CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ پروسه له مطلوب حالت څخه اوښتې ده

cri     (GMT+08:00) 2016-10-18 16:24:57


٢٠١٦ کال د يوه کمربند او يوې لارې د غوښتنې د وړاندې کېدو له درېيمې کليزې سره برابر دی. د تېرو دريو کلونو راهيسې، د ورېښمو لارې پر غاړه نمونوې پروژې قدم په قدم عملي شوی او د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ پروسه او لاس ته راوړنې يې له مطلوب حالت څخه اوښتې دي.

د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ غوښتنه په ٢٠١٣ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې وه. يو کمربند او يوه لاره د اسيا او اروپا په وچه کې تېريږي، د دې پر غاړه د پراتو سيمو نفوس څلور مليارډه څلور سوه مليونه تنه دی او عمومي اقتصادي اندازه يې شاو خوا درويشت مليارډه امريکايي ډالره ده.

د لږې مودې په وړاندې، د م م د سرمنشي مرستيال وو هونګ بو وويل، چې د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ غوښتنه تر ٢٠٣٠ کال پورې د دواملرونکي پرمختګ په اړه د م م له اجنډا سره ورته هيلې او بنسټيز اصول لري او د م م د دواملرونکي پرمختګ د موخې د پوره کولو په بهير کې به مهم رول ولوبوي.

(( د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پياوړتيا، ګډ پرمختګ او ګډه سمسورتيا د يوه کمربند او يوې لارې اصلي روحيه ده. سوله، همکاري، ورخلاصون، پراخوالی، متقابل اعتماد او تفاهم، دا تر ٢٠٣٠ کال پورې د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا له اصلي ارزښتونو سره سمون لري. بر سيره پر دې، د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ په غوښتنه کې په همدغو پنځو برخو کې همکاريو ته لومړيتوب ورکړل شوی چې د تګلارو همغږي، د تاسيساتو ترمنځ پيوستون، بې له ځنډ تجارت، د پيسو او پانګو ټولونه او د خلکو ترمنځ تفاهم، ياد محتويات زموږ د دواملرونکي پرمختګ له اوولسو هدفونو سره اړه لري. ))

تر اوسه تر سلو زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون کړی چين له دېرشو نه زياتو هېوادونو سره اړوند همکاريز تړونونه لاسليک کړي او له شلو هېوادونو سره يې د توليدي توان په برخه کې همکارۍ کړې دي. د م م په شمول نړيوال سازمانون هم له چين سره همکاريو کې فعال دي، د پولي چارو په برخه کې همکارۍ د ژوروالي په حال کې دي او يو ډول نمونوي پروژې هم پوره شوې دي.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مطبوعاتي وياند جاو چن شين وويل

(( چين له روسيې او مغولستان سره د بندر د همکارۍ چوکاټي تړون لاسليک کړی، دغه راز د چين او مغولستان ترمنځ وليج بندر بهر ته خلاص شوی. د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډيو لارې پرانيستل شوې. په منځنۍ او لويديځې اسيا کې، د ازبکستان په قلمرو کې د چين، قرغېزستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنيزې لارې پروژه بشپړه شوې، په تاجکستان کې د وحدت او يوون ترمنځ د پل او تونل پروژې لومړی نمبر تونل پرانيستل شوی. د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په برخه کې، او د پاکستان د کلاقوروم سړک د پروژې دوهم پړاو او د کراچي د ګړندی سړک پروژه پيل شوې ده. ))

تر اوسه چيني تصديو د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پراتو هېوادونو کې شپږ څلوېښت همکاريزې سيمې جوړې کړي دي. د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د پولي چارو او تصديو چارو څانګې معين اندري لابول وويل

(( زما په اند د نړيوال اقتصاد تګ راتګ او پيوستون پياوړتيا ډېرمه مهمه ده، چين يو لړ تدبيرونه نيولي دي، مثلا د يوه کمربند او يوې لارې ابادي، دا نه يوازې د دې سيمې لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره هم مهم ارزښت لري، چين د سيمه ييز او نړيوال تګ راتګ او پيوستون په برخه کې د پام وړ پېغام ليږلی دی. ))

د شمېرنې له مخې، په ٢٠١٥ کال کې د چين او د يوه کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د صادراتي او وارداتي معاملو عمومي اندازه زر مليارډو امريکايي ډالرو ته نژدې وه او په دغو هېوادونو کې د چين پانګه پنځلسو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلې چې دا شمېره د ٢٠١٤ کال په پرتله اتلس سلنه زياته ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای