CRI Online

د داخلي مغولستان په شنو دښتونو کې د شتمنېدو لارې

cri     (GMT+08:00) 2015-04-26 20:40:40


د چين داخلي مغولستان د کورنيو څارويو د روزلو اډه ده، نو د غوايانو او پسونو غوښې يې په هېواد کې ښه بازار لري، خو پخوا د څارويو د روزنې د وروسته پاتو لارو چارو له امله د مالدارانو ګټې ټيټې او کمې وې. اوس د غني سرچينې لرونکی داخلي مغولستان د مالدارۍ توليدات د غوره تجارتي مارکونو په جوړولو کې بوخت دي. د بېلګې په توګه د باو تو ښار تر ادارې لاندې دا ماو ولسوالۍ کې د مالدارانو، تصديو او حکومت د ګډو هلو ځلو له امله د څارويو د روزنې، د غوښو د چمتو کولو او بسته بندۍ په برخو کې معياري شوي دي، اوس د غوايانو او پسونو غوښو يوه اندازه تجارتي مارکونه د چين په بازارونو کې ښه نوم او شهرت لري چې له امله يې مالدارانو ته هم ترې ګټې رسېدلې دي.

هوسلتو د دا مو ولسوالۍ د څارويو روزنې د همکاريزې ټولنې مشر په توګه د توليداتو د پلورلو په برخه کې ډېر تجربه لرونکی دی او په شنو دښتونو کې د شتمنېدو لاره يې موندلې ده.

(( له اوولس کلنۍ څخه په دې لګيا چې له مالدارنو به مې غوښې اخيستې او بيا به مې نورو ځايونو ته د پلورلو لپاره وړلې چې په ترڅ کې مې د دواړو ځايونو ترمنځ د بيو زيات فرق وليد ، نو د يوې همکاريزې ټولنې د جوړولو ټينګه هيله مې وکړه. خو د ټولنې د جوړېدو په پيل کې زموږ غوښو ښه بازار نه درلود، ورپسې د غوښو د لومړني چمتوالي په چارو بوخت شوم ، خو له اټکل څخه وتلې خبره دا وه چې په نورو ځايونو کې ابتدايي چمتو شويو غوښو لا هم ښه بازار نه درلود. نو ما د غوښو د ښه چمتو کولو يو ورکشاپ جوړ کړ څو چې د غوښو. د ټاکلي پلان سره سم په ٢٠١٥ کال کې به يوه فابريکه هم جوړه کړو چې مساحت به يې ٨٠٠ متره مربع وي. ))

اوس د هوسلتو همکاريزه ټولنه نه يوازې د ماو مينګ ان په نوم تجارتي مارک لري، بلکې ١٥٠ کورونو مالدارانو ته ګټې هم رسولي دي. هوسلتو وويل،

(( د دا مو ولسوالۍ د پسونو غوښو کيفيت ډېر ښه دی او يو ډول د ښه جنس تور سر رنګي پسونه مو روزلي دي ، د سرو غوښو اندازه يې زياته او شحميات يې کم دي. د ټولنې د جوړېدو په پيل کې مو يوازې ٥ همکاريز کورونه درلودل، خو دغه شمېر اوس له ١٥٠ کورونو څخه اوښتی دی. زموږ همکاريز موډل دا دی چې د بازار له بيې څخه د ٥ يوانوپه لوړ قيمت سره د دوی پسونه اخلو او د روزنې او د ناروغيو د مخنيوي په برخو کې له دوی سره تخنيکي مرستې کوو. تر اوسه څه څه باندې ٧٠٠٠ پسونه مو پېرلي دي. ))

ددې لپاره چې د چين په لويو بازارونو کې د هوسلتو په شان پخپله جوړ شوي مارکونه شهرت وموندل شي ، د دا مو ولسوالۍ د کرنيزو او مالدارۍ چارو ادارې په بېجينګ، شانګهای، هوهاات او باوتو کې د دا مو ولسوالۍ د ککړتيا نه لرونکو کرنيزو او مالدارۍ توليداتو مستقيم پلورنځي جوړ کړي دي. تر اوسه ٢٦ تصديو او همکاريزو ټولنو له يادو پلورنځيو سره همکارۍ کړې چې د غوښو، اوړو، د شړشمو غوړيو او هګيو د ٢٠ تجارتي مارکونو په شمول١٦٣ ډوله توليدات پلوري او ٧٠٠٠ همکاريز کورونه پکې ګډون لري. د دا ماو ولسوالۍ د کرنيزو او مالدارۍ چارو د ادارې مشر البتنباګن وويل:

(( غواړو چې له بزګرانو او مالدارانو سره د همکارۍ په نژدېوالي سره د تګلارې، ځمکو، مالياتو، پورونو او پروژو په برخو کې ورسره لا نورې زياتې مرستې وکړو. اوس موږ د دا ماو ولسوالۍ د غښتلو تصديو او مسلکي همکاريزو ټولنو د اداري لارو چارو د جوړولو په حال کې يو، څو چې هغه توليدات چې په مستقيمو پلورنځيو کې پلورل کيږي، بايد د بسته بندۍ، مارکونو، طرحې او د خوراکي موادو د توليدولو اجازې په ساحو کې ټاکلي معيارونه او غوښتنې پوره کړي. ))

چين په نړۍ کې يو لوی کرهڼيز هېواد دی او زموږ دګڼ شمېر کرنيزو توليداتو اندازه په نړۍ کې لومړی مقام نيسي، خو د کرنيزو توليداتو غوره تجارتي مارکونه يې ډېر کم دي چې په نړۍ کې د سيالۍ ځواک لري. د کرنې وزير هان چانګ بين تازه ويلي چې موږ بايد کوشش وکړو چې توليدي بهير دې معياري شي او معياري کرنيزې اډې او مشهور کرنيز مارکونه دې جوړ شي. د دا ماو ولسوالۍ مالداران هم د خپلو افکارو د بدلون او اصلاح په هڅه کې دي او د غښتلو تصديو او مسلکي همکاريزو ټولنو تر لارښوونې لاندې د غوايانو او پسونو غوښو په اړه د غوره تجارتي مارکونو د جوړولو لارې ته پرمختګ ورکوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای