CRI Online

د چين او اروپا ترمنځ باروړونکي اورګاډي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 10:30:51


د ٢٠١١ کال په مارچ کې د چين له چونګ چينګ څخه د شينجيانګ له لارې د اروپا په لور لومړی باروړونکی اورګاډی د المان د دويسبورګ ډي ای ټي مرکز ته ورسيدچې دا د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکې کرښې لومړی اورګاډی و، له دې وروسته په تېرو شپږو کلونو کې له نورو زياتو چيني ښارونو څخه دويسبورګ ته د باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ پيل شوی، دغه راز د چين او اروپا ترمنځ واټن نژدې شوی دی. د چين د اوسپنيزو لارو عمومي ادارې د شمېرنې له مخې، په ٢٠١٦ کال کې عموما يو زر اوه سوه او دوه باروړونکو اورګاډو له چين څخه دويسبورګ ته حرکت کړی چې دا شمېر د ٢٠١٥ کال په نسبت يو سلو نهه سلنه زياته شوې ده. ٢٨ کلن ځوان ډانير ټوماس کوم چې د دويسبورګ د ډي ای ټي مرکز کارکوونکی دی، د چين او اروپا ترمنځ د بار کرښې د پرمختګ او بدلون شاهد دی. هغه وويل

(( شپږ کاله مخکې د چين او اروپا ترمنځ د مالونو د ليږد راليږد لومړی اورګاډی دويسبورګ ته ورسيد، اوس، په هره اوونۍ کې د چين او اروپا ترمنځ د مالونو د ليږد راليږد په اړه ١٢ اورګاډي دلته رسيږي او ٨ اورګاډي له دې ځای څخه خوځېږي. د مالونو ډولونه زيات شوي او کيږي. د چين او اروپا ترمنځ دغه کرښې د ډي ای ټي مرکز د ټرانسپورټي اندازې د زياتوالي لپاره ستر خدمت کړی، په لا ښه راتلونکي باوري يم.))

د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډيو کرښې شتون د يو ښار د بنسټيزو تاسيساتو او بهرني ټرانسپورټ د ارزونې مهم معيار ګرځيدلی دی. د ٢٠١٧کال د جنورۍ په ١٨مه نېټه، يو باروړونکی اورګاډی د چين له يي وو څخه د ١٨ ورځني سفر له لارې د بريتانيا لندن ته ورسيد. يوازې له دې نه درې مياشتې وروسته، له لندن څخه يي وو ته په اورګاډي کې چې د دغه اورګاډي سفر لا هم د ازموينې په حال کې دی، ټول کانتينرونه ډک شوي چې مالونه يې تر دوو اوونيو مخکې تيار شوي دي. د يي وو، شينجيانګ او اروپا ترمنځ د ټرانسپورټي کرښې په اړه د المان دفتر مسئول توفان خلاجي وويل

(( نوي اورګاډي، نوې کرښه، مشتريان له دې سره ډېره علاقه لري. که څه هم د ستنې اورګاډی لا هم د ازموينې په حال کې دی، خو د سپارښتنې ډېر فرمايشونه مو اخيستي دي، دغه اورګاډی تقريبا ډک شوی دی. په مالونو کې د اوميندوارو ښځو او کوچنيو ماشومانو توکي او پودري شيندي شامل دي. مشتريان مو دې ته متوجه کړې چې بايد له ټاکلي وخت نه مخکې د سپارښتنې فرمايشونه وړاندې کړي. ))

د چين او اروپا ترمنځ د ټرانسپورټي اورګاډيو د ثبات، امنيت او شهرت له لوړوالي له امله دغه کرښه ګام په ګام د اروپايي مشتريانو له خوا منل کيږي.د ليرې ختيځ د سړکونو او پلونو شرکت د نوموړې کرښې د اورګاډيو يو ټېکدار دی. د دې شرکت کارکوونکي شان جينګ وويل، شرکت هره ورځ د اورګاډيو په اړه د زياتو هېوادونو د مشتريانو پوښتنپاڼې تر لاسه کوي.

(( د چين او اروپا ترمنځ د ټرانسپورټي اورګاډيو په اړه د مشتريانو اړتياوې زياتې او بېلا بېلې دي، نه يوازې د قيمتي او پېچلو د الکترونيکي توليداتو او دقيقو سامانونو ټرانسپورټ، بلکې د يخ کانتينرونو ته اړتيا ده. ځکه دويسبورګ په اروپايي مرکز کې پروت دی، نو مشتريان زيات دي، نه يوازې له المان څخه بلکې له هالند، بلژيک، فرانسې او منځنۍ اروپا څخه دي.))

 

د يو کمربند او يوې لارې د سرمشريزې غونډې په اړه، د يي وو، شينجيانګ او اروپا ترمنځ د ټرانسپورټي کرښې په اړه د المان دفتر مسئول توفان وويل، يو کمربند او يوه لار د چين له خوا وړاندې شوې ستره غوښتنه ده، دا نه يوازې د يوې خوا چين پر کوښښونو اتکا کوي، د لارې په اوږدو کې بېلا بېل هېوادونه بايد په لا خلاصه رويه پکې ګډون وکړي، يوازې ګډ کوښښونه دغه غوښتنه رښتينې کولی شي.

(( د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډيو شمېر يو برابر زيات شوی، دغه راز د بنسټيزو تاسيساتو د بشپړېدو اړتيا ده. چين پخپله ټولې مسئلې نه شي حلولی. د چين له خوا د يو کمربند او يوې لارې غوښتنې د پرمختګ لوري ته اشاره کړې، په دې برخه کې د نورو هېوادونو ګډون راتلونکی ګام دی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای