CRI Online

د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک : نوی نړيوال پولي ځواک

cri     (GMT+08:00) 2015-04-01 21:14:06


په دې وروستيو ورځو کې د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک يعنې د AIIB بانک په اړه خبرونه ډېر اوريدلی کيږي. دغه بانک د چين په مشرۍ د اسيا د څو اړخيز انکشاف په برخه کې د حکومتونو ترمنځ د همکارۍ پل دی، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ ملاتړ د دې بانک عمده کار دی. د پلان له مخې، دغه بانک به د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې جوړ شي او مقر به په بېجينګ ښار کې وي.

امريکا اندېښنه لري چې د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک به پخپله مشرۍ د نړيوالو پولي سازمانونو سره سيالي وکړي، نو په سر کې يې په ياد بانک کې د خپلو ملګرو هېوادونو د ګډون پر مخ خنډونه جوړ کړي. خو د تمې خلاف، د مارچ په ١٢مه نېټه بريټانيا چين ته په AIIB بانک کې د ګډون په موخه رسمي غوښتنليک وړاندې کړی و، ورپسې د فرانسې، المان، ايټاليا او اطريش په شمول اروپايي هېوادونو د ګډون لپاره څرګندونې کړې دي. د غوښتنليک تر شا د فرانسې د رويې په هکله، د فرانسې د نړيوالو اړيکو او ستراتيژۍ څېړنيز مرکز مشر ماټري وويل:

(( اسيا د فرانسې يو نه بېلېدونکی ملګری دی، دا به نه يوازې د هغو فرانسوي تصديو لپاره ګټوره وي چې په اسيا کې فرعي شرکتونه جوړوي، بلکې په اسيايي بازار کې به د فرانسوي توليداتو د بازار لپاره زمينه برابره کړي. نو په دې سيمه کې پانګونه د راتلونکي بازار لپاره د تيارۍ کار دی، د راتلونکو سوداګرو لپاره به زمينې برابرې شي او د اسيا او فرانسې ترمنځ دوستانه اړيکې به لا ټينګې شي. ))

امريکا د AIIB بانک سره د خپلو ملګرو په يو ځای کېدو سره څه غبرګون ښودلی؟ د مارچ په شلمه نېټه، د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې يوه سرليکنه خپره کړه چې سرليک يې دی (( د امريکا متحد ملګري د چين په مشرۍ د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک له خوا جلب کړاي شوي)). په دې ليکنه کې راغلي چې چين په نړۍ کې لومړی لويه غېر شفافه، د حکومت په اتکا او د څارنې د نه شتون اقتصادي ډله ده. د امريکايي چارو په اړه د نړيوالو اړيکو اکاډمۍ مشر دا وې وويل،

((دغې سرليکنې د امريکا د ډېرې اغېزمنې ورځپاڼې نيويارک ټايمز حيثيت ټيټ کړی، ځيني خبرې يې بې اساسه دي. زما په اند هرڅوک چې د نړيوالو اړيکو او اقتصاد پوهه لري، بايد د چين د اقتصاد په هکله همدارنګه تبصره و نه کړي. د نا مناسبې تبصرې تر شا دا څرګنديږي چې د AIIB بانک په وړاندې په ديپلوماتيکو چارو کې د امريکا د احتمالي ماتې له امله د امريکايي خبري رسنيو او د امريکايي ستراتيژۍ د کارپوهانو طبيعت خراب شوی دی، دوی ډېر اندېښمن دي. ))

AIIB بانک د پراخوالي په حال کې دی او د امريکا لا زيات ملګري يې منلي دي، د ښاغلي دا وې په اند امريکا بايد له سره د دې مسئلې په اړه خپل دريځ غوره کړي. هغه وويل:

(( امريکا د AIIB بانک پرضد د پاليسۍ له امله له ډېرو نيوکو سره مخامخ ده. د AIIB بانک د مسئلې له امله د اوباما حکومت د زياتو امريکايي کارپوهانو له نيوکو سره مخامخ دی چې هغه په بانک کې ګډون نه غواړي او د خپلو ملګرو پر ګډون يې خنډونه جوړ کړي. يو کارپوه وايي: AIIB بانک د چين له خوا د بېلا بېلو هېوادونو لپاره وړاندې شوی يوه پياله چای دی، امريکا بايد د يو لوی هېواد په توکه خپلو ملګرو ته کافي ورکړي، خو امريکا دا کار نه دی کړې او ملګرو ته اجازه نه ورکوي چې د چين چای چښي. ))

په ريښتيا سره، له AIIB بانک سره د ټينګ مخالفت څخه د همکارۍ او ګډ برياليتوب موندلو ته د امريکا نظر د پټ بدلون په حال کې دی. د وال سټريټ په نوم ورځپاڼې خبر ورکړ: د اوباما حکومت وړانديز کړی چې AIIB بانک د امريکا په مشرۍ پولي سازمانونو سره همکاری کولای شي، د بېلګې په توګه له نړيوال بانک سره بايد د همکارۍ اړيکې ټينګې شي.

د چين په شمول نوې پرمختيايي اقتصادي ډلې ورځ په ورځ په نړيوالو اقتصادي چارو کې مهم رول لوبوي، خو په نړيوالو پولي چارو کې مثلا په نړيوال بانک او نړيوال پولي صندوق کې د رايو اندازې نه دې مناسب شوې. د امريکا په مرکزي نړيوال بانک، نړيوال پولي صندوق او د اسيا د انکشاف بانک په نړيوال پولي ځنځير کې د سر ځای نيسي، نو د دغو پولي سازمانونو له خوا نويو پرمختيايي اقتصادي ډلو ته د پورونو د برابرولو په وخت کې بهير پيچلی دی او کلک اضافي شرايط وضعه شوي دی. د AIIB بانک له جوړېدو وروسته به اوسنی نړيوال پولي نظام بشپړ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای