CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې په رڼا کې په افغانستان کې د بازار لټولولپاره د دونګ فن شرکت هڅې.

cri     (GMT+08:00) 2016-09-30 21:48:21


(اواز ١) د دونګ فونګ موټرو توليدلو له فابريکې څخه د ليدنې غږونه

د سپتمبر په ۲۵مه نېټه، د افغانستان د صنعتي او سوداګريزې ټولنې پلاوی چې د چين ، اسيا او اروپا ترمنځ په پنځم نندارتون کې د ګډون په موخه چين ته راغلی، په شينجيانګ کې د دونګ فن د موټرو توليدولو له فرعي شرکت څخه کتنه وکړه. دغه شرکت د اوروموچي په اقتصادي پرمختيايي سيمه کې پروت دی.د ياد شرکت پهورکشاپ کې د شرکت منيجر داي جونګ د خپل شرکت د کاروبار په هکله حاضرينو ته معلومات ورکړل. د افغان پلاوي غړو په دقت سره د ده وينا ته غوږ نيولی و او کله نا کله يې خپلې د پام وړ پوښتنې هم وړاندې کولې .

ياد شرکت د چين د دونګ فون او د سويډن وولوو شرکتونو ترمنځ په ګډه پانګه جوړ شوی او د منځنيو او درنو باروړونکو ګاډيو د جوړولو او پلورلو شرکت دی . دغه شرکت په وار سره صحرايي موټر، د ګازو په وسيله چليدونکي موټر، په منځنۍ او لويديځه اسيا کې د چليدو لپاره مناسب موټر ، د موټر شاسي او خاص موټر ، د نوې انرژۍ په مټ چليدلي موټر جوړولی شي .

له تېرو څو کلونو راهيسې، د اسيا او ارام سمندر سيمې کې د بنسټيزو تاسيساتو له بشپړولواو د يوه کمربند او يوې لارې له ابادولو سره د ترانسپورتي تجهيزاتو او وسايلو جوړولو شرکتونو ته د نوي پړاو پرمختيايي فرصتونه برابر شوي دي . منيجر داي جون وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ د يوې برخې په توګه، د موټر توليدولو صنعت د هېوادونو ترمنځ په ټرانسپورټ کې ډير مهم رول لوبوي.

(( زموږ باور دی چې دا وړانديز د موټر توليدولو د صنعت د سمسورتيا لپاره ګټور دی ، په تيره بيا په شينجيانګ کې د موټر توليدولو د صنعت لپاره ، ځکه چې د بنسټيزو تاسيساتو ابادي موټرونو ته اړتيا لري ، خصوصا وروسته تر هغه چې بنسټيز تاسيسات او متقابلې همکارۍ او اړيکې بشپړې شوې وي او د خلکو ژوند کچه لوړه شوې وي ، د نورو ډول ډول موټرونو اړتياوې به خامخا زياتيږي .))

د يو کمربند او يوې لارې د هيلو او عملونو پلان سره سم چې د تېر کال په مارچ کې د چين پرمختګ او اصلاحاتو کميټې، د بهرنيو چارو وزارت او د سوداګرۍ وزارت له خوا خپور شوی ، شينجيانګ د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند مرکزي سيمه ګرځېدلې او له منځنۍ ، جنوبي او لويديځې اسيا سره د تبادلې او همکارۍ په برخه کې نه بدليدونکی تفوق او ښيګڼه لري . د منيجر داي په قول، زموږ ګروپ د شينجيانګ فرعي شرکت د ابادولو هدف منځنۍ او لويديځې اسيا ته د ورخلاصون د کړکۍ په توګه ګرځېدلی دی ، څو چې د يوه کمربند او يوې لارې له مخې له ټاکلو پروژو سره په شينجيانګ کې د خپلو فابريکو اړيکې ټينګې شي . په وروستيو دوو کلونو کې ياد شرکت د افغانستان په شمول د منځنۍ اسيا د هېوادونو سره اړيکې ټينګې کړې دي چې په دغو هېوادونو کې ډير ستر بازارونه شتون لري .

(اواز٣) دا جوته ده چې د تېر کال له دوهمې نيمايي راهيسې له افغانستان سره مو تګ راتګ مو زيات شوی دی . سږ کال به ممکن ټکي په ټکي صادرات پيل شي چې په دې توګه به ددوي احتياجات پوره شي .

د افغانستان د صنعتي او سوداګريزې ټولنې مرستيال خان جان الکوزي له ياد شرکت څخه تر کتنې وروسته خبريالې ته وويل چې له دې سفره يې ډير ګټور معلومات اخيستي او باور لري چې د چين او افغانستان ترمنځ د موټر پلورلو په برخه کې همکاري به لا نژدې شي .

(اواز ٤) ډير خوشحاله يو چې له دې شرکت څخه کتنه کوو او په دې شرکت کې توليد شوي موټرونه د بار وړلو ظرفيت ، فايدې او کيفيت له لحاظه ډير ښه دي . زموږ د پلاوي يو غړی ددوي سره د همکارۍ تړون د لاسليک نيت لري څو چې دغه موټرونه زموږ د هېواد د رغولو او ترانسپورټ په چارو کې ستر رول ولوبوي . دغه راز زموږ يو بل شرکت هم غواړي چې يوه اندازه مسافر وړونکي بسونه واخلي څو چې په ښارونو کې د مسافرينو وړلو راوړلو مرکزونه جوړ شي .

منيجر داي وويل چې د اوسپنيزو لارو او سړکونو پروژو د پر له پسې بشپړتيا له امله دغه شرکت ته انکشافي فرصت رسيدلی او هم د موټرونو صادرولو لپاره د حمل و نقل لګښت کم شوی دی. د موټر توليدولو شرکت د يوه کمربند او يوې لارې په ابادولو کې نه يوازې ګډون کوونکی بلکې ګټه اخيستوونکی هم دی.

(اواز٥) د مثال په توګه زموږ مورني شرکت او ايران ترمنځ د لاسليک شوي تړون له مخې پخوا ايران د موټرونو لوازم د شانګهاي بندر ، مالوکا تنګي او بيا د تورې بحيرې له لارې ايران ته ليږدول کېدل ، خو اوس موږ دا پلان لرو چې په راتلونکي کې د چين او اروپا اوسپنيزې لارې په وسيله په مستقيم ډول مالونه ايران ته وليږدو چې له امله به يې د حمل و نقل لګښت هم کم شي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای