CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې ابادي د هر کلي وړ ده

cri     (GMT+08:00) 2016-09-07 16:32:11


د ٢٠١٣ کال په سپتمبر او اکتوبر کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د منځنۍ اسيا او جنوبي ختيځې اسيا هېوادونو ته د سفر پر مهال په وار سره د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ٢١مې پېړۍ د ورېښمو سمندري لارې د ابادۍ غوښتنې وکړې چې موخه يې د لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ته ګډې ګټې او پرمختګونه رسول او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره د مثبتې انرژۍ برابرول دي. څو ورځې مخکې د چين د سوداګرۍ وزارت د عمومي چارو څانګې چارواکي سونګ لي هونګ د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره مرکه کې وويل، د يوه کمربند او يوې لارې غوښتنې د اړوندو هېوادونو او نړيوالې ټولنې فعال غبرګون او پراخ هرکلی تر لاسه کړی، اوسمهال په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ روانې دي او ځينې لاس ته راوړنې تر لاسه شوې دي.

ښاغلي سونګ لي هونګ وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د همکارۍ غوښتنه د قومونو، مذهب، ايديالوژۍ او ټولنيزو نظامونو له محدوديت څخه اوښتې ده، په نوی مرحله کې د چين د ورخلاصون او اقتصادي ديپلوماسۍ يوه برخه ده او له دې څخه د نړيوال اقتصاد د برابر پرمختګ په اړه د چين نيکې هيلې څرګنديږي.

نوموړي دې ته شاره وکړه چې د يوه کمربند او يوې لارې غوښتنه د سيمه ييزې همکارۍ د ژوروالي او اقتصادي پرمختګ په اړه د دې لارې د پرتو هېوادونو له ګډو هيلو سره سمون خوري.

(( د يوه کمربند او يوې لارې په غوښتنه کې نړيواله سوله او پرمختګ په نظر کې نيول کيږي، دغه راز دا پر نړيوال اقتصاد د پولي بحران د ژورو اغېزو د له منځه وړلو، د بيا سمسورتيا لپاره مهم ارزښت لري. د بنسټيزو تاسيساتو له لارې، د سوداګرۍ او پانګونې د همکارۍ د پياوړتيا له لارې، د يو لړ ګامونو له لارې، د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د بېلا بېلو عناصرو ازادې تبادلې او د بازارونو پيوستون پياوړی کېدای شي چې دا د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري. ))

د يوه کمربند او يوې لارې غوښتنې د نوي زمان د ورخلاصون او همکاريو لار پيدا کړې او د لارې پر غاړه يې پرتو هېوادونو ته د همکاريو او ګډو پرمختګونو فرصتونه رسولي، نو د نړيوالې ټولنې پراخې موافقې او فعال غبرګون يې تر لاسه کړی دی. ساغلی سونګ لي هونګ وويل

(( د شمېرنې له مخې، تر اوسه له سلو نه زياتو هېوادونو د يوه کمربند او يولاې لارې په ابادۍ کې د ګډون اراده څرګنده کړې، د دې تر څنګ مو د دېرشو هېوادونو له حکومتونو سره د يوه کمربند او يوې لارې همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. زياتو هېوادونو د يوه کمربند او يوې لارې سره سم خپله پرمختيايي ستراتيژۍ او پلانونه تطبيق کړي دی.))

دری کاله کيږي چې د يوه کمربند او يوې لارې غوښتنه وړاندې شوې، چين له اړوندو هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې د اسانتيا د لوړوالي، د اقتصادي او تجارتي همکاريزو سيمو او د ازادې سوداګريزو سيمو د ابادۍ په برخو کې زياتې هڅې کړې او لاس ته راوړنې يې تر لاسه کړې دي. ښاغلي سونګ لي هونګ وويل

(( د تېرو دريو کالونو راهيسې د يوه کمربند او يوې لارې په اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي. د لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره زموږ د سوداګريزو معاملو ارزښت درې زره سل مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې د چين په بهرنو معاملو په عمومي ارزښت کې ٢٦ سلنه برخه نيسي. په دغو هېوادونو کې د چين له خوا اچول شوې پانګې شاو خوا پنځوس مليارډه امريکايي ډالره دي چې د چين په ټولو بهرنيو پانګو کې دوولس سلنه برخه نيسي. چين په اړوندو هېوادونو کې دوه پنځوس تجارتي همکاريزې سيمې جوړې کړې چې د شرکتونو شپاړس مليارډه امريکايي ډالره پانګې يې راجلب کړې او د دغو هېوادونو اويا زره کسانو ته يې کارونه برابر کړي دي.))

د پرمختګ مسئله تل د انسانانو د تمدن د ودې اصلي موضوع ده، د ورېښمو لرغونې لار د انسانانو د پرمختګ په تاريخ کې زړه وړونکې پاڼه ده، په نوي زمان کې (( يو کمربند او يوه لار)) د ورېښمو د لرغونې لارې د رويې پر بنسټ د نړيوالې ټولنې د ګډ، برابر او همغږي پرمختګ لپاره مهم خوځنده ځواک دی.

(ياسيمن)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای