CRI Online

د سږ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د چين له خوا راجلب شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په نسبت زياتې شوې

cri     (GMT+08:00) 2016-04-14 21:38:47


د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د چين له خوا د راجلب شويو بهرنيو پانګو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله زيات شو. د صنعت له لحاظه، په هغو صنعتونو کې چې لوړه تکنالوژي لري، د بهرنيو پانګو د زياتوالي انډول لوړ و. د جغرافيايي مقام له لحاظه، د چين په لويديځو سيمو کې د کارول شويو پانګو د زياتوالي انډول د ليدو وړ دی.

د شمېرنې له مخې، د سږ کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په چين کې پنځه زره نهه سوه شپږ پنځوس د بهرنيو پانګو تصدۍ تازه جوړې شوې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت يو اعشاريه شپږ سلنه زيات و. پنځه دېرش مليارډه څلور سوه شل مليونه امريکايي ډالره بهرنۍ پانګې کارول شوې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلور اعشاريه پنځه سلنه زياتې شوې. د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو پانګو ادارې د چارواکي ګاو شانګ ده په اند په داسې حال کې چې د نړيوال اقتصاد ټيټوالی رامنځته شوی، چين د بهرنيو پانګو زياتوالی ساتلی دی، دا ډېر ښه کار دی.

د صنعت له لحاظه، په لومړيو دريو مياشتو کې د خدمتي صنعت په برخه کې د استعمال شويو بهرنيو پانګو د زياتوالي سرعت چټک و چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت اوه اعشاريه شپږ سلنه لوړ و او په عمومي اندازه کې يې اته شپيته اعشاريه نهه سلنه برخه ونيوه. په تېره بيا د لوړې تکنالوژۍ په خدمتي صنعتونو کې د بهرنيو پانګو د زياتوالي انډول له يو چند نه لوړ و. نوموړي وويل،

(( د لوړې تکنالوژۍ خدمتي صنعتونو د څلور مليارډو او شلو مليونه امريکايي ډالرو په اندازه بهرنۍ پانګې کارولې چې د زياتوالي انډول يې يو سلو څلور اعشاريه درې سلنه و. له دې جملې څخه د ديجټال په خدمتي صنعت او د معلوماتي تکنالوژۍ په خدمتي صنعت کې د بهرنيو پانګو د زياتوالي انډول دواړه له دوو چندو نه لوړ دی. ))

د شوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د بهرنيو پانګو عمده سرچينه ثابته وه او په چين کې د ورېښمو لارې پر غاړه د پراتو هېوادونو پانګونه هم زياته شوه. په چين کې د امريکا او اروپا د اچول شويو پانګو د زياتوالي انډول له يو چند څخه لوړ و. ولې په چين کې د امريکا پانګونه په چټکه سره لوړه شوې؟ په دې هکله د سوداګر ۍ وزارت وياند شن دان يانګ وويل، يو لامل دا دی چې د تېر کال په همدې موده کې په چين کې د امريکا پانګونه ټيټه وه، بل لامل دا دی چې امريکايي تصدۍ د چين د بازار په اړه خوشبينې دي او باور لري.

د پام وړ دا ده چې په لومړيو دريو مياشتو کې د چين د لويديځو سيمو له خوا جلب شوې بهرنې پانکې ډېرې زياتې شوې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه څلوېښت اعشاريه پنځه سلنه زياتې شوې، د زياتوالي انډول يې د هېواد د منځني شمېر په نسبت ډېر لوړ و. د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو پانګو ادارې چارواکي ګاو شانګ ده وويل، چې ياد حالت په لويديځو سيمو کې د پانګونې چاپيريال تر بشپړوالي پورې اړه لري. هغه وويل،

(( ځکه لويديځې سيمې د بهرنيو پانګو د منلو په برخه کې لوی پټ قوت لري. په ختيځو سيمو کې د ځمکو او د کار ځواک بيه د لوړوالي په حال کې ده، نو ځينو بهرنيو سوداګرو لويديځې سيمې انتخاب کړې. له بلې خوا، د څو کلونو له پرمختګ وروتسه د لويديځو سيمو د پانګونې چاپيريال ښه شوی دی. بر سيره پر دې، د لويديځو سيمو ځيني کسان په مزدورۍ پسې ختيځو سيمو ته تللي، له ختيځو سيمو څخه يې اخيستل شوې تکنالوژي او توان بېرته لويديځو سيمو ته رسولی، دغه راز د بهرنيو پانګو د راجلبولو په برخه کې د لويديځو سيمو توان هم لوړ شوی دی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای