0831jingji
|
د نړيوال اقتصاد پرمختګ د ورووالی په حال کې دی، د امريکا د الينويس د تکنالوژۍ اکاډمۍ اقتصاد پوه کهېري ټورک په دې نظر دی چې د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه چې ژر به د چين په هانګ جو ښار کې پرانيستل شي، نړۍ ته به د پرمختګ نوي نظرونه او مفکورې برابرې کړي او پرمختيايي هېوادونو ته به ګټورې تجربې او فرصتونه ورسوي.
پروفيسر ټورک د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره مرکه کې وويل، چې په هانګ جو کې د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه مهم ارزښت لري. هغه وويل، چې اوسمهال نړيوال اقتصاد په يوه ځانګړې مرحله کې دی. د نړيوال اقتصاد د وړاندوينې په نوم راپور کې چې د سږ کال په جولای مياشت کې د نړيوال پولي صندوق له خوا خپور شوی، د روان کال او راتلونکي کال د اقتصادي زياتوالي مطلوبه انډول ټيټ شوی دی.
نوموړي دې ته اشاره وکړه چې د ٢٠٠٨ کال پولي بحران نړيوال اقتصاد ته سخت زيانونه اړولي دي، د بازارونو د هڅولو په موخه عملي شوې د پيسو تګلارې يوازې په لنډه موده کې ګټورې ثابتې شوې، خو د اقتصاد د بيا سمسورتيا په هکله د پاليسي جوړوونکو اميد بيځايه دی.
(( اته کاله کيږي چې په ٢٠٠٨ کال کې نړيوال پولي بحران رامنځته شوی، موږ ګورو چې د زياتو هېوادونو مرکزي بانکونو ډېرې پيسې اچولې، خو زموږ د بانکي ګټو انډول لا هم صفر دی، حتی په جاپان او اروپا کې له صفر نه ټيټې دي. شخصي څانګې د نندارې په حال کې دي، پانګونه نه غواړي. ))
په دغسې حال کې د عرضې اصلاحات لازم دي. د شکل اصلاحات وخت ته اړتيا لري، نتيجه يې تر ډېرې اندازې د حکومت د ځواکمنو سياسي هيلو تکيه کړې. پروفيسر ټورک وويل، د نورو زياتو اقتصاد پوهانو په شان په چين کې د روان اقتصادي اصلاحاتو په اړه پوره باور لرم.
(( چين د پام وړ ټکی دی. د چين پرمختګ به نړۍ ته ډېر بدلونونه ورسوي، او چين به د نړيوال اقتصاد انجن او لنګر وګرځي. ))
د پروفيسر ټورک په اند د ژن مين بين يوانو د تبادلوي ارزښت اصلاح بريالی شوی، ثابت ژن مين بين يوان د نړيوال اقتصاد د ارامۍ لپاره مهم دی.
هغه په دې خوښ دی چې د پرمختيايي هېوادونو د صنعتي کيدو مسئله به د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په محتوياتو کې شامله وي. د ده په اند د چين اقتصادي پرمختګ به نورو پرمختيايي هېوادونو ته ګټورې تجربې او فرصتونه ورسوي، او د وروستو کلونو راهيسې د چين په مشرۍ د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک، د ورېښمو لارې صندوق او د نويو پرمختګونو بانک په شمول پولي ارګانونه جوړ شوي، دغه راز دا تاييد شوې چې پرمختيايي هېوادونه د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په ساحه کې د اړتيا وړ پانګې تر لاسه کولی شي، د بنسټيزو تاسيسات ابادول د پرمختيايي هېوادونو د اقتصادي زياتوالي يوه عمده لاره ده.
(( د بنسټيزو تاسيسات ابادي د زياتو هېوادونو د عصري کېدو لپاره ګټوره ده، کوم چې د اوږدې مودې راهيسې د وروسته پاتي بنسټيزو تاسيساتو له امله نه ده پوره شوی. ښه بنسټيز تاسيسات به د بهرنيو هېوادونو لا زياتې پانګونې راجلب کړي او نور زيات کاري فرصتونه به برابر کړي. ))
البته پرمختيايي هېوادونه له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي، د بېلګې په توګه د توکيو د بيو د ټيټوالي او د امريکايي ډالر د تبادلې ارزښت د لوړوالي له امله د نړيوالو معاملو عمومي ارزښت د تېر کال په پرتله پنځلس سلنه ټيټ شوی، په دې وروستيو کې په ځينو پرمختللو هېوادونو کې له نړيوال کېدو سره د مخالفت غږونه جګ شوي دي، بريټانيا د ټولپوښتنې له لارې له اروپايي ټولنې څخه وتلې، د ټي ټي اي پي په اړه د امريکا او اروپا ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې. خو پروفيسر ټورک په دې نظر دی چې که څه هم پرمختللو هېوادونو د سوداګرۍ ساتنې زياتې تګلارې نيولې دي، خو زياتره برخه يې د سياسي امنيت په موخه ده چې د نړيوال کېدو پر تمايل اغېزه نه لري. هغه باور لري چې د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به د نړۍ لپاره د پرمختګ نوي نظرونه او مفکورې برابرې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |