CRI Online

په داوس کې چين ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2017-01-25 17:01:54

(د داوس د ٢٠١٧ کال په کلنۍ غونډه کې رئيس شي د وينا په حال کې)


د داوس اقتصادي فورم د جوړېدو په وخت کې، د داوس د غونډو په مرکز او د داوس په سړکونو کې په چينايي ژبه د سلامونو او خبرو غږونه ډېر اورېدل کېدل، د چينايانو مخونه هم بيا بيا راښکاره کېدل. د داوس فورم په سږنۍ غونډه کې د چين په اړه عناصر ډېر وو.

لومړی، د چين غږونه. د جنورۍ د ١٧مې نېټې په سهار، د چين د دولت رئيس شي جين پنيګ د داوس اقتصادي فورم د ٢٠١٧ کال د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه.

(("اوس ډېر ښه وخت دی، او ډېر بد وخت هم دی "بريتانوي اديب ډيکنس همدرنګه د صنعتي اصلاحاتو له پېښېدو وروسته نړۍ ياده کړې. نن ورځ، موږ هم همدغسې له تضادونو څخه ډکه نړۍ کې ژوند کوو. غواړم چې د اقتصاد د نړيوال کېدو مسئلې له لارې د نړيوال اقتصاد په باب زما نظريې بيان کړم. ))

رئيس شي جين پينګ د داوس په اقتصادي فورم کې نړيوالو ته د چين دريځ څرګند کړ او د ستونزمنو نړيوالو مسئلو د حل په باره کې يې د چين پلان وړاندې کړ.

دوهم، د چين په اړه موضوعات. د داوس فورم د پيل په لومړيو دوو ورځو کې څو مباحثوي غونډې د چين په اړه د حالت او موضوعاتو پر محور راڅرخېدلې چې پکې ګډون کوونکو د چين او نويو سمسورو اقتصادي ځواکونو د اقتصادي پرمختګ، د نړيوال اقتصاد په بيا سمسورتيا کې د چين د رول، په بهر کې د چين پانګونې او د ژن مين بي يوانو د نړيوال کېدو په هکله خبرې وکړې. ځينو برخوالو ميلمنو وويل، چې د تېر کال په داوس فورم کې خلکو د چين د اقتصادي خطر د عناصرو په اړه بحثونه وکړل، خو د سږ کال حالت يې بېل دی. په تيره بيا اوسمهال په نړۍ کې ډېر سياسي او اقتصادي بدلونونه رامنځته شوي، نړيوالو له چين څخه هيلې ليدلي او باور يې ټينګ کړی. خو د دې تر څنګ، ځينو بهرنيو سوداګرو هيله وښودله چې چين بايد لا ورخلاص او شفاف وي او په نړيوال اقتصاد کې پيوستون دې پياوړی کړي. برخوالو چينايي سوداګرانو او پوهانو نړيوالو ته پېغام ورکړ چې چين به د نړۍ پرمخ ورخلاصون ته دوام ورکړي، او پر دې يې ټينګار وکړ چې د نړيوال کېدو په بهير کې ګډ پرمختګونه موندل کيږي. د چين د بانکونو د څارنې مشر ليو مينګ کانګ وويل،

(( له دې سره علاقه نلرم چې د چين د اقتصادي پرمختګ انډول اوه سلنه او يا شپږ سلنه دی، دا زما لپاره ارزښت نه لري. د چين د پرمختګ کيفيت د پام وړ دی. کيفيت د برياليتوب کيلي ده، په تيره بيا د لوی نفوس لروونکي هېواد لپاره. ))

(د چين د وانډا ګروپ مشر وانګ جيان لين)

دريم، د چيني سوداګران. د جنورۍ په ١٨مه نېټه يعنې د داوس فورم د پيل په دوهمه ورځ کې، د دوو لويو چيني تصديو خاوندانو په داوس فورم کې ګډون وکړ او د مشهورو نړيوالو خبري رسنيو له استازو سره يې ځانګړې مرکې وکړې. له دې څخه ښکاري چې چيني سوداګران په نړۍ کې زياته پاملرنه راجلبوي. له دغو مرکو څخه يو و چې د د چين د وانډا پروپ مشر وانګ جيان لين د امريکا د بلومبورګ اژانس له رئيسه چلوونکي سره خبرې وکړې، دواړو خواوو په عمده توګه د ساعت تيري او سپورټ په برخو کې د هېوادونو ترمنځ د تفاهم او تګ راتګ په هکله بحث وکړ. وانګ جيان لين وويل

(( دې ټکي ته رسيدلی يم چې اوس د چين اقتصاد د سمسورتيا په حال کې دی، چينايانو روغتيا او ساعت تيري ته لومړيتوب ورکړی. زما په اند ساعت تيری د خوشالۍ چارې دي، سپورټ د روغتيا چارې دي. نو ځکه د سيلانۍ، سپورټ او ساعت تيري په برخو کې فرصتونه لټوم. ))

څلورم، د چين هنر او خوندور خواړه. د ٢٠١٧ کال د دوبنۍ غونډې د رتبه ښار په توګه، د چين دا ليان ښار د جنورۍ د ١٨مې نېټې په شپه د داوس غونډو په مرکز کې د يو فعاليت په جوړولو سره د فورم ګډون کوونکو ته د چين او دا ليان دوديز کلتور او خوندور خوراکونه ور وپېژندل. په ياد فعاليت کې د نړيوال اقتصادي فورم بنسټګر او اجراييوي مشر سواب او د ده مېرمنې هم ګډون درلود. په دې فعاليت کې د زمری په شکل نڅا او د ملي موسيقي الاتو د وهلو ننداره هم تر سره شوه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای