CRI Online

د نړيوالو اقتصادي ننګونو پر وړاندې د بواو اسيايي فورم

cri     (GMT+08:00) 2017-04-14 09:18:45


د تېرو څو کلونو راهيسې،د نړيوال کېدو په اړوند شکونه او مخالف غږونه پورته شوي، له نړيوال کېدو سره د مخالفت د فکري تمايل تر اغېزې لاندې د هېوادونو ترمنځ تجارتي معاملې او پانګونې په تېرو مسلسلو کلونو کې کمې شوي، د سوداګرۍ د حمايت غوښتنه او تنګ نظر رامنځته شوی دی. په ٢٠١٦ کال کې د نړيوال اقتصاد د يووالي بهير له يو لړ ستونزو سره مخامخ شوی چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا وتنه او د ټي پي پي تړون ختمېدل د دوو نښو په توګه بلل کيږي، د نړيوال اقتصاد پخواني لارښوونکي په ناڅاپه توګه ناارام عوامل ګرځيدلي دي. په همدغسې حال کې، د مارچ له ٢٣مې نېټې څخه تر ٢٦مې نېټې پورې د بواو د اسيايي فورم کلنۍ غونډه د چين د های نان ولايت په بواو کې تر سره شوه چې اصلي موضوع يې (( د نړيوال کېدو او ازادې سوداګرۍ پر مخ راتلونکی )) وه، او د اقتصاد د نړيوال کېدو د راتلونکي په اړه يې مثبت او روښانه پېغام ليږلی دی.

د بواو اسيايي فورم چې په ٢٠٠١ کال جوړ شوی، د اسيايي او تازه سمسور شويو اقتصادي ځواکونو ترمنځ د خبرو اترو له عمده غونډو څخه يو دی. څرنګه چې د اسيا اقتصادي اندازه د نړۍ په عمومي اقتصادي اندازه کې يو پر درېيمه برخه نيسي او د اقتصادي پرمختګ سرعت يې تر ټولو چټک دی، د اسيا بېلا بېل هېوادونه د نړيوال کېدو له ګټه اخيستونکو څخه دي او د نړيوال کېدو په جريان کې يې د هڅوونکي رول لوبولی. د اېپيک د پخواني لوړ پوړي چارواکي وانګ يو شانګ په اند، پرمختللي هېوادونه کوم چې د اقتصاد د نړيوال کېدو په ابتکار يې پرمختګ تر لاسه کړی، بايد تر خپلې وسې پورې له وروسته پاتې هېوادونو سره مرستې وکړي. هغه وويل

(( که څه هم د اقتصاد نړيوال کېدل له ځينو ستونزو سره مخامخ دي، خو هيڅکله داسې نظر نه لرم چې د اقتصاد نړيوال کېدل نه کېدونکی کار دی. اوسنۍ مرحله په تاريخې جريان کې عادي ده. لکه پخوا مو چې پرمختللو هېوادونو ته ويل، که تاسی له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې و نه کړئ، څنګه بازارونه پيدا کوئ؟ ))

د تېرو دريو کلونو راهيسې، له سل نه زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې فعال ګډون کړی، چين له اړوندو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره له څلوېښت نه زيات همکاريز تړونونه لاسليک کړي، او چيني تصديو د ورېښمو لارې پر غاړه شلو پرتو هېوادونو کې شپږ پنځوس تجارتي سيمې جوړې کړې دي. د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د جوړېدو له يو کال څخه راپدېخوا د پاکستان په شمول اوو هېوادونو ته يو مليارډ اوه سوه دېرش مليونه امريکايي ډالره پورونه ورکړي او دوولس مليارډه پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره پانګې يې راجلب کړې دي چې د اسيا د پرمختيايي هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ لپاره يې ګټورې پانګې برابرې کړې دي.

د نړيوالې ستراتيژۍ معلوماتو په اړه د واشينګټن دفتر مسئول ويليام جون چې د کلينټن او جورج بوش په شمول د امريکا د دوو دورو حکومتونو لپاره يې کار کړی، څو ورځې مخکې يوه ليکنه خپره کړه. په دې ليکنه کې راغلي چې د ورېښمو لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره د لا نژدې بازارونو ابادول د چين له خوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې د غوښتنې موخه ده چې دا به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره ګټوره وي.

(( (يو کمربند او يوه لاره ) نه يوازې چين ته بلکې نړۍ ته لويې هيلې رسوي، او د چين پرمختګ به وهڅوي، زه په دې اړه خوشبين يم، که څه هم په نړيوالو حالاتو کې نا ارام او نا څرګنده عوامل شته، خو باور لرم چې د چين اوسنی رول د نړيوالو ستونزو د راکمولو لپاره ارزښت لري. ))

د اټکل له مخې، چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې له بهر څخه د اته زره مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليدات وارد کړي او په بهر کې به اوه سوه او پنځوس مليارډه امريکايي ډالره پانګونه وکړي، د چين پرمختګ به نړۍ ته ډېرې ګټې ورسوي. د سيدني پوهنتون په اړه د چيني اکاډمۍ مرکز مدير کيري براون وويل

(( زما په اند د چين منځنۍ اقتصاد لرونکې طبقه به د نړۍ د خدمتي چارو د پرمختګ عمده خوځنده ځواک وګرځي، ځکه په نورو هېوادونو کې دومره منځنی اقتصاد لرونکي کسان نشته، خو په چين کې د دغو کسانو شمېر به ٧٥٠مليونو تنو ته ورسيږي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای