CRI Online

يو کمربند او يوه لار به څنګه نړيواله سوداګري بدله کړي؟

cri     (GMT+08:00) 2017-04-14 09:29:02


په لرغونې زمانه کې د ورېښمو پر لارې د چين، منځنۍ اسيا او اروپا ترمنځ د تجارتي تګ راتګ په رڼا کې د اروپا او اسيا ځيني ښارونه د فعالو سوداګرانو او ډول ډول تجارتي توکيو د راغونډېدو سوداګريز مرکزونه ګرځيدلي وو. اوسمهال د چين د غوښتنې سره سم د يوه کمربند او يوې لارې ابادي روانه ده چې دا د ورېښمو لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ته د شتمنۍ نوي فرصتونه برابروي.

د چين د طرحې له مخې، د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې بايد د سړکونو، اوسپنيزو لارو او بندرونو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو د بشپړوالي له لارې د اړوندو هېوادونو ترمنځ تجارتي تګ راتګ اسانه شي، او د برخوالو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو پلانونو د جوړونې له لارې بايد د مالونو او خدمتونو ازادې راکړه ورکړه پياوړې شي او د سوداګرۍ حمايت غوښتنونکې تګلارې بايد کمې شي.

د دې ننګونې په وړاندې چې له نړيوال کېدو سره مخالفت او د سوداګرۍ حمايت غوښتونکې پاليسي د پورته کېدو په حال کې ده، د يوه کمربند او يوې لارې غوښتنه د هرکلي وړ ده.

د افغانستان د ماليې وزير اکليل احمد حکيمي څو ورځې مخکې وويل، چې هيله لرو افغانستان د يوه کمربند او يوې لارې په عمده اقتصادي دهليز کې شامل شي، دا به له افغانستان څخه ډېر مهم ملاتړ وي. افغانستان چې د ورېښمو د لرغونې لارې په زمانه کې د چين لپاره اروپا ته د ورتګ يو مهم پل و، د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې به له چين سره همکاري پياوړې کړي چې دا به افغانستان ته اقتصادي سمسورتيا او کاري فرصتونه برابر کړي.

د شمېرنې له مخې، تېر کال د افغانستان صادراتي ارزښت د ٢٠١٥ کال په نسبت ٣٠ سلنه زيات شوی او له چين څخه وارداتي ارزښت ١٩ سلنه زيات شوی دی چې زياتوالی يې د يوه کمربند او يوې لارې له ابادۍ سره اړيکې لري: د چين او افغانستان ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ له پيل وروسته د قزاقستان او ازبکستان له لارې افغانستان ته د چين د توليداتو ليږدول يوازې ٩ يا ١١ ورځې لګيږي چې له دې نه مخکې ٩٠ ورځو ته اړتيا وه.

په دې حال کې چې د نړيوالې سوداګرۍ عمومي حالات کمزوري دي، په ٢٠١٦ کال کې د چين او د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې معاملې زياتې شوي، د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت شپږ زره درې سوه مليارډه يوانه و چې دا د ٢٠١٥ کال په نسبت صفر اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی دی.

د سوداګريز ازرښت د پر له پسې زياتوالي تر څنګ، نوي تجارتي تخنيکونه هم د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته داخل شوي او کيږي.

علي بابا ګروپ چې د چين لومړۍ لويه تجارتي ويبپاڼه لري، د هند له زياتو پوهنتونو سره د انټرنيټي سوداګرۍ د استعداد لرونکو کسانو د روزنې په برخه کې همکاري پيل کړې ده. ((دون هوانګ)) ويبپاڼه چې د انټرنيټ له لارې د سوداګريزو معاملو ارزښت يې په اسيا او ارام سمندر سيمه کې مخکښ دی، په بروني کې د انټرنيټي سوداګريزو چارو د نويو کارکوونکو روزنيز ټولګی جوړ کړی، تر څو د نړيوالې انټرنيټي سوداګرۍ په اړه تجربې او مهارتونه مخ پر مخ له ځايي منځنيو او کوچنيو شرکتونو سره شريک کړي. دغه پروژه به د جنوب ختيځې اسيا ټولنې په نورو هېوادونو کې پلې شي.

د دون هوانګ ويبپاڼې لومړی اجراييوي مشر وانګ شو تونګ د چين د نيوز اژانس خبريال ته وويل، چې چيني تصديو د نړيوالې انټرنيټې سوداګرۍ په برخه کې د عملي کيدو وړ لاره پيدا کړې، هيله لرو چې دغه تجربې د يوه کمربند او يوې لارې له اړوندو هېواودنو سره شريکې کړو، تر څو دوی پرمختګ تر لاسه کړي.

واقعا په تېرو څو کلونو کې د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه د ناراضۍ او ناهيلي سبب دا دی چې د اقتصاد د نړيوال کېدو له امله رسول شوې ګټې په برابره توګه نه دي وېشل شوي. له دې سره چې د نړيوالې انټرنيټي سوداګرۍ په شمول نوې تجارتي لارې د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې مروج کيږي، منځني او کوچني شرکتونه او عام خلک به ترې نورې زياتې ګټې واخلي، دا د نړيوال کېدو په اړه د بې باوري د ليرې کولو لپاره ګټوره لاره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای