CRI Online

د نوښت صنعت: د چين او روسيې ترمنځ د همکارۍ نوی خوځنده قوت

cri     (GMT+08:00) 2016-06-09 20:13:41

 په روسيه کې د هوا وې شرکت د يوه روزنيز مرکز پرانيستونکي مراسم


د تېرو څو کلونو راهيسې، چين او روسيې دواړو د نوښت صنعت د پرمختګ لپاره زياتې هڅې کړې او د ګرځنده مخابراتي تجهيزاتو، کورنيو ځيرکو اسانتياوو، نړيوالو الکترونيکي سوداګريزو چارو او انټرنيټي صنعت په برخو کې يې د دواړو هېوادونو تصديو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړې دي.

په روسيه کې دا ليدل کيږي چې زيات ټکسي چلوونکي چيني ګرځنده تېلفونونه او ټابلټ کمپيوټرونه استعمالوي، زياتو روسانو د هواوې، ليان شيانګ او شياو مي په شمول د چين زياتې تجارتي نښې منلې دي. بر سيره پر دې چې د چين له خوا جوړ شوي الکترونيکي توليدات د روسانو په ورځي ژوند کې کارول کيږي، چيني تصدۍ په معلوماتي او مخابراتي برخه کې د روسيې د اعتبار ور ګرځېدلې دي.

د هوا وې په نوم چيني شرکت په ١٩٩٧ کال کې په روسيه کې خپل لومړی بهرنی فرعي شرکت جوړ کړ. د شلو کلونو له پرمختګ وروسته، هوا وې د روسيې په يوولسو ښارونو کې خپل دفترونه لري، او د څېړنو مرکز، د روزنې مرکز او د انټرنيټي ادارې مرکزونه يې جوړ کړي دي. په روسيه کې د هوا وې فرعي شرکت د مشر مرستيال جاو لي کون وويل، چې هوا وې څېړنو او نوښت ته په درنه سترګه ګوري، هر کال د عمومي عايداتو لس سلنه برخه د توليداتو په څېړنو لګيږي، په ٢٠١٥ کال کې څيړنيز لګښت يې په عمومي عايداتو کې پنځلس سلنه برخه ونيوه چې نژدې نوي مليارډه امريکايي ډالره و.

((په څيړنو کې دوامداره لګښتونه او نوښت په روسيه کې د هوا وې د برياليتوب مهم سبب دی. په څيړنو کې به د دوامداره لګښتونو له لارې هغه توليدات او پلانونه جوړ شي چې د مشتريانو اړتياوې پوره کولی شي. بر سيره پر دې، په تېرو دوو کلونو کې هوا وې د روسيې د اقتصادي حالاتو پر ضد د مشتريانو د اړتياوو سره سم ښه پلانونه جوړولی شي چې بيه يې ټيټه او موثريت يې لوړ دی، دغه راز موږ په روسي بازار کې اعتماد تر لاسه کړی دی. ))

د ښايسته توليداتو او ښه خدمتونو بر سيره، چيني تصدۍ هم له ځايي ښوونيزو ارګانونو سره همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري، په ګډه سره يې د مسلکي کسانو د روزنې پروژه پيل کړې. ښاغلي جاو لي کون وويل، چې د هوا وې شرکت په اند د روسيې په ښوونيزو پروژو کې ګډون کول د دواملروننکي پرمختګ يوه برخه ده.

(( هوا وې په ٢٠٠١ کال کې د مسکو د مخابراتو له دولتي پوهنتون سره په همکارۍ يو روزنيز مرکز جوړ کړ، تر اوسه پورې يې د ای سي ټي په ساحه کې له پنځه ويشتو تنو نه زيات کارپوهان روزلي. په ٢٠١٢ کال کې د هوا وې په غوښتنه د روسي پوهنتونونو د محصلينو او ځوانو ای سي ټي کارپوهانو د مسلکي توان د لوړوالي په موخه يوه پروژه جوړه کړه. تر اوسه پورې د نهو روسي پوهنتونو محصلينو او د روسي حکومت د نهو څانګو ځوانو چارواکو په ياده پروژه کې ګډون کړی دی. ))

په ٢٠١٦ کال کې د چين حکومت په کاري راپور کې راغلي چې د (( انټرنيټ + )) د پرمختګ پلان په نړيوالو بازارونو کې د چيني انټرنيټي تصديو د فعاليتونو لارښوونه ده. په دې وروستيو کلونو کې د چين او روسيې ترمنځ الکترونيکي سوداګريزې چارې ډېرې فعالې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريو کې د پام وړ برخه بلل شوې ده. د الي او جينګ دونګ په شمول د چين مشهورې انټرنيټې تصدۍ په بريالۍ توګه روسي بازار ته ننوتلې دي، او د دوی له لارې نورې زياتې چيني تجارتي نښې په روسيه کې پېژندل شوې دي. په روسيه کې د الي فرعي شرکت مسئول مارک زواديسکي وويل، د انټرنيټ او سوداګرۍ پيوستون په روسي بازار کې د دغو چيني توليداتو د زياتوالي لپاره ګټور دی.

(( هيله لرم چې له نورو زياتو چيني تصديو سره همکاريزې اړيکې ټينګې کړم، توليدات يې په ريښتيني ډول ښه دي، يوازې د بهرنيو بازارونو د نيولو سرچينه نه لري. الي له همدغسي تصديو سره مرستې کولی شي او د دوی لپاره فرصت برابرولی شي چې په لنډه موده کې به په بهرنيو بازارونو کې مليونونه مشتريان ولري. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای