CRI Online

بهر کې د چيني تصديو د پانګونې په وړاندې ننګونې او فرصتونه

cri     (GMT+08:00) 2015-03-03 20:37:30

د چين د حکومتي شمېرنې له مخې، د روان کال تر جنورۍ پورې بهر کې د چين د مستقيمو پولي پانګونو ارزښت له شپږ سوه پنځوس مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی چې د انرژۍ، اصلي تاسيساتو، جايداد. کرهنې او تکنالوژۍ په برخو کې يې پانګونې کړي. دغه پانګونې د چيني تصديو د پرمختګ، د اړتياوو سرچينو او تخنيکونو د تر لاسه کولو لپاره ګټورې دي. خو چينايي تصدۍ بايد بهر کې د پانګونې فرصتونو د کتلو تر څنګ خطرونه او ننګونې هم عين وخت کې په پام کې ونيسي.

په مکسيکو کې د ګړنديو اوسپنيزو لارو پروژې د ناپايه ځنډ له امله بهر کې د چيني تصديو د پرمختګ په هکله اندېښنه رامنځته کړې. بر سيره پر دې، په تايلنډ کې د چين له خوا د کړنديو اوسپنيزو لارو د جوړولو پروژه هم ځنډېدلې، په ګانا کې د سره زرو چينايي استخراج کارګر شړل شوي دي او په امريکا کې د باد په وسيله د بريښنا توليدولو د چيني تصدۍ پروژه لغوه شوې ده، له دغو پېښو څخه ښکاريږي چې په بهرنيو هېوادونو کې د چيني تصديو پانګونې له ستونزو او خطرونو سره مخ دي. د چين د ليرې سمندري ترانسپورټ ګروپ په اړه د پرمختګ د څيړنيز مرکز رئيس مرستيال بای پې جون وويل، تجارتي خطرونه او سياسي ناارامي د تصديو پر پانګونې مستقيمه اغيزه کوي.

(( موږ څنګه په رښتينې توګه د بهرنيو هېوادونو له سرچينو څخه استفاده وکړو؟ اوس له زياتو مسئلو سره مخامخ يو. په تېره بيا په بهرنيو هېوادونو کې د چين پر ضد او د چين د پانګونې پرضد مخالف ځواکونه شته دي، کلتوري توپيرونه هم موجود دي. د بېلګې په توګه، اروپا د چين پرضد د سپکاوي او ښکاره دفعې احساس او رويه لري. يوه چينايي تصدۍ چې په فرانسه کې له ډېرو کلونو راهيسې خلاصه او فعاليت کوي، له زياتو دعواو سره مخامخ ده. د دغو دعواو د زياترو برخو لاملونه دا دي: د تړونونو لومې، کلتوري توپيرونه، د پاليسۍ محدوديتونه او د زمينې نابشپړوالی. ))

د ټايدا په نوم د چين او افريقا ترمنځ د پانګونې تصدۍ د منيجر لي دای شين په اند، په بهرنيو هېوادونو کې د پيل شويو پروژو په وړاندې ډېر خنډونه او خطرونه پر ځای پاتې دي. هغه وويل:

(( ټايدا به ژر د سويز د اقتصادي همکاريزې سيمې د پراخوالي پروژه پيل کړي، زموږ پر مخ لومړۍ ستونزه دا ده چې له ځايي حکومت سره د اقتصادي سيمې د پرمختګ د نظرونو او ارزښت په هکله د نظريو توپيرونه لرو. چين د دايمي انکشاف ليدلوری لري، خو مصر لا زياتې اوسني ګټې په پام کې نيسي، نو په دې هکله د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو اترو کې اختلاف رامنځته شوی دی. ))

د چين او مصر ترمنځ د سويز تجارتي همکاريزه سيمه چې د ښاغلي لي دای شين په خبرو کې ياده شوې، د مصر د سويز خليج په شمال لويديځي اقتصادي سيمه کې پرته او له مرکز قاهرې څخه ١٢٠ کيلومتره فاصله لري، له سويز کانال سره نژدې ده. اوس په دې سيمه کې ٣٢ صنعتي تصدۍ او ٣٠ خدمتي تصدۍ ميشت دي چې د پانګونې ارزښت يې ٤٩٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی. ښاغلي لي دای شين وويل، چې د ډول ډول خنډونو په وړاندې، چيني تصدۍ د مسئلو د حلولو په هڅه کې ی، دوی غواړي هغو نورو تصديو ته ځيني نويوړانديزونه وړاندې کړي چې بهر ته د ننوتلو پلان لري. هغه وويل:

((که له ايديولوژۍ او انکشاف سره د نظريو اړه لرونکې مسئلې رامنځته شي، موږ په صبر او زغم کله نا کله د مصر له بېلا بېلو اړوندو مسئولينو سره تګ راتګ پوهاوی کړی دی. يوازې د خبرو اترو او تبادلو له لارې د مهمو پروژو په هکله د دواړو خواوو ترمنځ د نظريو يووالی او ګډ پرمختګ تر لاسه کېدلی شي. زموږ په اند تصدۍ بايد بهر کې د پرمختګ پلان له جوړولو مخکې د دغو هېوادونو د بازارونو، د اومو موادو د عرضې او د انساني سرچينو د مضرونو په شمول عوامل په فکر کې ونيسي. په تيره بيا ځايي قوانين، دودونه او پاليسي، د نورو هېوادونو د قوانينو او مقرراتو درناوی او مراعات ډېر مهم دی.))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای