CRI Online

د انرژۍ نړيوال کارپوهانو د یو کمربند او يوې لارې د همکارۍ په هکله بحثونه کړل

cri     (GMT+08:00) 2015-02-11 21:29:54

د انرژۍ نړيوال کارپوهانو د یو کمربند او يوې لارې د همکارۍ په هکله بحثونه کړل

د انرژۍ نړيوال کارپوهانو د یو کمربند او يوې لارې د همکارۍ په هکله بحثونه کړل

په دې وروستيو ورځو کې د جونګ هوا د انرژۍ صندوق کمېټې له خوا جوړ شوی د ورېښمو لارې فورم په هانکانګ کې تر سره شو. د بېلا بېلو هېوادونو له شلو نه زيات کارپوهانو د نفتو د نړيوالې بيې، جيوپوليتيکس، د اسيا د انرژيو حالاتو او څواړخيزې همکارۍ په هکله د نظريو تبادلې کړې او د دې مسئلې په باره کې يې بحثونه کړل چې چين څرنګه د ورېښمو لارې په اوږدو کې د يو کمربند او يوې لارې د نوې ستراتيژيکۍ په چوکاټ کې له اړوندو هېوادونو سره نوې همکارۍ ټينګې کړي.

د تېر کال د جون مياشتې د پايه راهيسې د نفتو نړيواله بيه ډېره ټيټه شوې چې د هر بيلر نفتو بيه له يو سلو اوو امريکايي ډالرو څخه پنځه څلوېښتو او يا پنځوسو امريکايي ډالرو ته ټيټه شوې، په لنډ نيم کال کې د ټيټوالي انډول يې له پنځوس سلنې څخه اوښتی دی. د نفتو واردوونکي هېوادونو د نفتو د نړيوالې بيې له ټيټېدو څخه ګټې اخيستې، خو د دې تر څنګ ځيني پټ ناارام عوامل د ښکارېدو په حال کې هم دي. د جاپان د انرژۍ څيړنيزې اکاډمۍ مسئول کين کوياما وويل،

((د نفتو بيې ډېر ټيټوالی د هغو هېوادونو لپاره چې غني نفت او طبيعي ګاز لري، ناورين دی، ځکه د نفتو پر صادراتو د دوي د اتکا کچه لوړه ده. دغه هېوادونه به له اقتصادي ناثبات او پولي بحران سره مخامخ شي، او اغېزې به يې کردې کرې ته خپارې شي، په تېرو دوو مياشتو کې په روسيه کې پېښه شوی بحران ښايي په ونزويلا او نايجريا کې رامنځته شي. ))

د نفتو د نړيوالې بيې بدلون د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتونو او د انرژو تصديو پر پاليسۍ او سيالۍ هم اغيزمن دی. د جونګ هوا انرژۍ صندوق کميټې مسئول هه جه پينګ وويل، چې د اسيا پرمختيايي هېوادونه به نفتو ته د نړيوالو اړتياوو د زياتوالي په اندازه کې شپيته سلنه برخه ونيسي، دغه راز د انرژو امنيت مسئله به د دې سيمې کليدي ستراتيژيکې دنده وي.

(( په اسيايي هېوادونو کې، د بېلګې په توګه چين، هند، جاپان او جنوبي کوريا، د انرژو امنيت د غير نظامي امنيت په چارو کې کليدي ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای