CRI Online

د بيا کارېدونکو انرژيو په اړه د چين تجارتي مارکونه په افريقايي نندارتون کې

cri     (GMT+08:00) 2015-04-30 16:36:47

(د ينګ لي کارکوونکی کتوونکو ته د توليداتو د معرفي کولو په حال کې)


په افريقا کې د بيا کارېدونکو انرژيو او چاپيريال نندارتون د اپريل په ٢٦مه نېټه د سنيګال په پلازمينه ډاکار کې پای ته ورسيد. د ١٨ هېوادونو ٩٧ تصديو په دغه ٤ ورځني نندارتون کې ګډون درلود چې د چين مشهور تجارتي مارکونه هم پکې وښودل شول او د بيا کارېدونکو انرژيو توليداتو او تکنالوژۍ په هکله چيني توليداتو د افريقايي کتونکو او کارپوهانو توجه راجلب کړه.

د ينګ لي په نوم د لمريزې انرژۍ د کارولو يوې لويې تصدۍ په خپله غرفه کې ډول ډول برېښنايي توکي وښودل مثلأ لاسي څراغونه، چارجرونه، برقي پکې او يو ډول ځانګړی څراغ چې د رڼا کولو ، راډيو ، قطب نما، د غوماشو ضد الې ، د مرستې غوښتلو علامو د ښودلو په شمول قابليتونه لری چې دغسې وړوکي برقي توکي ټولټال د لمر انرژۍ په وسيله کارول کېږي. په نندارتون کې يادې تصدۍ په عمده توګه لمريزې تختې کتونکو ته معرفي کړې دي .احمد چې په موريتانيا کې د برېښنا توليدولو د يوې تصدۍ منيجر دی، خبريال ته وويل:

(( د نويو انرژيو په اړه ټولو نندارتونونو کې چې پکې مې ګډون کړی، ((ينګ لي)) دغه سوداګريز مارک ليدلی او په خبرونو کې له رسنيو ما هم کله نا کله دغه نوم اورېدلی دی، دا مارک ښايي په نړۍ کې د لمريزو تختو په سوداګريزو مارکونو کې لومړی ښه مارک وي. غواړم چې نن ورځ يو صندوق تختې واخلم، ځکه چې په موريتانيا کې د يو لمريزې انرژۍ چلېدونکي بريښناکوټ د جوړولو نيت لرم . ))

د ((ينګ لي)) خرڅوونکی کارکوونکي خبريال ته وويل، چې د څلور ورځني نندارتون له پای ته رسيدو وروسته اوو، اتو تصديو له موږ سره د بتريو تختو د اخيستلو غوښتنې وړاندې کړې دي. د ((ينګ لي)) تصدۍ چې د فوټبال له دوو دورو نړيوالو سياليو سره يې مالي مرستې کړې، په افريقا کې ډېره مشهوره ده. په سنيګال کې د ينګ لي يو خرڅوونکي کارکوونکي وويل:

(( زيات کسان چې که څه هم د توليداتو دقيق کيفيت باندې نپوهيږي، خو هر کله چې د ينګ لي نوم اوري ،د دې سوداګريز مارک ډيره ستاينه کوي. په تېره بيا د لمريزو تختو ، ځيني اخيستونکي په ځانګړي توګه د ينګ لي په نوم تختې اخلي. په سنيګال کې له ٦٠ سلنې څخه تر ٧٠ سلنې پورې پلورل شوې لمريزې تختې د ينګ لي شرکت لخوا توليد شوې دي. ))

خو د لويديځې افريقا بازارونه دا ډول دي چې اقتصاد يې وروسته پاتې دی، پانګې يې کمې دي او د مشتريانو د اخيستلو توان يې ټيټ دی. د چين د جونګ شينګ شرکت د مخابراتو او انرژيو توليداتو څانګې مرستيال لي ګوانګ يونګ وويل:

(( په لويديځې افريقا کې موږ کوښښ کوو چې د لوړ موثريت لرونکي توکي د سيمې وګړو ته وړاندې کړو، د دې تر څنګ تر ممکنه حده پورې له بيا کارېدونکو انرژيو څخه استفاده کوو. د ټولو توليداتو په طرحه کې د توکو توليدولو قيمت ته ډيره پاملرنه کوو ، ځکه چې د دې سيمې په بازارونو کې د مصرفوونکو وړتيا محدوده ده. نو معقولې او پر ځای بيې او ښه کيفيت زموږ د کوښښ هدف دی. موږ د اخيستونکو لپاره دا ژمنه کوو چې له ٥ کلونو څخه تر ٧ کلونو پورې د توليداتو کارولو وروسته، که توليد د کيفيت له پلوه نيمګړتيا ولري، مصرفوونکی کارول شوی توليد مغازې ته بيرته ورکولی شي. ))

(په نندارتون کې د جونګ شينګ د مخابراتي شرکت غرفه)

په دغه نندارتون کې د جونګ شينګ مخابراتې تصدۍ په افريقا کې د برېښنا او اوبو د استعمال په شمول د خلکو د ژوند سره اړينو برخو کې توليدات او تخنيکي پلان وښودو، مثلأ د لمريزې انرژۍ بټري چې د کور او په ليرې او ګوښه سيمو کې کارول کېږي، د اوبو د برابرولو سيسټم او د سړک پر غاړو څراغونه چې په پوره توګه د لمريزې انرژۍ په وسيله کار کوي، او د لمريزې انرژۍ په وسيله د برېښناکوټونو او د بټري توليدولو فابريکې او داسې نور.

د جونګ شينګ د مخابراتو او انرژيو توليداتو څانګې يوې منيجرې فنګ لين وويل:

(( زموږ په اند افريقا د شنې انرژۍ د کارولو يو لوی بازار دی. زموږ تصدۍ په افريقا کې د انرژۍ اړتياوو د پوره کولو په اړه يو لړ پلانونه وړاندې کړي دي چې دغه پلانونه په لسګونو افريقايي هېوادونو کې استعمال او ترسره کيږي. موږ د چين په مرسته د افريقا د شنې انرژۍ د کارولو په پروګرام کې ګډون کړی چې تر اوسه پنځلس هېوادونو ترې ګټې اخيستې دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای