CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې درې کلنه ابادي

cri     (GMT+08:00) 2016-10-28 20:23:27

رئيس شي جين پينګ د ازبکستان له پخوانی ولسمشر اسلام کريموف سره يې د ويډيو له لارې د انګرين _پاپ د اوسپنيز تونل په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و.


د ٢٠١٣ کال په مني کې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د منځنۍ اسيا او جنوب اختيځې اسيا هېوادونو ته د سفرونو پر مهال په وار سره د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو د ٢١مې پېړۍ سمندري لارې د ابادولو غوښتنه وکړه. په تېرو دريو کلونو کې د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې يو لړ لاس ته راوړنې تر لاسه شوې دي، اړوند فکرونه او پلانونه قدم په قدم رښتيني او پر ځای کيږي.

رئيس شي جين پينګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ له لارې د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او متقابل پيوستون پياوړتيا، د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د سويې لوړوالي او د نړيوال توليدي توان او د تجهيزاتو د توليد په برخو کې د همکارۍ نژدېوالي اصلي موخه دا ده چې د موثرې عرضې په وسيله نوې اړتياوې وموندل شي، تر څو نړيوال اقتصاد برابر شي.

((اوسمهال نړيوال اقتصاد کمزوری دی، که د چين د توليد او ابادۍ ځواک د صنعتي کېدو، عصري کېدو او د بنسټيزو تاسيساتو د لوړوالي په برخو کې د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو اړتياوې پوره کولی شي، دا د نړيوال اقتصاد د ثبات لپاره ګټوره ده. ))

((اواز))

د سږ کال د جون په ٢٢مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چې ازبکستان ته په خپل رسمي سفر لاړ و، د دې هېواد له پخوانی ولسمشر اسلام کريموف سره يې د ويډيو له لارې د انګرين _پاپ د اوسپنيز تونل په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و. ياد تونل د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د چين او ازبکستان ګډ برياليتوب دی.

د لارو جوړونه په تېرو دريو کلونو کې د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ ډېر مهم کار دی. د اړوند عمومي پلان سره سم، د شپږو دهليزنو، شپږو لارو، ډېرو هېوادونو او ډېرو بندرونو پر غاړه متقابل پيوستون به بشپړ شي چې پکې د ترانسپورټ ابادي ډېره مهمه ده. (( شپږ دهليزونه )) يعنې د اسيا او اروپا ترمنځ د نوي ځمکني پل، د چين مغولستان او روسيې ترمنځ، د چين منځنۍ اسيا او لويديځې اسيا ترمنځ، د چين په جنوبي خوا د ټاپووزمې، د چين او پاکستان ترمنځ، د چين بنګلاديش هند او ميانمرترمنځ اقتصادي دهليزونه دي. (( شپږ لارې )) يعنې د اوسپنيزو لارو، سړکونو، سمندري لارو، هوايي لارو، نل ليکو او معلوماتي وسيلو په شمول شپږ ترانسپورټي شبکې دي. (( ډېر هېوادونه )) يعنې په منځنې اسيا، جنوب ختيځې اسيا، جنوبي اسيا، لويديځې اسيا، اروپا او افريقا کې به د يوه کمربند او يوې لارې د ابادي يوه ډله مهم هېوادونه وروزل شي. ډېر بندرونه يعنې د ورېښمو د ٢١مې پېړۍ سمندري لارې پر غاړه به يوه ډوله مهم بندرونه جوړ شي.

د چين د نړيوالو مسئلو اکاډمۍ مرستيال ژوان ځونګ ځه وويل

(( د يوه کمربند او يوې لارې له غوښتنې څخه ښکاري چې چين يو خلاص لوی هېواد دی او هيله لري چې له ګاونډيو او ټولې نړۍ سره د پرمختګ ګټې شريکې کړي. دا د چين مهمه مفکوره ده چې د يوه کمربند او يوې لارې له لارې له اړوندو هېوادونو سره ګټې شريک کوي او د همکارۍ له لارې ګډ برياليتوبونه مومي. ولې دومره هېوادونه د يوه کمربند او يوې لارې ملاتړ کوي او پکې فعال ګډون يې کړی دی، ځکه د پرمختګ فرصتونه يې ګټلي دي. د چين او اړوندو هېوادونو ترمنځ د پيوستون او تګ راتګ له پياوړتيا او د بنسټيزو تاسيساتو پروژو له بشپړېدو سره، دغه فرصتونه او ګټې به لا زياتې شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای