CRI Online

په بهر کې د هواوې ګرځنده تلفونونو د برياليتوب تر شا

cri     (GMT+08:00) 2017-02-17 16:19:36

(په پولنډ کې د هواوې فرعي شرکت د جوړېدو د لسمې کليزې مراسم)


تېر کال (( هواوې)) تصدۍ پنځه سوه شل مليارډه يوانه د خرڅلاو عايدات خپل کړي. د دې تصدۍ د نوبتي اجراييوي مشر شو جون په قول دا شمېر د ګه لي تصدۍ په نسبت پنځه چنده، د لينوا تصدۍ په نسبت دوه چنده، د چون شينګ تصدۍ په نسبت ٥ چنده او اليبابا تصدۍ په نسبت پنځه چنده زيات دی. (( هواوې )) څرنګه په بهر کې دغه برياليتوب تر لاسه کړی؟ 

چينايان د هواوې تصدۍ په اړه وياړ لري چې دغه چيني تصدۍ د نړۍ د پنځه سوو لويو تصديو په نوملړ کې ٧٥م مقام نيسي. د يادولو وړ ده چې د دې تصدۍ له ٦٠ ٪ نه زياتې ګټې له بهر څخه راغلی دي. نو هواوې څرنګه برياليتوب تر لاسه کړی؟ په دې اړه پولنډ کې د هواوې د فرعي څانګې کارکوونکي جانګ جيان وويل،

((زموږ چينايي کارکوونکي کله نا کله تر ټاکلي وخت وروسته هم کار کوي او کار يې حتی تر نيمې شپې پورې دوام لري. په تيره بيا د پي ٩ په ډول د نويو ګرځنده تلفونونو د تازه پلورنې او د جشن په موده کې، موږ او ځايي کارکوونکو د پلورنې په ورځو کې ډېرې هڅې کړې دي، اضافي کارونه مو زيات شوي، تر څو د پلورنې ټاکلي موخه پوره شي. ))

دا د هواوې تصدۍ له شعارونو څخه يو دی چې زحمت ګالل د کاميابۍ مور ده. د معلوماتو له مخې، تېر کال په پولنډ کې د هوا وې عايدات څلور سوه مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدل او د ګرځنده تلفونونو د خرڅلاو په بازار کې د هوا وې انډول ٢٣ ٪ و چې په دې هېواد کې يې دوهم مقام نيولی و. هوا وې په پولنډ کې له ٣٠٠٠ نه زيات د ګرځنده تلفونونو د خرڅلاو دوکانونه لري. تېر کال هوا وې په پولنډ کې د ګرځنده تلفونونو په اړه د خدمتي سويې په درجه بندۍ کې لومړی مقام ونيوه چې تر اېپل او سمسونګ دمخه شوې. دا لاسته راوړنې د دوي د کوښښونو نتيجه ده. جانګ جيان د تېرو تجربو د يادولو په ترڅ کې وويل،

(( د پي ٩ په ډول د نويو ګرځنده تلفونونو تازه پلورنه ډېره د يادونې وړ ده. د يو نوي ډول توليداتو د تازه پلورنې لپاره د تيارۍ کارونه عموما د رسمي پلورنې د پيل له دريو يا څلورو مياشتو مخکې شروع کيږي. دغه راز مو د پي ٩ ګرځنده تليفون په اړه د فوټبال سيوري روبټ ليوندوفسکي د ويډيويي اعلان د جوړولو لپاره ډېرې هڅې کړې وې. ځکه د ليوندوفسکي ډله ډېره بوخته وه او موږ له ده سره د زياتو اړوندو چارو په اړه د تماس نيولو ته اړتيا درلوده. د دغه اعلان جوړونې دوه مياشتې وخت ونيوه. ))

د بوختو کارونو تر څنګ، په پولنډ کې د هوا وې تصدۍ د فرعي څانګې کارکوونکي د کار له امله په اوږده موده کې له خپلوانو څخه د جلا کېدو په حال کې دي، حتی د پسرلني اختر په موده کې لا هم په کاري دنده کې کوښښ کوي. جانګ جيان وويل

(( د پسرلني اختر په موده کې ضرورت لرو چې پر کاري دندې ټنيګار وکړو. موږ په بهر کې يو، خو کورنۍ مو چين کې دي، د کار له امله له خپلوانو سره د راغونډېدنې له فرصت څخه تېر شوي يو. له خپلو والدينو او خپلوانو څخه بښنه غواړو. په تيره بيا زما والدين شاو خوا ٧٠ کلن دي، موږ بايد له دوي سره راغونډ وای، خو اوس په کاري دنده کې پاتې يو. ))

د چين (( هوا وې )) تصدۍ په ٢٠٠٣ کال کې پولنډ ته ننوتلې وه، د زياتو کلونو د هلو ځلو له لارې په دې هېواد کې يې کار و بار ډېر پراخ شوی او په بازارونو کې يې مقام په څرګند ډول لوړ شوی دی. اوس هوا وې په پولنډ کې د هرکلي وړ تجارتي مارک ګرځېدلی دی. پولنډي بيدا وويل

(( هواوې شرکت په پولنډ کې ډېر د هرکلي وړ دی، د پولنډ د فوټبال مشهور لوبغاړی ليونوفسکي د هوا وې تجارتي وياند دی. زما ډېر پولنډي ملګري د هوا وې ګرځنده تلفونونه کاروي، په دې اړه د دوی ارزونه لوړه ده. چيني توليدات په پولنډ کې زياتيږي، نه يوازې کيفيت يې ښه دی بلکې بيې يې هم مناسبې دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای