CRI Online

په اسرائيلو کې د يو چيني ځوان د خپلو چارو د جوړولو کيسه

cri     (GMT+08:00) 2016-11-04 16:18:47


که څه هم د اسرائيلو نفوس زيات نه دی او هم يې مساحت لوی نه دی، خو دغه هېواد د چارو د جوړونې او نوښت له امله په نړۍ کې مشهور دی. د چارو د جوړولو هېواد په نوم کتاب چې سريزه يې د اسرائيلو د پخواني صدراعظم پيريس له خوا ليکل شوې ، ډېر چينايان راجلب کړي او په اسرائيلو کې يې پانګونې او همکارۍ موندلې. يو چينايي ځوان (( لو يو )) چې د زده کړې په غرض اسرائيلو ته لاړ دی، په دې هېواد کې يې د سوداګرۍ فرصت هم پيدا کړی او خپلې چارې يې جوړې کړې دي. د ده کارو بار نه چيني راستورانت دی، نه د الماسو خرڅلاو ، بلکې له عالي تکنالوژۍ سره اړه لرونکی يو شرکت دی.

د لو يو شرکت د تلاويف په مشهور پولي سړک پروت دی. دغه تصدۍ په ٢٠١٥ کال کې جوړه شوې وه، اوس ٣ تنه اسرائيلي کارکوونکي لري چې ټول په چيني ژبه خبرې کولی شي. د خپلو چارو د لومړنې موخې په اړه لو يو وويل، چې هيله يې د چيني او اسرائيلو تصديو ترمنځ د اعتماد وړ ډګر جوړول دي.

(( کله چې د ٢٠١١ کال په پای کې د لومړي ځل لپاره اسرائيلو ته راغلم شو، احساس مې درلود چې همدغسې هېواد ډېرې د زده کړې وړ برخې لري، د دولتي ادارې په کچه، د شخص په کچه، او د چارو د جوړولو روحيه. له ٢٠١٤ کال وروسته دا ښکاره شوې چې لا زياتې چيني تصدۍ او شخصي پانګه اچوونکي اسرائيلو ته راغلي دي. پانګونه نه يوازې مخ پر مخ د خبرو اترو له لارې رښتينې کېدای نه شي ، ورپسې ډېر تګ راتګ او تبادلې ضرورې دي او به دې بهير کې کلتوري توپيرونه هم موجود دي، د اسرائيلو تصديو له خوا يو اړخيز معلومات کافي نه وي. نو زما په اند يوه همدغسې ډله ياد د چي او اسارئيلو له خوا جوړه شي، تر څو د چين پانګه اچوونکې او د اسرائيلو چارې جوړونکې سره وتړي. ))

که څه هم د چين او اسرائيلو ترمنځ کلتوري توپيرونه موجو دي، خو ځيني ګډ ټکي هم لري، د بېلګې په توګه، دواړه خواوې زده کړې او پوښتنو ته په درنه سترګه ګوري. د ياد شرکت د پروژو منيجرې ياسمين وويل، چې د يهودو په دين کې نوښت د تقدير وړ دی.

(( د يهودو دين سره سم، ماشومان او خلک هڅول کيږي چې ډېرې پوښتنې وکړي، د بېلګې په توګه په لوستونو کې زموږ ښوونکي ماشومان هڅوي چې خپلې پوښتنې ووايي. زما په اند دا له نوښت سره ارتباط لري. ))

که څه هم د لو يو د شرکت کارکوونکي زيات نه دي، خو کار و بار يې سالم دی چې پکې د تصديو د خاوندانو لپاره په بهر کې د روزنې او ليدنې ترتيب، د پانګو د اچولو او راجلبولو په اړوند د معلوماتو برابرول او د غونډو راپور جوړول، د چين پانګه اچوونکو ته د اسرائيلي تصديو د تازه تکنالوژۍ او نويو پروژو د معلوماتو خپرول دي. دغه شرکت به په راتلونکي کال کې د چين او اسرائيلو د پانګونې فورم جوړ کړي او د سيميکوندکټر، الکترونيکو طبي چارو او د ککړ شويو اوبو د حل و فصل په برخو کې به ځانګړي راپورونه خپاره کړي.

(( په يوه برخه کې لس شرکتونه مخکښ دي، موږ به د اسرائيلو د سوداګريزو معلوماتو په برخو کې له تصديو سره همکاري وکړو، د ټاکلي حساب پر بنسټ به په دې برخه کې د ځينو شرکتونو د تکنالوژۍ، کارکوونکو، پانګو، بازاري راتلونکي سره سم درجه بندي جوړه کړو. دغه راپور به د چين د پانګه اچوونکو لپاره ګټور معلومات برابر کړي. ))

اوسمهال چيني تصدۍ په اسرائيلو کې پانګونې سره لوړ جذبات لري، خو لو يو وړانديز وکړ چې پانګه اچوونکي بايد د خپلې اړتيا له تاييدولو وروسته د پانګونې په لوري پريکړه وکړي او د پانګونې د خطرونو په وړاندې بايد چمتو واوسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای