亚欧博览会展会
|
افغان سوداګر کنشکا عثماني ما ته وويل، دا د ده دوهم ځل و چې په دغه نندارتون کې يې ګډون کړی، تېر ځل څو کاله مخکې و چې په هغه وخت کې دغه نندارتون لا هم پر بهرنيو اقتصادي او تجارتي چارو د سلامشورو په اړه د اوروموچي نندارتون ونومېده. اوس کچه يې لوړه شوې او پيمانه يې هم لويه شوې ده. ښاغلي عثماني د چين په شانګ های او کون مينګ ښار کې کار و بار هم لري، خو د ده په اند شينجيانګ يو مهم بازار هم دی.
(اواز ١)
افغان سوداګر عبدالفريد اوس په چين کې خپل دفتر نلري،د دې نندارتون لپاره يې په ځانګړې توګه له کابل څخه شينجيانګ ته راغلی. هغه د خپلو مالونو په اړه ډېر باور لري او و يې ويل چې د افغانستان غالۍ په چين کې د هرکلي وړ دي.
(اواز ٢)
ښاغلي شرفالدين کټوازي وويل، چې دغه نندارتون د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ راتګ او تفاهم د پياوړتيا لپاره يو ډېر ښه فرصت دی، د افغان توکيو له لارې د افغانستان کلتور او ګټور معلومات نندارچيانو ته څرګنديدای شي.
( اواز ٣)
د يو کمربند او يوې لارې له ابادۍ سره، د چين او افغانستان ترمنځ تګ راتګ او همکاري به لا پياوړې شي، ښاغلي عثماني هم په دې اړه هيله وښودله.
(اواز ٤)
ښکلی افغان توکي
افغان سوداګر عبدالفريد
افغان سوداګر کنشکا عثماني
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |