CRI Online

د ځوانانو اپارتماني هوټل

cri     (GMT+08:00) 2015-06-25 17:15:57


سپين رنګه سامانونه ، شنه دېوالونه، ښکلې ګلدانۍ، پر دېوال باندې ځړول شوي عکسونه.... چې دا د ((که يو)) په نوم د ځوانانو په يو آپارتمان کې ليدل کېږي چې د هوسايۍ او فيشن ښکلې فضا لري. ٢٩ کلن هلک ((شيو فو يوان )) د وو هان ښار په يو استوګنځي کې د کورونو د کرايې په وسيله د دغه ډول اپارتماني هوټل جوړوونکی دی. هغه د کورونو له خاوندانو څخه کورونه په کرايه اخيستي او بيا له ښکلا وروسته نورو ځوانانو ته په کرايه ورکوي. د هر اپارتمان مساحت ١٥ متره مربع دی او پکې تشناب، پخلنځی او د ناستې کوټه شته.

د کرايه کورونو موندنه، د اپارتمانونو تزئين، د سامانونو اخيستنه او حتی د کرايه اخيستونکو لپاره د سامانونو ترميم ټولټال د شيو فو يوان په خپله غاړه دي. هغه وويل چې زه ځوان يم، پخوا مې کور هم په کرايه نيولی، نو د ځوانانو په ستونزو پوهېږم. شيو فو يوان د کورونو د ښکلا او سينګار له چارو سره بيخي اشنا دی او کله نا کله د اکيا په نوم د سامانونو له پلورنځي څخه شيان اخلي. هغه وويل، چې د ٣٩ يوانو په ارزښت يو کوچنی ميز، د ٥٠٠ يوانو په ارزښت سوفا، ښايسته او مناسب دي. اپارتمان څنګه په ارزان سامانونو او لوازمو تزئين کېږي؟ په دې هکله شيو فو يوان ښه تجربه لري.

د کرايه نيوونکو په سترګو کې د ليو فو يوان ماغزه فعاله او مخکې دي: د ده شرکت د کورونو په کرايه ورکونې او سينګار، په انټرنيټ کې د شيانو اخيستنې، د کوټې د پاکونې او د امنيت ساتنې په شمول يو لړ خدمتونه برابروي او وخت نا وخت د په زړه پوري فعاليتونو د جوړولو له لارې ګڼ شمېر کرايه اخيستونکي ځوانان راغونډوي. د اپارتمان د ادارې خدمت هم ډېر زړه جلبوونکي دي چې که کرايه اخيستونکي د کوټو د پاکولو، د شيانو د ترميمولو په شمول د خدمت غوښتنې وکړي، کارکوونکي به سمدلاسه اپارتمان ته لاړ شي او غوره خدمت به ورته وړاندې کړي.

د ده د ښوونکو او ټولګيوالو په سترګو کې، شيو فو يوان يو ډېر فعال هلک دی، هغه پوهنتون ته له داخلې وروسته د خپلو چارو په جوړولو پيل وکړ. هغه د وړوکو سوداګريزو شيانو د پلورلو په وسيله له پوهنتون څخه تر فراغت مخکې دوه لکه يوانه پيسې وګټلې.

په ٢٠٠٩ کال کې هغه د اليبابا په نوم په يوه لويه تصدۍ کې کار وکړ او د پيسو د سپمولو امله يې په بېجينګ کې يو پوهنتون ته نژدې له خپل کاکا سره په يوه وړوکې کرايه کوټه کې اوسېده چې مساحت يې يوازې ١٥ متره مربع و. په تنګه کوټه کې د هېواد له بېلا بېلو ځانونوڅخه راغلي ځوانان راغونډيدل، د شيو فو يوان په خوله دا بالکل د ښار د بيوزلو وګړو د استوګنې سيمه ده. په ٢٠١٢ کال کې هغه د زده کړې لپاره وو هان ښار ته لاړ او د کرايه کور د موندلو په بهير کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ و.

يوه ورځ د ده يو ټولګيوال د اپارتماني هوټل د پرانيستلو چارو پرمختيا ياده کړه، د ده په دماغ کې د پيسو ګټلو او کاروبار خيال راپېدا شو ځکه چې د بېجينګ او وو هان په شان لويو ښارونو کې د کرايه کورونو د موندلو ستونزې ډيرې دي . نو د اپارتماني هوټل د خلاصولو پرېکړه يې وکړه . لومړی هغه د بازاري پلټنې او د اصلي بيې د ارزپابۍ په شمول ډيرې هڅې وکړې چې په پايله کې يې يو اپارتمان په کرايه ونيولو او د جدي تزئين له لارې يې دغه اپارتمان يوه اوونۍ وروسته په کرايه ورکړ . ورپسې هغه اوه لکه يوانه پيسې په پور واخيستې او يو شرکت يې جوړ کړ څو چې هغه اپارتمانونه چې په کرايه اخلي او بيا يې نورو ته په کرايه ورکوي.

يو کال وروسته دده لخوا په کرايه ورکړل شوي اپارتمانونه ډيرې وو ، نو شيو فويوان وغوښتل چې د نورو پانګې راجلبې کړي. په دوهمه ورځ دوه مليونه يوانه پيسې يې ومنلې چې له امله يې دوه سوه اپارتمانونه په کرايه ورکړل شوي دي.

شيو فو يوان باور لری چې سږ کال به يو زر اپارتمانونه فارغ التحصيلانو ته په کرايه ورکړي شی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای