CRI Online

په شان دونګ ولايت کې د کرنيزو محصولاتو د چمتوالي چارې

cri     (GMT+08:00) 2014-10-11 17:43:40


په تېره جولاي مياشت کې جنوبي کوريا ته د چين د دولتي رئيس شي د سفر په وخت کې وغوښتل چې د روان کال په دننه د چين او جنوبي کوريا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ په هکله خبرې اترې بشپړې شی.د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېر کال عمومي سوداګريز ارزښت له ٢٧٠ ميلياردو امريکايي ډالرو څخه اوښتی چې دغه رقم د جنوبي کوريا د بهرني سوداګرۍ له عمومي اندازې څخه نژدې يو پر څلورمه برخه نيولې او له امريکا ، جاپان او روسيې سره د دغه هېواد له مجموعي سوداګريزو ارزښتونو څخه اوښتی دی. د دواړو هېوادونو تصدۍ راتلونکې پرمختيا ته څه نظر لری ؟ خبريال په وروستيو ورځو کې جنوبي ولايت ته نژدې د چين د شان دونګ ولايت له يو شمير تصديو څخه ليدنې وکړې .

د شان دونګ ولايت د کرنيزو توليداتو صادرات په چين کې لومړی مقام نيسي او دغه ولايت د جاپان او جنوبي کوريا د وګړو لپاره د سبزيو سرچينه بلل کېږي چې د کرنيزو توليداتو صادرات د ولايت له عمومي صادراتو څخه شپېته برخه نيسي او هوږې ، زنجبيل ، سماروغ ، ممپلی ، سمندري محصولات ، د کورنيو مرغانو غوښې او مڼېله صادر شويو کرنيزو توليداتو څخه شمېرل کېږي. خبريال ددې ولايت له لاي وو څخه ليدنه وکړه

 د لاي وو د جو جيې کلي ته د رسېدو په وخت کې د نری باران څاڅکي اورېدل ، خو د زنجبيل پټي تک شنه ښکارېدل . ددې کلي يو مشر ښاغلي چيو د يوه پټي په سر خبريال ته وويل چې که څه هم اوس د حاصلاتو فصل نه دی، خو يقين دی چې سږکال د زنجيل حاصلاتو ښه وي.

يو سپين ږيري بزګر چې جو چينګ هوان نومېږي، خبريال ته وويل

 څو کاله مخکې په کلي کې هرې کورنۍ په نيم هکتاره ځمکه کې زنجبيل کرل ، خو تير کال د زنجبيل بيه ټيټه شوه ، نو بزګرو و نه غوښتل چې زنجبيل وکري او د کرلو مساحت يې هم کم شوی دی ، خو له اټکل څخه وتلې خبره دا ده چې سږکال بيه يې اوچته شوې ده .

د لاي وو د وان شين په نامه د کرنيزو توليداتو د چمتو کولو شرکت په چين کې د زنجبيل د صادرولو لومړی لوی شرکت دی او له ٢٠٠٤ کال څخه د لسو مليونو امريکايي ډالرو په لګولو سره له درېيو کليو سره نژدې د اوو زرو هکتارو په پراخوالي د هوږې او زنجبيل کرلو اډې جوړې کړې او له ځايي بزګرو سره يې د ټاکلې بيې سره سم د شپږو زرو هکتارو ځمکو په مساحت له پټيو څخه د کرل شويو زنجبيل او هوږې د اخيستلو تړون لاسليک کړی دی چې د شرکت او بزګرو ترمنځ د نژدې همکارۍ شکل نه يوازې دا چې بزګرو ته واقعي ګټه رسوي ، بلکې شرکت هم د زنجبيل او هوږې د کرنې، پيرودنې ، زيرمې ، چمتوالي او صدور په شمول يوه لويه تصدی بدل شوی دی . ددې شرکت د يوې څانګې منيجرې چينګ يون يون وويل چې په لومړيو وختونو کې موږ يوازی د زنجبيل مينځلو يو ماشين درلود او په عمده توګه يې ابتدايي چمتو شوی زنجبيلونه صادر کړي وو .

 په اته نويم کال کې موږ د تيارولو يوه فابريکه کرايه کړې او په عمده توګه د زنجبيل او هوږې په ابتدايي چمتوالي لګيا وو يعنی يوازی د دغو شيانو مينځل او بس .

په دوه زره ديارلسم کال کې ابتدايي چمتو شوی زنجبيلونه په نړيوال بازار کې ډير ارزان او يو ټن زنجبيل يوازی شپږ سوه امريکايي ډالره وو. خو د امريکا په سوپر مارکيټ کې د يو ټن ښه تيار شوي زنجبيل بيه له درېو زرو ډالرو څخه اوښتې وه . نو دغه شرکت د يادو کرنيزو محصولاتو د ژور چمتوالي پرېکړه وکړه څو چې زياتې ګټې تر لاسه کړي .

د ياد شرکت د يوه مسئول چارواکي بي سه چيانګ په وينا د چمتو شوي ونجبيل تر بسته بندي وروسته د توکو ليږلو د شرکتونو په لارې په مستقيم ډول فرمايشي هېوادونو ته ليږل کېږي چې په دې جمله کې جنوبي کوريا لومړی لوي مصرفي هېواد دی . د ين تاي ښار د توکو ليږلو د يوه شرکت مشر جانګ کاي يي وويل

 موږ عموما سهار مال وړونکي کانتينرونه ټاکو او ماښام له ين تاي څخه حرکت کوو او د مازيګر په څلور نيمو بجو توکي په بيړيو کې ډکوو او په دوهمه ورځ سهار جنوبي کوريا ته رسيدای شی.

دده په وينا که څه هم په نړيوال تجارت کې د توليداتو کيفيت لومړی اهميت لری ، خو بې د توليداتو ليږدولو د چټک سرعت نه د توليداتو د رقابت قوت به هم کمزوری شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای