CRI Online

د چين او د جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ د څلورمې دورې نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2016-06-15 17:43:22

د چين او د جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ د نندارتون پرانيستونکي مراسم


د جون د دوولسمې نېټې په سهار د چين او جنوبي اسيا ترمنځ د څلورمې دورې نندارتون او د کون مينګ د وارداتي او صادراتي توليداتو د څلورويشتمې دورې نندارتون د چين د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې پرانيستل شول. نهه اتيا هېوادونو او سيمو، د چين نهه ويشت ولايتونو او پنځه زرو تصديو په دې نندارتون کې ګډون کړی دی.

د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ د نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې وويل، چې چين د جنوبي اسيا د هېوادونو عمده تجارتي ملګری او پانګه اچوونکی هېواد دی، چين او د جنوبي ختيځې اسيا هېوادونه ښه ګاونډي، ملاتړي دوستان او ګټور ملګري دي.

د نيپال د ولسمشر مرستيال نندا بهادر پن په پرانيستونکو مراسمو کې د نيپال او چين ترمنځ د دوستانه اړيکو لوړه ستاينه وکړه او له نيپال سره د چين د مرستو او ملاتړ مننه وکړه.

(( د نيپال او چين ترمنځ دوستي پېړۍ پېړۍ تاريخ لري، د راهب شيوان جانګ په شمول زياتو مشهورو شخصيتونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره د احترام وړ خدمتونه کړي. له اوږدې مودې راهيسې چين تل د نيپال د ابادۍ او پرمختګ ملاتړ او زياتې مرستې يې ورسره کړې دي. ))

په دې وروستيو کلونو کې د چين د اقتصادي پرمختګ سره د نيپال او چين ترمنځ تجارتي تګ راتګ لا زيات شوی او ارتباط يې لا نژدې شوی دی. د ولسمشر مرستيال پن باور لري چې نيپال د چين د ښه ګاونډي هېواد په توګه د چين له اقتصادي پرمختګ څخه ګټې تر لاسه کولی شي.

(( له لرغونې تاريخ څخه راهيسې چين او د جنوبي اسيا هېوادونه يو بل ته پرمختيا ورکړې، ګډ پرمختګ لرو، د ورېښمو لرغونې لاره او د ورېښمو سمندري لاره يې ښې نمونې دي. نيپال باور لري چې د يوه کمربند او يوې لارې ستراتيژي تچې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې، بېلا بېلو هېوادونو ته به ګټې ورسوي. ))

د پاکستان د سوداګرۍ وزير خرم دستګير خان د چين نړيوالې راډيو خبريال ته وويل

(( ډېر خوښ يو چې زيات پاکستاني سوداګران د چين او جنوبي اسيا ترمنځ نندارتون کې ګډون کوي. په دې نندارتون کې د پاکستاني غرفو شمېر دوه سوه او څلور دېرش دی. د پاکستان له بېلا بېلو سيمو څخه راغلي سوداګرانو د چين او جنوبي اسيا ترمنځ نندارتون ته ځانګړي توليدات راوړلي. دغه نندارتون په پاکستاني سوداګرو کې لا مشهور او مهم ګرځېدلی دی، زياتې تجارتي ټولنې له دې نندارتون سره ډېره علاقه لري او د نندارتون له کوربه ارګان سره يې تماس نيولی. هيله لرم چې په راتلونکي کې نور زيات پاکستاني سوداګر په دې نندارتون کې ګډون وکړي. چين او پاکستان ښه ملګري دي چې ګډ غرونه او سيندونه لري، هيله من يم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز تګ راتګ لا پياوړی شي. ))

د سريلانکا د نړيوالو سودګريزو چارو وزير سوجيوا سيناسينګ د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې د سريلانکا حکومت د کورنيو تصديو پوره ملاتړ کوي چې په چين کې خپل کار و بار پياوړی کړي، او هيله لري چې د روان کال تر پايه پورې له چين سره د تجارتي معاملو ارزښت درې چنده زيات کړي. چين په سريلانکا کې ځينې لويې پروژې لري، سريلانکا به په بېلا بېلو ساحو کې د چين له پرمختګ څخه تجربې واخلي. سريلانکا غواړي چې د راتلونکي کال په وروستۍ نيمايي کې له چين سره د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړي.

په ګوان جو ښار کې د هند رئيس کنسول سايله تانګل د چين نړيوالې راډيو خبريال ته وويل، چې د چين او جنوبي اسيا ترمنځ نندارتون او د کون مينګ د وارداتي او صادراتي توليداتونندارتون د هند او چين ترمنځ د تجارتي او کلتوري تګ راتګ په پياوړتيا کې مهم رول لوبوي. د هند حکومت او خلک د چين د پانګه اچوونکو هرکلی کوي چې په هند کې تجارتي چارې پر مخ يوسي.

په نندارتون کې د پاکستان د سوداګرۍ وزير خرم ستګير خان

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای