CRI Online

په چين کې د چارو جوړونې او پانګونې نوی موډل

cri     (GMT+08:00) 2014-11-25 18:01:08

د ١٢٣ په نوم د چایخوڼې خاوندان 


که څوک غواړی چې خپله چاره جوړه کړي او پانګه واچوي ، خو کافي پيسې نه لری ، نو هغه به څنګه وکړي ؟ په وروستيو کلونو کې د چارو جوړونې او پانګونې يو نوی موډل رامنځته شو يعنی د زياتو کسانو لخوا پيسې راغونډېږي.

د چين د هانګجو ښار د شي ځه جهيل په غاړه د يو دوه درې په نامه چايخونه شته چې مانا يې د ١٢٣ تنو لخوا ١٢٣ زره يوانه پيسې راغونډ شوي دي. بو کاي جيون له دغو ١٢٣ تنو څخه يو دی .

( اواز١) موږ ١٢٣ تنه له ١٢٣ مسلکونو څخه راغلي يو چې د افکارو ، نظريو او سرچينو ترمنځ د تبادلې او يوځايښت لوی ډګر رامنځته شو .

ددوي مقصد دا دی چې د زياتو کسانو د قوتونو ، پيسو ، لياقتونو او لارو چارو په وسيله ګډې چارې جوړوي او دغه ډول پانګونه عموما د انترنيټ له لارې پيسې راغونډېږي.

ددې ډول پانګونې ښيګڼه دا ده چې خطرونه د زياتو برخوالو په غاړو ويشل کېږي. که چا د يو رستورانټ يا قهوه خانې تر خلاصولو وروسته ښايي څو لکه او حتی څو مليونه يوانو پيسو خسارې وليدلې،پروا نه لری څرنګه چې د رستورانټ او قهوه خانې د جوړولو پيسې د زياتو کسانو لخوا برابرېږي، نو خسارې به يې هم د دغو کسانو لخوا ومنل شی او د هر تن پر سر خساره به ډيره کمه وي . په دغه ډول پانګونه کې برخوال ممکن د يوې مياشتې معاش او حتی د يو ځل ډوډۍ خوړلو پيسې پکې واچوي ، سره له دې چې په دغه ډول پانګونه کې ماتی وخوري ، خساره به يې هم ډيره لږه وي .

ښاغلي څاي هوا چې يو ازاد پانګوال دی ، په هانګجو کې ډير مشهور دی او د ١٢٣ چايخونه هم دده د يوه ازمويښتي ټوکي په ترڅ کې رامنځته شوه . ده وويل

( اواز ٢) يو وار يو ملګري غوښتی چې خپل رستورانټ نورو ته انتقال کړي ،بيا مې په انټرنيټ کې دغه خبر خپور کړ چې په پايله کې د يوه لوستونکي د وړانديز له مخې د هر تنو لخوا د لس زرو يوانو په تهيه کولو سره موږ شلګونو تنو دغه رستورانټ واخيست .

ورپسې څاي هوا په انټرنيټ کې يوه ليکنه خپره کړه چې نوم يې و _ لس زره يوانه ، ته څه کار غواړې ؟

سږکال د زياتو کسانو په اند د زياتو کسانو لخوا د پانګونې لومړی کال بلل کېږي . د يوه راپور له مخې د روان کال په لومړۍ نيمه کې يو سلو اتيا مليونه يوانه پيسې راغونډې شوې چې له درېو سوو مليونو امريکايي ډالرو سره برابر دی . د نړيوال بانک د اټکل له مخې تر ٢٠١٥ کاله پورې به په نړۍ کې د دغه ډول پانګونې له لارې درې سوه مليارده امريکايي ډالره راټول شی او په چين کې به ممکن پنځوس ميليارده ډالره راغونډ شی.

د يادې پانګوالې په نامه انټرنيټ کلوپ لومړی اجراييوي مشر سون هون شن وويل

( اواز ٦) نن ورځ وګړي دغه ډول پانګونې ته پام کوي او ډير وګړي پکې برخه لری . ځينو کسانو په شوخي ويلي چې اوس په چين کې يو سلو مليونو وګړو په ياده پانګونه کې برخه اخيستې ده چې لس مليونه تنه يې له دغه ډول پانګونې څخه استفاده کوي.

د چين د ولسي پوهنتون پروفيسرمرستيال يان دونګ وويل

( اواز ٨) زما په اند ياده پانګونه نه د بډايانو او مشاهرو لپاره ، بلکې د عامو وګړو لپاره د پيسو راغونډولو او کارولو فرصت برابروي . کېدای شی چې يو يوان پکې واچول شی . که يو فارغ شوی زده کوونکی غواړي چې خپله چاره جوړه کړي ، که يو لک تنه چې هې تن يو يوان برابروي ، دده لپاره يو لک يوانه راغونډ کړي ، نو دغه زده کوونکی د دغو پيسو په وسيله يو کوچنی رستورانټ يا سينګارتون جوړ کړي شی. د مالوماتو مشهور اداره کوونکی کارپوه توځه پيې په وينا څرنګه چې انټرنيټ پوله نه لری او په نړۍ کې هر تن د پانګونې په ساحه کې پيسې اچولی شی . حقيقت هم دا دی چې اوس د پانګونې په هکله د امريکا په څو نامتو انټرنيټ کې يوشمير چينايان هم ليدل کېږي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای