CRI Online

د پرمختګ موندلو په لاره کې د تانګ شان تجربې

cri     (GMT+08:00) 2016-05-26 16:29:05


تانګ شان د چين د اوسني صنعت سرچينه ده. څلوېښت کاله مخکې د يوې سختې زلزلې له امله دغه ښار کنډواله شوی و، تانګ شان يوازې د لسو کلونو د هلو ځلو له لارې بيا رغونه بشپړه کړې وه. خو په دې وروستيو کلونو کې د چين د هغو نورو ښارونو په شان چې غني طبيعي زيرمې او سرچينې لري، د تانګ شان په وړاندې د پرمختيايي لارې د بدلون او د دواملرونکي پرمختګ د موندنې مسئلې شتون لري. د خپرونې په نننۍ کړۍ کې به د پرمختګ موندلو په نوې لار کې د تانګ شان ښار د تجربو په اړه معلومات وړاندې کړم.

د هه بې د (( تيان شان )) د بيلوژيکي تکنالوژۍ شرکت د هغو شرکتونو يوه ښه بېلګه ده چې د چاپيريال ساتنې له چارو څخه يې صنعتي ګټې پيدا کړې. د دې شرکت عمومي منيجر ګونګ شوی هوا وويل

(( د چين د اقتصادي پرمختګ او کرهنيز پرمختګ سره، ايکولوژيک چاپيريال د پاملرنې وړ مسئلې په توګه ګرځېدلی دی. زموږ شرکت د ځمکنۍ ککړتيا،د ورکېدو بوسو او کرهنيزو فاضله موادو په شمول د ځينو اوسنيو کرهنيزو مسئلو د حل و فصل له لحاظه فکر کړی او د ايکلوژيکي کثافاتو د بيا کارولو په برخه کې مو يوه لار پيدا کړې ده. موږ د ايکلوژيکي او عضوي کثافاتو د تجزيې له لارې د کار تېل،مايع، ګاز او کاربن تر لاسه کولی شو. ))

ګونګ شو هوا غواړي چې د خپلې څارنې او تجربې له لارې د چاپيريال د ککړتيا په درنه بيه د توليدي پرمختګ د تر لاسه کولو لاره بدله کړي او د شنې کرهنې د پرمختګ لپاره يوه نوې لار پيدا کړي.

(( په اوږد مهال کې د کيمياوي سرو او کوډونو د استعمال له امله د ځمکې د ټوټې او د حاصلاتو د کيفيت د ټيټوالي په شمول مسئلې رامنځته شوې دي. نو د سرو په څېړلو مې پيل کړی دی. ))

په تانګ شان ښار کې د نوموړي شرکت په شان شرکتونه چې د انرژۍ د سپما، لوړ موثريت او چاپيريال ساتنې په بڼه پرمختګ مومي، زيات دي. تانګ شان د چين په شمال کې د کلالۍ مهم توليدي ځای دی، د کلالۍ زيات توليدات يې بهر ته صادريږي، خو په اوږد مهال کې د ګټو د کموالي او د چاپيريال د ککړتيا په شمول مسئلې هم د دې ښار په وړاندې شتون لري. د نړيوال پولي بحران له رامنځته کېدو څخه تر اوسه پورې د اومو موادو او د کار ځواک د بيو د لوړوالي تر اغېزو لاندې د تانګ شان د کلالۍ توليدوونکي شرکتونه د توليدي جوړښت بدلون ته اړ دي. د لونګ دا د کلالۍ شرکت له هغو شرکتونو څخه يو دې چې د علمي تکنالوژۍ د کارولو له لارې د ودې د موندلو په هڅه کې دي. د دې شرکت منيجر چن يون فان وويل

(( اوس په چين کې د کاري ځواک بيه قيمتې نه ده، د ماشيني کېدو سويه لوړه نه ده، نو موږ په دې هڅه کې يو چې له بهر څخه عصري ماشينونه واخلو او لا ښايسته توليدات توليد کړو. په تانګ شان کې شاو خوا د کلالۍ زر توليدوونکي شرکتونه شتون لري، بازاري سيالي سخته ده. په ٢٠٠٥ کال کې مو دا په نظر کې لرلې وه چې ښايي په راتلونکي بازار کې د بيو سيالي رامنځته شي، نو د توليداتو پر کيفيت مو ټينګار کړی دی. ))

د چاو يو په نوم د تانګ شان د کلالۍ يو بل شرکت د هنري مهارت له لارې د توليداتو اضافي ارزښت لوړ کړی. د دې شرکت منيجر ليانګ چون لې وويل

(( دغه ګلدانۍ له دوه اعشاريه پنځه کيلوګرامو خټو جوړه شوې، سربيه يې شل يوانه ده، د يوې پيالې سربيه څو يوانه ده، خو که په يوه هنري شي بدل شي، بيه به لس زرو يوانو ته ورسيږي چې د پخوانۍ بيې په پرتله به سلګونه برابره زياته شي. اوس په چين کې کلتوري صنعت د چټک پرمختګ په حال کې دی، د تانګ شان د کلالۍ توليداتو او د مشهورو انځورګرو د ښکليو اثارو ترمنځ پيوستون ډېر ښه دی. ))

د عنعنوي مهارتونو ساتنه او نوښت د تانګ شان د پرمختګ نوې لار ګرځېدلې ده، د تانګا شان تصديو په دې لاره کې په لوی زړه ګامونه پورته کړي او پورته کوي يې او له ځايي حکومت څخه يې ملاتړ تر لاسه کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای