډالرو نه هم زيات و چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت نوي سلنه زيات شوی دی.

د ګان سو پلاوي د دې سفر په ترڅ کې له ايران سره د ښاري او حکومتي پروژو، کرهڼې، نويو انرژيو معلوماتي شبکې، نفتي او کيمياوي صنعت، د موټرونو د توليد، سوداګرۍ او ساختماني موادو په برخو کې همکارۍ تاييد کړې دي چې د څه باندې شلو پروژو تړونونه يې لاسليک کړي او پر څلوېښتو نورو پروژو يې بحثونه کړي دي.

ښاغلي او يانګ جيان وويل، چې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د يو مهم ځای په توګه ګان سو ولايت لويديځ ته د ورخلاصون په برخه کې جغرافيايي غوره والی لري.

(( زموږ په اند لويديځ ته ورخلاصون د ګان سو ولايت يو مناسب انتخاب دی، لنډ واټن يو علت دی، د کلتور نږدېوالی يو بل سبب دی، د جغرافيايي نږدېوالی له امله د احساساتو پيوستون شتون لري. نو د کلتوري بنسټ او جغرافيايي پيوستون له امله لويديځ ته ورخلاصون زموږ په ستراتيژۍ کې يوه مهمه برخه ده. ))

په دغه پلاوي کې د ګان سو د ځينو تصديو خاوندانو له ايران سره د همکارۍ هيله هم څرګنده کړه. د ګان سو د يوې تصدۍ خاوند يانګ لينګ خبريال ته وويل:

(( زما په اند د ايران په بازارونو او مارکېټونو کې فرصتونه ډېر دي. ځکه زما په اند ايرانيان په فکري او ابتکاري برخو کې په منځنې ختيځ کې مخکې دي، نو د کاروبارو او توليد په اړه د دویي سويه لوړه ده. دغه فعاليت د ګان سو د ورپېژندنې يو فرصت دی او زموږ لپاره به ځيني سوداګريز فرصتونه برابر کړي. ))

خو اوسمهال د چين او ايران ترمنځ تجارتي تګ راتګ لا هم له ځينو ستونزو سره مخامخ دی، په ايران کې د چين د سفارت تجارتي مستشار ګو چوان وې وويل، چې پر ايران نړيوال بنديزونه لا تر اوسه شتون لري، دې حالت د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ منفي اغيزې کړې دي، په زياتو برخو کې چيني تصدۍ له ايران سره د همکارۍ په ترڅ کې خپلې اندېښنې لري.

له بلې خوا له چين سره د ايران د سوداګرۍ ټولنې مشر اسدالله اسلوګلادي دا هم وويل چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه همکاري د مالونو د ليږدراليږد، پولي چارو او ويزو په شمول له دريو عمده ستونزو سره مخامخه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای